fbpx

د سنګین سقوط د دولتي ځواکونو لپاره د خطر نوی زنګ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې چارشنبې په ورځ د هلمند ولایت مهمه او له سوق الجیشي لحاظه تر ټولو استراتیژیکې ولسوالۍ (سنګین) د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د هلمند په نا آرامه ولایت کې د سنګین ولسوالۍ سقوط هم هلته د میشتو امریکايي او هم د دولتي ځواکونو لپاره یوه ملا ماتوونکې ضربه ده چې د طالبانو د پسرلنیو بریدونو د نوې پیلیدونکې لړۍ په ترڅ کې ورته رسیږي.

که څه هم سنګین په تشکیلاتي لحاظ ولسوالۍ ګڼل کیږي خو له سوق الجیشي لحاظه د هغې اهمیت د هلمند تر مرکز لښکرګاه ډیر زیات دی ، همدا لامل دی چې دولت هم ورباندې ډیر حساب کوي او هلته میشت پوځي ځواکونه یې له تسلیحاتي لحاظه په درنو وسلو او پوځي مهماتو ښه مجهز کړي دي.

د طالبانو په لاس د سنګین سقوط کولای شي په هلمند کې د جګړې معادله د طالبانو په ګته واړوي؛ ځکه د سقوط زماني او مکانې دلالات دا په ډاګه کوي چې هلته دولتي ځواکونه په یوه غیر منظم دفاعي حالت کې قرار لري او نشي کولای د طالبانو د منظمو او هماهنګه بریدونو مخنیوی وکړي.

د نوي کال په رارسیدو ټولو پوځي شنونکو په هیواد کې دطالبانو د بریدونو د سختیدا وړاندوینې کولې ، دا چې د هغوي د وړاندوینو مطابق د دغو بریدونو پیل په هلمند کې وشو او هلته یې سمدستي د طالبانو په ګټه نتیجه ورکړه له دې څخه ښکاري چې دولتي ځواکونه لکه څرنګه چې په کاروي نه طالبانو د بریدو په مقابل کې پوځي امادګي لري او نه هم ذات البیني همغږي.

د دولتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ یوه ښکاره بیلګه دا ده چې د سنګین د سقوط په هغو لومړیو شیبو کې هم د هلمند د والي ویاند او هم د ولایتي شورا غړیو تائید او هغه یې یو تکتیکي پر شاتګ وباله ، خو دولت وزیري د دفاع وزارت د ویاند په توګه اوس هم پر دې ټینګار لري چې د سنګین مرکز د ملي اردو د ځواکونو په واک کې دی.

هغه وايي چې سنګین سقوط نه دی کړی ؛ بلکي دولتي ځواکونو د دفاع وزارت په دستور تري اصلي مرکز ته پر شاتګ کړی.

که د ښاغلي وزیري دا خبره پر ځای وي نو بیا ولي یادو ځواکونو په لس ګونو شوبلې، پوځي نقلیه وسائط او په ډیره اندازه پوځي مهمات د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په ودانیو کې تر شا پري ایښي؟

په پارلمان او مشرانو جرګې کې د هلمند د استازیو په باور د سنګین سقوط په مجموع کې د هلمند ولایت د سقوط په معنی او د دولتي ځواکونو لپاره د خطر زنګ بلل کیږي.

که دولتي چار واکي د غه د خطر زنګ په خپل وخت حس نه کړي لیری نه ده چې سبا طالبان د هلمند مرکز لښکرګاه ته هم ځان ورسوي او دولتي ځواکونو د تکتیکي پر شاتګ په نوم تري پښې سپکې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د