مایکروسوفټ شرکت (سکایپ) ماسنجر په ۸،۵ ملیار ډالرو رانیولی

Microsoft-Skypeنن ټکی آسیا: مایکروسوفټ نړیوال شرکت د سکایپ د رانیولو اعلان وکړ.

سکایپ چي د نړی په سطحه پیژندل شوی ماسنجر دی، او په انټرنیټ باندي د اواز او ویډیو له لاري خپلو ګډون کوونکو ته د اړیکو موقع ورکوي، د مایکروسوفټ له خوا په ۸،۵ ملیادره ډالره رانیول سوی دی.

د مایکروسوفټ مدیر ستیف بالمر ویلي چي سکایت یو ځانګری سروس دی، چي د نړی د ګوټ ګوټ څخه په ملیونو خلګ ورسره مینه لري.

ددې ترمخه ګوګل او فیس بوک شرکتونو هم کوشش کړی وو، چي سکایپ په خپل نامه کي، خو په خپله سودا کي پاتي راغلي وه.

سکایپ چي په ۲۰۰۳ کال تاسیس شوی وو، تیر کال ۲۰۱۰ کي په سکایپ ۱۷۰ ملیونو خلګو ۲۰۷ ملیارده دقیقي په صوتي او ویډیو بڼه خبري کړي وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.