
کرزی: که امریکا زموږ شرطونو ته غاړه نه ږدي؛نو له افغانستانه دې ووځي
نن ټکی آسیا: ولسمشر کرزي نن په کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره د هر اړخیزو خبرو په اترو کې وویل، چې که امریکا د دوی شرطونو ته غاړه نشي ایښودلای ، نو ژر دې له افغانستانه ووځي.
ولسمشر وویل یو ځل بیا د سولې د پروسې پر پیلولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې همدا د کابل-واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون یو اساسي شرط هم دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې زموږ د دې شرطونو موخه دا ده؛څو ډاډمن شو چې د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته به مو هېواد د ملوک الطوایفۍ او ناامنۍ شاهد نه وي.
ولسمشر کرزي همداراز په ټینګار سره وویل، چې دی نه غواړي د کابل او واشنګټن ترمنځ دا تړون هم د ګندمګ او ډیورنډ تړونونو په څېر شرمناکې پایلې ولري.
د نوموړي د نورو څرګندونو لپاره زموږ دا خبر هم ولولئ :