⁠⁠⁠⁠⁠سنګين له برتانویانو وروسته امریکایانو ته هم جهنم شو

حماد الله نیازی

سنګین ولسوالۍ په هلمند ولایت کې هغه تاریخي ولسوالۍ ده، چې د اشغالګرو پوځیانو لپاره تر ټولو خونړۍ او مرګونې ثابته شوې.

دا ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې طالبانو له یوې میاشتنۍ محاصرې روسته ونیوله او هلته یې د ۲۹ شوبلو او ۳۵ رینجر موټرو په شمول ګڼ پوځي مهمات هم غنیمت کړل.

خو امریکایانو او دفاع وزارت د سنګین د ماتې پوټولو په پلمه له دې ولسوالۍ نه د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅو وتل، تکتیکي شاتګ وباله، ترڅو دا ستره ماتې پټه کړي.

کله چې په دوه زره لسم میلادي کال کې برتانویان له دې ولسوالۍ په ټیټ سر ووتل، نو هغه وخت هم د برتانیا د دفاع وزارت ویاند جنرال ګورډن مسنجر، چې وړاندې په هلمند کې د برتانوي عسکرو قومندان و، د تاریخي ماتې د پوټولو لپاره ورته خبرې کړې وې او ويلي یې و چې له سنګین نه وتل هلته د ماتې په مانا نه دي.

خو تاریخ ثابته کړه چې سنګین کې برتانويانو ماتې خوړلې وه، ځکه یې د روان میلادي کال » ۲۰۱۷ « د جنوري په ۲۷ تاریخ د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ټيریزا مې باندې اقرار وکړ چې : د افغانستان او عراق غوندې د ګران بیو جګړو وخت ولاړ؛ هغه وخت هم لري نه ده چې امریکایان به ورته اقرار کوي او تاریخي ماتې به مني.

سنګين کې د برتانوي عسکرو ماته:

سنګین ته په ۲۰۰۶ میلادي کال کې برتانوي عسکر ورغلل، ترڅو هلته د سنګين د مسلمان ولس او یا په اصلاح د ترهګرو او طالبانو پر ضد جګړه وکړي، خو د جګړې نتیجه معکوسه راووته او طالبانو وکولای شوای چې یواځې په سنګین د ټول افغانستان په سحطه دریمه حصه برتانوي عسکر ووژني.

برتانیا اقرار کوي چې په افغانستان کې یې ۴۵۰ عسکر وژل شوې چې یواځې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له دې جملې ۱۰۰
تنه وژل شوي، چې د ټولو وژل شویو عسکرو دریمه حصه جوړوي، په داسې حال کې په عراق کې یواځې ۱۷۹ برتانوي عسکر د رسمي شمېرو له مخې وژل شوي.

که څه هم د برتانویانو له لوري نشر شوې شمېرې هېڅ د منلو نه دې او د دې شمېر په څو چنده برتانوي تېریګر عسکر وژل شوي چې شمېر شاید زرګونو ته ورسیږي، د برتانیا او امریکا له لوري د وژل شویو عسکرو نشر شوې رسمي شمېرې د هغو جنګي وساېطو تر شمېر هم کمې دې چې په دې جګړه کې هغوی له لاسه ورکړي او د طالبانو له لوري خنثا شوي دې.

کله چې برتانویانو د هلمند او ټول افغانستان د اشغال لپاره مهمه پوځي هوايي اډه د باسټن کمپ په نوم د هلمند په شوراب ولسوالۍ کې جوړوله، چې نېږدې شل زره عسکر پکې ځای پر ځای شوي وو؛ هغه وخت د برتانیا پخواني لمړي وزیر ټوني بلير خپلو عسکرو ته ويلي و، چې دوی به له دغه پوځي بیس څخه د افغانستان په ګډون ګرده سيمه څاري، مګر په هلمند او تېره بیا سنګین کې د زیاتې مرګ ژوبلې له كبله بالاخره طالبانو هغوی دې ته مجبور کړل، چې دغه پوځي اډه خالي کړي.

د برتانیا پخواني لمړي وزیر ته له دې اډې نه د ګردې آسیا څارل یو خوب ښکاره شو، بلکې هغوی له همدې اډې نه یواځې هلمند او سنګين هم تر خپلې ولکې لاندې ونشو ساتلای او دلته یې د تېر په څېر یوځل بیا تاریخي ماتې وخوړله.

د افغانانو لپاره سنګین د دوهم میوند تاریخي حیثیت لري، که میوند کې انګریزانو د افغانانو پر لاس تاریخي ماتې خوړلې وه نو سنګین کې یې د همدې انګریزانو لمسيانو » برتانویانو « هم تاریخي ماتې وخوړه او د سنګین تلفاتو برتانویان اړویستل چې روسته له څلورو کلونو د ۲۰۱۰ ميلادي کال د جولايي مياشتې پر اووم تاریخ له سنګین نه ټیټ سرونه ووځي او دا ځای امريکايي اشغالګرو ته پریږدي.

سنګین يواځينۍ هغه ولسوالۍ ده چې برتانوي قومندانانو ورته د ډېرو تلفاتو له کبله د جهنم نوم ورکړی و.

سنګین امریکایان هم د خندا کړل:
کله چې په دوه زره لسم میلادي کال کې برتانويانو له سنګین نه ګډې بارولي، نو هغه وخت رسنیو ویل چې امریکایي عسکر پر برتانوي عسکرو خاندې او پيغور ورکوي چې ماتې یې وخوړه، ښه مې یاد دې چې یوه برتانوي عسکر په ډېر تاسف سره خبریال ته ویل موږ چې کله په عراق کې د دې هیواد له جنوب نه او په تېره بیا بصرې نه وتلو امریکایانو راپورې خندل چې ماتې مو وخوړله او اوس چې له سنګین نه وځو هم امريکايي عسکر راپورې خاندې چې ماتې مو وخوړله.
خو امریکایانو ته دا ځای نه و مالوم چې یوه ورځ به دوی هم د برتانویانو په څیر ټیټ سرونه له سنګین نه په تیښته وځي، بلکې تر هغوی به هم شرميږي، برتانوي عسکر که له سنګین نه ووتل نو پوځي موټر ترې پاتې نه شول، خو دا دی له امریکایانو نيږدې ۱۰۰ پوځي موټر پاتې کیږي او شرمیدلي وځي. شاید نن به برتانویان هم د خپل کسات لپاره پر امریکایانو پورې خندا کوي چې تاسو هم دا دی سنګین کې شرمیدلې ماتې وخوړه.

سنګين کې چې برتانويان مات شول نو له ټول افغانستان نه یې د عسکرو د ټولولو پریکړه وکړه، امریکایان به هم ان شاء الله د سنګین له تاریخي ماتې روسته له ټول هیواد نه همداسې شرمیدلي تښتي!!

سنګین کې د برتانويانو او امریکایانو جنايتونه:
سنګین د تاریخي حیثیت لرلو له کبله او هلته د دوو زورورو اسغالګرو د ماتې له کبله، د همدې اشغالګرو له لوري ورسره سخت جنایتونه وشول او اسغالګرو چې پر طالبانو یې زور نه رسیده نو کسات به یې له ولسي وګړو واخیست او په هوايي بریدونو به یې د سنګین د ولس ښځې او ماشومان ووژل، لاندي د تاریخي جنايتونو یو څو بېلګې ژدو:
۱_ د روان کال فبروري پر نهمه امریکایانو ۲۳ تنه ملکي کسان دوو هوايي بريدونو کې چې یو یې د سنګین ولسوالۍ د چيناري په سيمه کي د يوې کورنۍ پنځلس غړي او بل یې د انتن پوستې سيمه کي د يوې بلې کورنۍ اته نور غړي په هوايي برید کې ووژل.

۲_ د ۲۰۱۵ میلادي کال په لمړۍ ورځ د سنګین پر يوه کلي چې د کلي، نجونو، هلوکانو، میرمنو او مشرانو د واده مراسمو کې ګډون کړی ؤ، پر همدې کلي باندي راکټي برید وکړ ، تر شل زیات ملکی وګړي یې شهیدان، او نږدي ۶۰ ژوبل کړل ، په زخمیانو کې يواځي يې ۱۸ میرمني وې.

دا هسې د نمونې په ډول مو دوه مثالونه وړاندې کړل، که نه اشغالګرو دومره جنایتونه وکړل چې شمیرل یې ډېر وخت نيسي.

د سنګین ولسوالۍ تر دې وړاندې هم طالبانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ۱۲ میاشتې پر ۲۴ تاریخ فتحه کړې وه، خو هغه وخت امریکایانو د سنګين ولسوالۍ تاسیسات ځکه بمبار نه کړل چې د بېرته نیولو لپاره یې زړه و، خو اوس چې طالبان د سنګین ولسوالۍ نيسي او د امریکایانو له لوري یې تاسیسات بمباریږي څرګندوي چې امریکایان نور د سنګين له نیولو ستړي شوي او نشي کولای چې د دوهم ځل لپاره یې ونيسي، ځکه چې په خورا گرانه بیه ورته تماميږي.

د سنګین فتحه ټول ولس ته ښه زیری، د هلند ولایت د فتحې لپاره ګټور ګام او د امریکایانو د بشپړې ماتې په مانا بللای شو، د سنګین له ګزار روسته به امریکایان هم د برتانويانو په څیر افغانستان پریږدي، ان شاء الله.

د آزاد، سوکاله افغانستان او اسلامي نظام په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د