نظــر

رسنۍ وپیژنئ!

راټولونه:(یون څارګر)

داچې په دین مین او رښتونې اسلامپاله مبارزین هره اونۍ جلا موضوع او هشتاک لاندې لیکني کوي تیره اونۍ يي بهتره وګڼله چې غربپاله او فاحشو رسنیو شوم اهداف ملت ته روښانه کړی نو همدې اساس یي (#رسنۍ_وپیژنئ!)د عنوان او هشتاک لاندې لیکني وکړي،
نو په همدې اساس د لیکوالانو د لیکنو نچوړ تاسو و مخ ته راوړم.

عبدالله ابن مبارک احمدزی
په افغانستان کې له بده مرغه طاغوت پلوه رسنیو د خلکو (ځوانانو،ښځو،سپین ږیرو) په اذهانو او فکرونو دومره تسلط پوخ کړی دی چې کولای شي د ځو ساعتونو په ترڅ کې تور سپین او سپین تور معرفي کړي.

د ځوانانو خاصکر ښار مېشتو ګیدړ رنګو ځوانانو فکرونه ددوئ په لاس کې دي هرې خواته یې چې وغواړي اړولی شي.

په نتیجه کې یې یاد ځوانان خپل اسلامي،افغاني او ټولنیز هویت ته شا اړوي د خپل اصیل هڅوب (فرهنګ) پرځای غربي سټایل ورته ښه ښکاري،د سنتو پر ځای ماډرن فېشن یې ماغزه مصروف ساتلي وي.

د مظلومو افغانانو د سترګو تور د زړه آوازه!
ټولو د اومېد سترګې تاته نیولي دي نوره دې خوښه خپله!
یوازې یوه اصولنامه

جواد منهاج
رسنیز فعالیت او ژورنالیزم ( په خپل مېکانیزم کې ) مقدس مسلک ، د پرمختګ سمبول او د ټولنو لپاره اساسي اړتیا ده . رسنئ د ملتونو اجتماعي او فردي ستونزې او د هغوی حل لارې د ملتونو په منځ کې شریکوي او په دې توګه د ټولنیزو مشکلاتو کچه کموي .

رسنئ د ملت سترګې ، غوږونه او خوله ده . د رسنیو ږغ د ولسونو ږغ دی او د دوی فعالیت د ولس د ږغ ژوند دی .

له بده مرغه په افغانستان کې د ۲۰۰۱م څخه بیا تر دې دمه په ټولییزه توګه رسنئ د ژورنالیزم د اصولو خلاف د تبلیغاتي ماشین په څېر فعالیت کوي او د نظامي ځواکونو غړيتوب کوي .

د امریکایې یرغل سره همهاله په افغانستان کې د پروژو په توګه رسنیو او ژورنالیستانو داسې فعالیت پیل کړ ، چې د افغان ولس د عقیدې ، ارزښتونو ، مقدساتو او دیني اصولو سره په ټکر کې دی . لکه د ډیموکراسۍ او سیکولرزم خپراوی ، فحشا او بې دینۍ ته تبلیغ ، د اسلام د احکامو انحراف ، تردید او سپکاوی ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن کریم توهین ، د کفري او غربي عقایدو او افکارو ترویج او په نظامي بخش کې د افغانستان په روانه جګړه کې یک طرفه قضاوت او د یوه اړخ ( حکومت ) غړیتوب او ملاتړ .

حمزه فاتح
دلته د رسنیو اکثره خپروني غربي فکر او کلتور واردوي،
د فحشاء او نڅا سندري او ګمراه کونکي پردي سریالونه د افغانانو د بې لاري کولو لپاره خپروې
تر هرڅه وړاندي د فحاشو رسنیو مخه نیول لازم دي

شهیدمل افغان
که چیرته رسنۍ زموږ په هیواد کې نه درلودلای زموږ دهیواد ۹۵% خلکو به اسلامې نظریه درلوده .

یون څارګر(مأخوذ دیرغل په وړاندې)
په هر ملت کې مفکرین، لیکوالان، شاعران، او پوهان دهغه ملت فکري او معنويه ارزښتونو ساتنه،پالنه، او له هغو څخه دفاع کوي. او که چیري دغه ډول خلک دښمن په صف کې ودریږي نو په ډیر اسانۍ ملتونه ذلت او تسلیمیدو ته غاړه ږدي اوله جهاد او مبارزي څخه لاس اخلي. همدغه خلک ول چې د کمومیزم په خلاف د جهاد په وخت کې یي په افغانانو کې دیني غیرت راوپاراوه او هغوئ یي د جهاد،دفاع، شهادت او مبارزي په مفاهیمو وپوهول، په سنګرونو کې یي کینول او په نتیجه کې یي ټول ملت د روسانو او کمونیستانو په خلاف راپورته شو.

خو داځل امریکا او غربیانو کوښښ وکړ تر هرڅه دمخه دغه ډول خلک یا قتل،تبعید او تجرید کړي، او یایي هم یوه لویه برخه په خپلو ډالرو خریداري کړي او په خپل صف کې یي ودروي. ځکه خو اوس په سلګونو هغه مفکرین لیکوالان،لیکوالان او شاعران یو وخت یي د جهاد ملاتړ کاوه په خلکو کې یې د دښمن په خلاف د دیني غیرت ولولې پارولې او پاللې داځل دڅو ډالرو په بدل کې د یرغلګو تر څنګ ولاړ دی او مسلمان ملت ته د ډیموکراسۍ او لیبرالیزم کفري نظریات د معاصرو او پرمختللو ارزښتونو په نامه ور وړاندې کوي او د جهاد او له وطن څخه د دفاع پر ځای ځوانان د تروریزم په خلاف د مبارزې په نامه د مجاهدینو په خلاف جګړې ته هڅوي، او د یرغلګرو په خلاف جوړو شویو نظامي تشکیلاتو د شمولیت تر عنوان لاندې یې د یرغلګرو په صف کې دروي، او په دی ډول د امریکا په خدمت کې د دیني غیرت د وژونکو په حیث خپله ذلیلاه وظیفه تر سره کوي.

اجمل ګروهمن
د ښکیلاک له بطن زیږدیدلې اجیرې رسنۍ،او کرایي مبلغین (ژورنالستان) يې یواځې دغربي موخو دخوندیتوب،د استعمار دبقاءاو دمومن ولس دفکري تحریف په موخه کار کوي،تل یې په حقایقو سترګې پتې کړي،او یواځې هغه څه ته انعکاس ورکوي،چې ددوی بادار یې غواړي،اسلامپال ځوانان باید خپله مبارزه لاپسې کړندۍ کړئ،ترڅو یې اصلي ماهیت مومن ولس ته څرګند شي.

مزمل حماس
د انځوریزو رسنیو اصلي دنده زموږ د ټولنې د ژوند بڼې تمثیل دی، خو په تأسف ډېری تلویزیوني کانالونه فحشأ ترویجوي..!

سعید وزیر
‏که چرته د غرب په اخور کښې لوي شوي زورنالستان همداسې په خپلو دندو قرار ومومي
په ډيره لږ موده کښې به د رسنيو په سحر کښې ښکيل خلقو کچه لوړه شي
ځکه چې دوي هيڅ کله هم هغه فريضه نه ترسره کوي کوم چې د زورناليزم اوصول سره موافقت لري دوى هميشه د بادار په قدم روان دي آو د اولس سترګو کښې شګې آچوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x