افغانستان

مجاهد: طالبان د پولیو د واکسین په کمپاین کي مرسته کول غواړي، مخه یی نه نیسي

نن ټکی آسیا: طالبانو په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي دوی د هر هغه ګام ملاتړ او مرسته کوي چي د ماشومانو راتلونکي ته ګټه کوي، او د هغوی د روغتیا لپاره ګټور تمامیږي.

 

او پر همدې اساس طالبانو په خپل اعلامیه کي ویلي چي دوی یونیسف او ډبلیو ایچ او ته مشوره ورکوي چي ددغه کار لپاره سیمه ایز خلګ استخدام کړي، څوک چي په سیمیز عنعناتو بلد، او اسلامي اصولو ته په احترام قایل وي.

طالبان ویلي چي دوی په دغه شرطونو باندي خپل ټولو مجاهدینو ته هدایت کوي چي د پولیو واکسین په مخه خنډ جوړ نه شي، او د هغوی سره په دغه کار کي مرسته وکړي.

د پولیو واکسین چي په ټوله نړۍ کي ماشومانو ته ورکول کیږي، په اړه یې په ځینو اسلامي هیوادونو کي شکوک او شبهات را پورته کیږي، چي له کبله یې کله کله کاروکونکي ستونزي ویني.
باید وویل شي چي په پاکستان کي هم ددغه واکسین لپاره کمپاین او کار شروع شوی دی، او ورسره دهغو کسانو غبرګون هم سخت شوی دی، چي د پولیو د واکسین خلاف دی، او په دې سلسله کي په تیره اونۍ کي یو شمیر کارکونکي او ساتونکي د پاکستان په مختلفو برخو کي ووژل شول.

په دې اړه د طالبانو اعلامیه چي یوه کاپي یې نن ټکی آسیا ته هم را لیږلی په لاندي ډول ده:

 


 

 

دپوليو دواکسيناسيون په اړه دافغانستان داسلامي امارت اعلاميه

څرنګه چې دپوليو ناروغي دنړيوال پرمختللي طبابت له مخي يواځې وقايوي علاج لري،چې هغه ددې ناروغي په وړاندي دماشومانو واکسين کول او دپوليو ضد قطرې ورکول دي، دافغانستان اسلامي امارت دهرهغه پروګرام ملاتړ اومرسته کوي چې زموږ دبې وزله هيواد دخلګو دروغتيا لپاره وي اودماشومانو مستقبل ته ګټه رسوي،دافغانستان اسلامي امارت دهيواد په اوسني جنګي حالت کې ددې کمپاین چلوونکو ادارو( ډبلیو ایچ او) او(یونيسیف) ته دامشوره ورکوي چې،ددې کار لپاره په سیمه کې بې غرضه سمیيزخلګ استخدام کړي،بهرني کارکونکي سیمي ته ولاړنشي اوهمدارنګه دهرې سیمې له شرایطو سره سم، اسلامي اصولو او سیمیزو عنعناتو ته په احترام سره خپل کمپاین عیارکړي،ددغو شرایطو د په ځای کولوپه صورت کې دافغانستان داسلامي امارت ټولو مربوطواومنسوبو کسانو(مجاهدينو)ته هدایت کيږي، چې باید هيڅ ستونځه ورته جوړه نکړي بلکې لازمه مرسته هم ورسره وکړي.

دافغانستان اسلامي امارت

۱۳۹۲/۱۱/۵هـ ش ــ 2014/1/25م

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x