شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

نه پوهیږمه په چا پسې روان یم
له تا تښتمه که تا پسې روان یم

توره شپه توره تیاره ده لاره ورکه
په یوې ورکې رڼا پسې روان یم

څه نري نري اهونه مې تر غوږ شو
لږ مې پریږده دې ژړا پسې روان یم

ما دیار د زلفو بوی پکې حس کړی
چې مدام په دې هوا پسې روان یم

زما دغه کمزوری عشق کې وفا ده
چې موسکۍ وي نو بلا پسې روان یم

ژر لاسونه د توبې مې په مخ کش کړه
اوس ناوخته ده ګنا پسې روان یم

دغه ښکلي ښکلي ډیر راباندې ګران دي
خدای د نکړي چې ښکلا پسې روان یم

زه د میني اظهار نشم کړی صیاده
غلی غلی یې تر شا پسې روان یم

ابراهیم صیاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x