دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۹)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
هغه ښځې چي په کورونو کي نه کښيني د هغو د ماشومانو حالت:
په لويديځ کي د ماشومانو سره ناوړه سلوک:
لويديځ چي ځان د بشري حقونو مخکښ او سر پرست بولي د ماشومانو سره ناوړه چلند و لوړ ګراف ته رسېدلی دی،د ماشوم سره ناوړه کړه وړه (Child Absue) تر سرليک لاندي زښته ډېر بحثونه راټوکيدلي دي، دا هر څه له دې کبله دي چي هلته کورنی نظام نشته، زناوې ډېري دي، د خاوند او د ښځي تر منځ اعتماد په صفر کي دئ او داسي نور… زښته ډېر عوامل لري، له همدې کبله زيات ماشومان د مور او پلار له مينې او لورينې څخه بې برخي دي،په ۱۹۸۳ميلادي کال کي په برطانيه کي يو لک (۱۰۰۰۰۰) ماشومان د والدينو د محبت څخه بې برخي وه، له همدې کبله په اروپا کي يوه اداره د ماشومانو څخه د ظلم د مخنيوي په موخه جوړه شوه دا اداره د(National Society for the prevention of Cruelty to Children) نوميږي، ددې اداري د راپور له مخي په لکونو ماشومان له ميندو څخه بېل دي، مور او پلار نه پيژني، چي دا اکثره هغه ماشومان دي چي ميندې ئې ډېر سخت کار کوي او ماشومان ئې په وړکتونو کي غورځولي دي هغه کړه وړه او اخلاق چي يو ماشوم ئې بايد په فطري ډول سره له خپلې موره زده او واخلي له هغو څخه بې برخي دي.

د برطانيې په مشهور اخبار ګارډين کي د ماشومانو په هکله يوه ليکنه خپره شوه چي سر ليک ئې وو [څوک د ماشومانو ساتنه کوي؟ ]په هغه کي ليکلي وه:

((په لکونو ماشومان والدينو غورځولي دي، په لکونو ماشومان داسي دي چي صرف مور او پلار لري نوره توجه نه ورته کوي، په لکونو تر حيواناتو لا بد تر دي، ولي د ماشومانو سره تر حيواناتو بد چلند کيږي؟ حيوانات ټول حقوق لري خو ماشومان ولي له هر څه بې برخي دي؟))

هغه ماشومان چي د ميند و سره نه وي په ساينس کي ئې تاوانونه:

هغه ماشومان چي په وړکتوب کي له ميندو سره نه وي هغه له مينې څخه خالي وي، جسماني نشو او نما ئې کمزورې وي، دماغ ئې کمزوری وي، کله په ناڅاپي مرګ سره مړه شي،احساس ئې لږ او حساس نه وي، د نورو ماشومانو په پرتله ئې د مشرانو احترام لږ وي ، وحشت او تشدد ئې دنده وي دا ځکه چي مور ماشوم له ناوړو کارونو څخه ژغوري، کله امر ورته کوي لکه : دا وکه! کله يي منع کوي لکه : دا مه کوه! دداسي ماشومانو خوب لږ وي او له طبعي خوبه څخه محرومه وي،ټول هغه ماشومان چي په دارالاطفال (وړکتون) کي روزل کيږي د هغو ټولو جسماني او ذهني وده کمه وي.

ډاکتر ګارډنر(Dr. Gardner) ددې ماشومانو په هکله وايي:

په دماغ کي يو ډول ارتشاعات (Impulese)شتون لري، دا ارتشاعات مخلتف ډول هارمونونه توليدوي،چي دا هارمونونه د بدن په وده کي پوره ونډه لري، ددې يوه دنده داده چي پروټين په قندي موادو بدلوي،کوم ماشومان چي د مور له غيږې څخه محرومه وي په هغو کي دا عمل صورت نيسي، او يا که صورت ونيسي هغه لږ دئ، نو له همدې کبله د هغو ماشومانو وده چي د مور څخه ليري وي په هغو کي هم جسماني او هم ذهني وده کمه وي، چي دا خپله د فطرت سليم سره جنګ دئ ، فطرت د انسانانو او حيواناتو داسي جوړ دئ چي ماشومان بايد د مور تر نظارت لاندي وي خو اوس دا د غرب کړه وړه د انسانيت فطري کړۍ له منځه وړي.

يواځي په امريکا کي داسي ماشومان چي له ميندو څخه محرومه دي په لکونو دي، داسي ماشومان تل په نشيي موادو روږديږي، اخلاق ئې فاسد وي، له فريبه او چلونو څخه ئې دماغ ډک وي.

د ښځې مينه له کوره او ماشومانو څخه پيدا کيږي:
د ښځې عشق، مينه او لورينه له کوره او ماشومانو څخه پيدا کيږي، خو حکومتونه و دې ته کومه پاملرنه نه کوي، دا فطري نظام نړوي او بدلوي ئې، په دې انساني نظام باندي ملنډې وهي، هغه ښځې چي په ښارونو کي اوسيږي هغوی نسبت و هغو ښځو ته چي په صحراوو کي اوسيږي د ماشومانو لږ پاملرنه کوي، په صحرا کي هغه فطري انساني جوړښتونه ټول په وده کي دي، ماشومان د ميندو تر څارنې لاندي وي، شيدې ورکوي، د هغو روزنه کوي، هغو ته ښکلي الهامونه القاح کوي، له همدې کبله د صحرا ماشومان مينه، لورينه، ځواک، صداقت، د لاوري، او ښه وده لري نسبت د ښار و ماشومانو ته.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x