نظــر

د سنګین سقوط څه را زده کوي؟

ډاکټر پارسا
د افغانستان د جنګ په اړه د امریکا نوې اداره لا هم په دې شش و پنج کې ده چې آیادا جګړه د اضافه پوځونو په لیږلو سره لا تیزه کړي او که په تدریج سره د خپلو پاته پوځونو په ایستلو یې کرار کرار پای ته ورسوي.

د ټرامپ اداره د خوف او رجاء تر منځ ایساره ده. د جنرال نیکولسن او صلاح الدین رباني په شان جنګ غوښتونکي ورته د عسکرو د اضافه کولو مشوره ورکوي خو هغه رسنیز تحلیلګران او متقاعد جنرالان چې د افغان جنګ له ماهیت څخه ښه خبر دي په ټرامپ د احتیاط تاکید کوي. دوی وایي افغانستان ته د اضافه عسکرو لیږل به د ۲۰۱۰میلادي کال د تجربې په شان افغانان نور هم وپاروي، د امریکا یرغلیزه څیره به برجسته کړي، مقاومت به پیاوړی کړي او نهایتا به د امریکایي عسکر تلفات بیا د زرګونو تر حده ورسیږي.

خو ټرامپ ته ښایي چې د خپلې ستراتیژۍ د دقت او په عیني بنیادونو د درولو لپاره یوه بله تجربه وکړي. نوموړی ددې په ځای چې د جګړې د تیزولو یا درولو په اړه د بیلابیلو جهتونو مشورې واوري ښه به دا وي چې د افغانستان په اړه د جورج بوش او اوباما ستراتیژۍ په دقت سره وارزوي او بیا د همدې ستراتیژیو په تناظر کې د افغانستان په اړه خپله تګلاره وټاکي.

که د ټول افغانستان په اړه د بوش او اوباما د ستراتيژیو تحلیل اوږد بحث غواړي خو دلته کولای شو د افغانستان یوه ولسوالي د نمونې په ډول تر ارزونې لاندې ونیسو. د بیلګې په توګه که سنګین د افغانستان د نورو ولسوالیو یوه بیلګه وبولو او بیا یې په اړه د بوش،اوباما او برتانوي مشر ټوني بلیر ستراتیژۍ وارزوو ښایي د روان جنګ د عیني وضعیت په اړه ښه تصویر په لاس راکړي.

سنګین د هلمند په شمال کې پرته ولسوالي ده. افغانستان ته د بهرنیو قواوو له راتګ وروسته چې د هلمند ولایت مسؤلیت برتانویانو په غاړه اخیستی و دوی لومړی ځل په ۲۰۰۵ م کال کې سنګین ته د مرستو په نامه خپل پوځونه ولیږل. خو دې ولسوالۍ ته له رسیدو سره سم ورباندې د بریدونو لړۍ هم پیل شوه.د برتانیې لومړي وزیر ټونې بلېر په ۲۰۰۷ م کال کې دې ولسوالۍ ته د سلګونو په شمیر برتانوي عسکر ولیږل او هلته یې یو ستر مرکز جوړ کړ. خو سنګین ته د اضافه برتانوي عسکرو تګ ددې په ځای چې د طالبانو بریدونو کم کړي. مقاومت ته یې د ولسي پاڅون رنګ ورکړ او د برتانویانو په خلاف د جګړې اور تر پخوا په ډیر قوت را پورته شو.

برتانویانو په سنګین کې درانه تلفات ورکړل تر دې چې وروسته یې له امریکایي ځواکونو کومک وغوښت او دې ولسوالۍ ته په لومړي ځل امریکایي کومکي عسکر هم ورسیدل. خو د بهرنیو ځواکونو زیادت په سنګین کې د جګړې اور لا توداوو او اولسي مقاومت تر پخوا پراخیده او سختیده.

په ۲۰۰۹ م کال کې چې بارک اوباما د امریکا ولسمشر شو نوموړي څه موده وروسته د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره نوې ستراتيژي اعلان کړه چې رسنیو ( د اوباما ستراتيژي) نوم ورکړ.ددې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د بهرنیو قواوو شمیر څو برابره زیات شو. د جګړې سیمو ته په زرګونو امریکایي عسکر ورغلل تر څو کلي په کلي او کوڅه په کوڅه له طالبانو سره جنګ وکړي. په دې لړ کې د سنګین ولسوالۍ ته هم په زرګونو امریکایي عسکر داخل شول د سنګین د مرکز شاوخوا او د څاروان کلا اوږده ناوه یې تر کنترول لاندې راوسته. خو د امریکایانو لپاره دې سیمو ته د ورتګ هر ګام د سرپه بیه تمامیده. هغوی ګام په ګام له انفجاراتو او غلچکي بریدونو سره مخامخ شول، درانه تلفات یې ولیدل خو په نهایه کې یې دسنګین ځیني کلي او ولسي سیمې تر خپل واک لاندې راوستي او هلته یې په کې لوی لوی بیسونه جوړ کړل.

که څه هم امریکایانو د سنګین جګړه ګټلې بللې وه خو دا د جګړې پای نه و. طالبانو په امریکایانو غلچکي بریدونو ته زور ورکړ. د هغوی اکمالاتي لارې یې تر بریدونو لاندې ونیوې، هغوی یې په قرارګاوو کې تر سختو بریدونو لاندې ونیول او څو کاله دې بهیر تر هغو دوام وکړ تر څو امریکایي جنرالان په دې پوه شول چې په دې سیمه کې په اوسیدلو سره یې یوازې تلفات زیاتیږي او کومه ښه پایله به ترلاسه نه کړي. نو ځکه یې د اربکیانو په جایګزین کولو سره هڅه وکړه خپله له دې مرګوني سیمې پښې وباسي.

د امریکایانو له وتلو وروسته طالبانوپه تدریج سره د هغوی ځایناستو اربکیانو او داخلي عسکرو ټغر هم ورټول کړ او دا دی د
نوي لمریز کال ۱۳۹۶په دریمه شپه یې د سنګین ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره په دې ولسوالۍ خپل تسلط بشپړ کړ.

د سنګین سرګذشت او هلته د بهرنیو ځواکونو ورتګ، د قوت استعمال، د مقاومت څرنګوالی او نهایي نتیجه دا څرګندوي چې په دغسې سیمو کې چې عام خلک یې بهرني ځواکونه نه غواړي امکان نلري چې د ځواکونو په زیادت سره جګړه وګټل شي. همدا خبره د درست افغانستان په اړه هم صدق کوي. د بوش جګړه ایزه طرحه او د اوباما د ځواک د ډیرولو ستراتیژۍ زموږ په وړاندې واضحې تجربې دي. د علم او عقل له نظره کله چې کومه فارموله کار نه کوي نو د بیا بیا استعمال په ځای باید فارموله بدله شي ځکه غلطه ده. په افغانستان کې د بوش، بلېر او اوباما جګړه ایزو فارمولو شکست خوړلی او اوس امریکایي تحقیقاتي مراکز هم اعتراف لري چې د افغانستان په جګړه کې یې بریا نه ده موندلې. په دغسې حال کې که بیا هم په جګړه ټینګار کیږي او یو ځل بیا د ځواک د ډیرو ستراتیژي کارول کیږي نو سره له اوس یې باید د دغې غلطې فارمولې د شکست پایلې ته شیبې وشمیرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دی اړه می تبصره ولیکله لږه اوږده شوه پاکه می کړه کیدی شی هماغه معلوماتونه په یوه لیکنه کی راټول او د مسلمانانو سره شریکه کړم ، اوس به لنډ همدومره ولیکم : برون کمونستانو او بادارانو یی کټ مت همدغه د نیابتی یا له بهره تپل شوی جګړی شعارونه زمزمه کول نیابتی جګړه یعنی جګړه د روسانو او امریکایانو او افغانان بکی استخدام شوی وو ، همدا سی وه په ځانګړی ډول هغه وخت دا په ډاګه شوه چه د سوړجنګ دغلامی تړون د تش په نامه جهادی رهبرانو ( ګید ړانو ) سره لاسلیک شو . نن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x