نړۍ

لیبیا کې یو مصری ديپلومات تښتول شوی

د مصر د کورنیو چارو وزارت ويلي چې پرون د جمعې په ورځ د لیبيا په پلازمينه طرابس کې د دوی ديپلومات تښتول شوی دی. د حمدي غانم په نوم دغه مصری ديپلومات له خپل کوره تښتول شوی دی.د مصر د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې ليبيايي چارواکو سره يې د خپل تښتول شوي ديپلومات د راخلاصولو په موخه خبرې اترې روانې دي. د پخواني واکمن معمر القذافي له لرې کيدو وروسته په ليبيا کې حالات له يو څه وخت کرارۍ وروسته ډېر تاوژن شوي، چې وخت ناوخت پکې دولتي چارواکي او بهرني ديپلوماتان وژل کيږي او يا هم تښتول کيږي. اوړمه ورځه د جنوبي کوريا درې چارواکي چې د تېلو کاروبار يې کاو تښتول شوي وو. له هغې مخکې دوه ايټالويان هم په “درنه” نومي ښار کې تښتول شوي وو. د تېر کال په اخره میاشت دیسمبر کې هم بنغازي ښار کې يو امريكايي ښوونکی تښتول شوی وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x