نظــر

چاپیریالي ککړتیا او اسلام«لومړۍ برخه»

ژباړه : حاجي عبدالهادي عمري

د انسان پر شا و خوا موجود ټول کاینات د الله تعالی مخلوق دی ،الله تعالی انسان په مځکو ،ځنګلونو،دریابونو. سیندونو او نورو ډول ډول شیانو سره اباد کړی دی ،مځکه يې د انسان په واک کښي ورکړې ده اسمان يې پر انسان د هسک بام په ډول په ښکلو ستورو او سیارو سره ښایسته کړی دی تر اسمان لاندي ډکي وريځي د انسان داوبو داړتیا د تکمیل لپاره دي ،پر مځکه يې ډول ډول مرغان په دریاب کي ډول ډول کبان او ابي حیوانات د انسان د خوراکي اړتیا تر څنګ د چاپیریالي اړتیاوو پوره خیال هم ساتلی دی ، ټول کاینات دالله تعالی مخلوقات دي او په منظم او محکم حکم سره يې خلقت سوی دی دالله تعالی ارشاد دی .( صنع الله الذي اتقن کل شیء) (النمل ۸۸

ژباړه: الله تعالی هر شی په مناسب ډول مضبوط پیدا کړی دی .

الله تعالی د هرشي د نوي خلقت په وخت کي ددې ځانګړتیا خاص خیال ساتلی دی چي نوموړی باید په مځکه کي د انساني ژوند لپاره ګټور وي الله تعالی هرڅه په کمیت او کیفیت پوره پیدا کړي دي ، په دي نړی کي ددوی دا دنده ده چي دوي دانساني ژوند د جسم او چاپیریال لپاره ګټور تمام سي ،انسان ته پکار ده چي په نوموړو سره د خپل صورت او چاپیریال ساتنه وکړي تر څو په روغ صورت او ښه چاپیریال د الله تعالی په عبادت مصروف وه اوسي . الله تعالی فرمايي ( انا کل شی خلقنا بقدر (البقره ۴۹

ژباړه: موږ هرڅه په اندازه سره پیدا کړي دي .

همدا رنګه بل ځای فرمايي .( ولارض مددنا ها والقینا فیها رواسی وانبتنا فیها من کل شیء موزون (الحجر۱۹)
ژباړه: موږ مځکه غوړولې ده او پر هغې مو غرونو اچولي دي او پر مځکه مو هر ډول د اړتیا توکي په معلوم او منظم ايښي دي . په معلوم او منظم ډول کاینات د انسان په چاپیریال کي موجود دي ،په دوی کي فطري منظموالی ، کمیت او کیفیت پروت دی ځکه نو د نوموړو کایناتو څخه پیدا کیدونکی چاپیریال هم فطري دی او دا فطري چاپیریال د انسانانو او حیواناتو لپاره ګټور دی ، او کله چي په فطري پیدا سوي چاپیریال کښي انساني ککړتیاوي ور ګډي سي نو دالله تعالی په فطري چاپیریال کښي بدلون رامنځته کړي او د کایناتو چاپیریال غیر فطري جوړسي نوموړی چاپیریال د انسانانو او ټولو کایناتو لپاره زیان رسوونکی وي ځکه چي غیر فطري توکي ټول زیان رسوونکي دي .

په اوسني وخت کښي چي پر نقل عقل او پر معنویت مادیت د غالب دي ، د ماشینونو او فابریکو دور دی په دي وخت کي د انساني ژوند ټول توکي بدل سوي دي د انسان فکر او عمل ډول ډول تومي اختراع کړي دی ځکه نو ډیری مسایل چي وړاندي به د بحث وړ نه وه خو اوس دهغو بحث کول پکار دي چي له هغوی څخه یو د چاپیریالي ککړتیا دده (Environmental Pollution) مسله هم ده د شلمي پیړۍ له نیمايي څخه دا یوه نړیواله مسله سوله په ۱۹۷۱ کي د چاپیریال دعلم مسله د نړیوال سیاست برخه جوړه سوه په ۱۹۷۲ ملګرو ملتونو په سویډن کي په نوموړي موضوع لومړی سمینار جوړ کړی وو په ۱۹۹۷ د چاپیریالي ککړتیا په وړاندي انساني مبارزه پیل سوه ځکه د نوموړی ککړتیا زیانونو ټوله نړي حیرانه کړې وه د معاصري ټکنالوژی او پراخه صنعت په وجه ددې زیانونه تر اندازي ډیر سوه ځکه نو نوموړي موضوع د حکومتونو د بحث او نظریاتو وړ وګرځیدل . چاپیریالي ککړتیا هم د انساني لاس وهونو څخه پیدا ده . نوموړی موضوع د انسانانو ده ډیرښت په سبب نه ده را منځته سوې ځکه الله تعالی انساني خلقت په منظم ډول کړی دی او تر قیامته به دا نظام همداسي په نظم سره روان وي ، خو انسان په نوموړي نظام کښی داسي تیروتني وکړي چي پر ټول نظام يي اثر ولویدی دبیلګي په ډول ورځ په ورځ د ځنګلونو شمیر کمیږي د یو راپور پر اساسد ۱۹۰۰ وروسته په ایتوپیا کي ۹۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللی دي دا ډوا د خلیجي جنګونو په وخت کي په سمندر کي د ګډ سوو تیلو په سبب پیدا سوي د ابي ککړتیا د له منځه وړلو لپاره ۱۸۰ کلونه پکار دي . له دي څخه معلومه سوه چي انسان په څومره لویه پیمانه ککړتیاوي پیدا کړي دي ځکه نو اوس د نوموړی ککړتیاوو له زیانونو سره لاس او ګریوان دی .

دا ډول د مځکي او فضا د ککړتیا لپاره د ډول ډول الاتو ایجاد او د هغوی د ازمویني تیروتني چاپیریال خورا ډیر ککړ کړی دی چي انسانان يې په ډول ډول ناروغیو اخته کړي دي . د عراق او کویټ د جنګ په وخت کي له ۷۲۷ څخه ډیرو څاګانو ته اورو ورته سوی وو . دیوی سروي له مخي چي د عراق په جنګ د جوړي سوي ککړتیا په سبب ۴۷۰۰ کسان د سرطان په ناروغی مړه دي ۳۵ سلنه عراقي نوي زیږیدونکی ماشومان په دماغي سرطان اخته وي او دا شمیرنه ورځ په ورځ ډیریږي .
دا ډول د افغانستان حالات هم دا ډول دي ځکه دلته هم شپه او ورځ بمبار وي اونوموړي بمبار چاپیریال دومره ککړ کړی دی چي ډیری خلک يي په دماغي بی توازنی اخته دی ، په نوموړي هیواد کي ډيری وګړي په ډول ډول ناروغیو اخته دي لکه سرطان ،جلدي ، روانی ناروغی او داسي نور .

دا دانسان په لاس رامنځته ته سوي حالات دي ، انسان هغه مسولیت له پامه غورځولی دی چي د الله تعالی له خوا د نوموړی په غاړه ورکول سوی دی د الله تعالی ارشاد دی (هو انشاکم من الارض و استعمرکم فیها (هود۶۱)
ژباړه : الله تعالی تاسو د مځکي څخه پیدا او پر مځکه اباد کړي یاست .

ددي ایات غوښتنه داده چي الله تعالی انسان ته دا مسولیت ور سپارلی دی چي نوموړی دددې نړي د جوړیدلو کوښښ وکړي دهغو شیانو څخه په پوره ډول پر هیز وکړي چي د مځکي دابادی او پر مځکه دابادو مخلوقاتو د ژوند او بریالیتوب سره په ټکر کښی وي که کوم داسي توکي پیدا سي چي پر مځکه د انسان او نورو ژوندیو موجوداتو ژوند له خطر سره مخ کوي انسان مکلف دی چي نوموړی توکي له منځه یوسي .
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x