افغانستان په ۱۳۹۵ کال کې: لاسته راوړنې او نیمگړتیاوې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز
مقدمه

۱۳۹۵ هـ ش کال، چې په پای ته رسیدو سره یې د ملي یوالي حکومت هم دوه نیم کلن شو، د خپلو ټولو ستونزو او ننګونو سربېره، د افغانستان لپاره د ځینو لاسته راوړنو شاهد هم و. په دې کال کې د ترانزیټي لارو متنوع کول، د امنیتي ځواکونو او بیارغونې لپاره د مرستو جلبول، د حکومت د عایداتو د داخلي سرچینو زیاتول او د اقتصادي تړلتیا په برخه کې د ملي یووالي حکومت یو شمېر لاسته‌راوړنې درلودې؛ خو له دې ټولو سره بیا هم د امنیت، سولې پروسې، اقتصادي وضعیت او دغه راز داخلي سیاست په برخه کې له ستونزو سره مخ و.

په دې کال کې د امنیت له پلوه په هېواد کې ورځ تر بلې وضعیت خراب شو، ملکي تلفات زیات شول، د هېواد په خاوره د حکومت د نفوذ ساحه را کمه شوه، د افغانستان شپږم لوی ښار د دویم ځل لپاره سقوط شو. دغه راز د بهرني سیاست په برخه کې هم د حکومت یوه لویه نیمګړتیا دا وه، چې د بهرني سیاست له لارې یې سوله غوښته او همدا لامل و، چې د څلور اړخیزو خبرو اترو لړۍ ناکامه شوه.

د داخلي سیاست په برخه کې هم افغان حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ وه. له یوې خوا د ملي یووالي حکومت دوو ټیمونو له یو بل سره او بیا هر ټيم په خپل منځ کې اختلافات درلودل. سربېره پر دې د حکومت او پارلمان ترمنځ اختلافات هم د داخلي سیاست یوه ستونزه وه او د همدې ټولو اختلافاتو له کبله بیا د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت هم اغېزمن شو.
د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحلیل په دې ګڼه کې د ۱۳۹۵هـ ش کال په اوږدو کې د هېواد د عمومي وضعیت د ارزولو په اړه لولئ.

په تېرو پنځلسو کلونو کې د ۱۳۹۵ کال له ننگونکو کلونو څخه و، چې امنیتي وضعیت پکې د تېرو کلونو په پرتله خراب شو، د سولې بهیر له بندو دروازو سره مخ شو، د بهرني سیاست بڼه هم تر ډېره غبرگوني او نامتوازنه وه، د اقتصادي پرمختیا کچه هم کمه وه او هېواد په تدریجي توگه د کډوالو له لویې ننگونې سره مخ و.

دا چې په ۱۳۹۵ کال کې بهرنی سیاست څه ډول و، د سولې په تړاو اخیستل شوي گامونه او بیا د دغو پرمختگونو ارزونه څه وه، امنیتي وضعیت څنگه و، اقتصادي پرمختیا پر کوم لوري روانه وه او د داخلي سیاست وضعیت څرنگه و؟ د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د اوونۍ په دې ځانگړي تحلیل کې څېړل شوي دي.

بهرنی سیاست
د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې، افغان حکومت چې کومې لاسته راوړنې لري، نو دا په ډېری توگه د بهرني سیاست په برخه کې دي. خو بیا هم دا د دې معنا نه لري، چې د بهرني سیاست په برخه کې کومې ستونزې او ننگونې نه وې.

په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان بهرني سیاست تر ډېره غبرگوني چلند درلود او دا تر ډېره بیا په هېواد کې د امنیتي وضعیت سره تړل شوی و. دغه راز بهرنی سیاست بې ثباته روان و او په یو شمېر برخو کې نامتوازن هم و.

دا چې په ټوله کې په ۱۳۹۵ کال کې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست نچوړ څه و، په لاندې برخو کې مو ورته اشاره کړې:

امنیتي ځواکونو او بیارغونې په موخه د مرستو جلبول: د ملي یووالي حکومت یوه هڅه دا وه څو هغه کمۍ پوره کړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره رامنځ ته شوې وې. له یوې خوا په ډېری توگه له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتلو سره له افغان حکومت سره مرستې هم کمې شوې او د هېواد دننه د عاید سرچینې ډېرې کمې وې، او له بلې خوا په هېواد کې امنیتي وضعیت هم خراب شو، نو افغان حکومت له اروپايي هېوادونو او امریکا څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

په ۱۳۹۵ کال کې په دې تړاو د وارسا او بروکسل کنفرانسونه ترسره شول. په دغو کنفرانسونو کې افغان حکومت په دې وتوانېد، چې د امنیتي ځواکونو او بیارغونې په موخه مرستې ترلاسه کړي. د وارسا په غونډه کې، د ناټو مشرانو پریکړه وکړه، چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه به خپل سرتیري په افغانستان کې ساتي او تر ۲۰۲۰ کال پورې به له افغان حکومت سره د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه ۴.۵ ملیارد ډالره مرسته کوي. په بل اړخ کې، د بروکسل په غونډه کې د بیارغونې په تړاو له افغان حکومت سره د ۱۵.۲ ملیارد ډالرو مرسته وشوه. دغه راز د ۱۳۹۵ کال په لومړۍ ربع کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د وتلو او پاتې کېدو مهالوېش بیا بدل کړ. د دغې نوې امریکايي تگلارې له مخې به تر ۲۰۱۷ پورې ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. له دې وړاندې پلان داسې و، چې د ۲۰۱۶ کال تر پای پورې ۵۵۰۰ امریکايي سرتیري پاتې شي.

د انرژۍ د لېږد سیمه‌ییزې پروژې: په ۱۳۹۵ کال کې د یو شمېر سیمه‌ییزو پروژو عملي کارونه پیل شول. د برېښنا د کاسا-۱۰۰۰ او د ټاپي د غازو نللیکو په برخه کې هم پرمختگونه ولیدل شول. د ۱۳۹۵ کال په پیل کې افغان ولسمشر اشرف غني تاجکستان ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې يې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اجرایوي او عملي کارونو چارې پيل کړې. دغه راز په هېواد کې د ټاپي نللیکې د غځولو سروې او د دغې نللیکې لاره له ماینونو پاکولو په تړاو قرارداد لاسلیک شو.

ترانزيټ: د ترانزیټي لارو د متنوع کولو په برخه کې، د ملي یووالي حکومت د بل هر څه په پرتله تر ټولو زیاتې لاسته راوړنې درلودې. په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار د ترانزیټي او سوداگرۍ تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې افغانستان له نړۍ او هند له افغانستان او منځنۍ اسیا سره سوداگري د ایران د چابهار له لارې ترسره کوي؛ د افغانستان، ترکمنستان، آزربایجان، جورجیا او ترکیې ترمنځ د لاجوردو لارې د تړون متن نهايي شو؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل کرښې جوړول پيل شول؛ د افغانستان د هرات او د ایران د خواف ترمنځ د ریل کرښې جوړولو عملي چارې پیل شوې؛ د افغانستان او چین ترمنځ د رېل له لارې سوداگري پیل شوه. خو بیا هم په دغه برخه کې په رسمي توگه د لاجوردو لارې تړون نه لاسلیکیدل، د افغانستان او چین ترمنځ د ریل له لارې د سوداگرۍ په لاره کې له ازبکستان سره د ترانزیټ تړون نه شتون او په پای کې له دغه لارې له چین سره سوداگري تم کېدل هغه څه و، چې په دغه برخه کې نیمگړتیا بلل کېږي.

په ډيپلوماتیک ډگر کې له طالبانو سره ټکر: په ۱۳۹۵ کال کې افغان حکومت او افغان طالبانو په ډيپلوماتیک ډگر کې د یو بل پرضد اخیستل شوو گامونو په تړاو خپلې هلې ځلې گړندۍ کړې. په پیل کې افغان حکومت هڅه وکړه، چې په هېواد کې د وسله والو ډلو پرضد جگړه کې د سیمه‌ییزو هېوادونو اجماع رامنځته کړي. خو څرنگه چې په هېواد کې د اسلامی دولت “داعش” ډله راپورته شوه او خپل فعالیتونه یې گړندي کړل او دغه راز ترڅنگ یې پر افغان حکومت او امریکا هم له “داعش” څخه د ملاتړ تورونه ولگېدل نو له طالبانو سره د سیمه‌ییزو هېوادونو اړیکې په تېره بیا د روسیې، چین او ایران زیاتې شوې. افغان حکومت له دغو روابطو څخه اندېښمن شو. همدا لامل دی، چې لومړی اشرف غني د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په تلیفوني خبرو اترو کې وویل: افغانستان او ایران باید اطمینان ترلاسه کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د حکومتونو ترمنځ وي. په دویم قدم کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چین او روسیې ته سفرونه وکړل او هڅه یې وکړه، چې د دغو هېوادونو اندېښنې راکمې او له طالبانو سره یې د ډېرو روابطو مخه ونیسي.

له گاونډیانو او سیمه‌‌ییزو هېوادونو سره اړیکې: له چین، تاجکستان او ترکمنستان پرته افغان حکومت له خپلو ټولو گاونډیو هېوادونو سره باثباته اړیکې نه درلودې. له ازبکستان سره د کابل اړیکې عادي وې او ستونزه یې بیا د ازبکستان له لارې چین ته د افغاني صادراتو نه پرېښودنه وه. که څه هم له ایران سره د چابهار تړون لاسلیک شو، د خواف او هرات ترمنځ د رېل پر پټلۍ چارې پیل شوې او د ایران له لارې د افغانستان سوداگري او ترانزیت زیات شو؛ خو بیا هم له طالبانو سره د ایران اړیکې او د سوريې جگړې ته د افغانانو لېږدونه هغه څه و، چې پر دوه اړخیزو روابطو یې سیوری غوړولی و. په گاونډیانو کې له پاکستان سره د کابل اړیکې تر ټولو بې ثباته او ترینگلې وې. دوه ځله د تورخم او چمن بندرونه وتړل شول. په لومړي ځل د کمې مودې لپاره خو دویم ځل بیا تر یوې میاشتې بند و. دغه راز پر سرحدي پولو هم نښتې وشوې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري تر دې ځایه ورسېده، چې افغان حکومت د امرتسر د آسیا زړه په کنفرانس کې د پاکستان ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې رد کړې.

په بل اړخ کې له روسیې پرته، هند، ازربایجان، ترکیې او سعودي سره د افغانستان اړیکې باثباته او ښې وې. یوازې له روسیې سره د طالبانو نږدې کېدونکو اړیکو، د افغانستان په تړاو د روسیې، پاکستان او چین درې اړخیزې ناستې، په پیل کې د ملگرو ملتونو له تور لیست څخه د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار د نوم ایستلو په لاره کې خنډ جوړولو له کبله خرابې شوې. خو د ۱۳۹۵ کال په پای کې روسیې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وزیر له سفر سره دا ډول اندېښنې تر څه حده کمې شوې.

د سولې په اړه د پرمختگونو ارزونه
په ۱۳۹۵ کال کې د سولې پروسه له ډېرو ننگونو او ناهیلۍ سره مخ شوه. د ۱۳۹۵ کال په پیل کې افغان طالبانو د افغانستان د سولې په تړاو پر څلور اړخیزه خبرو اترو کې گډون رد کړ. د افغان طالبانو له دې انکاره دوه نیمې میاشتې وروسته د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ د څلور اړخیزو خبرو اترو پنځمه ناسته هم وشوه؛ خو دا ځل بیا هم دغه ناسته په دې کې ناکامه شوه، چې افغان طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښينوي. دغه مهال د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکایانو په یو ډرون برید کې ووژل شو. د طالبانو نوي مشر ملا هبة الله لومړیتوب د طالبانو په ډله کې د خپلې مشرۍ پیاوړي کولو ته ورکړ او تر ډېره یې د سولې پروسه شاته پرېښوده.

د څلور اړخیزو خبرو اترو د لړۍ د ناکامۍ وروسته، د کابل-اسلام‌آباد اړیکې نورې هم ترینگلې شوې او بې باوري هم اوج ته ورسیده. خو بیا هم په دغه مهال افغان حکومت د سولې په برخه کې له حزب اسلامي سره د سولې د تړون له کبله یوه لاسته راوړنه درلوده، چې د دغې لاسته راوړنې سره، د ۱۳۹۵ کال تر پایه د حزب اسلامي-افغان دولت ترمنځ د سولې دا تړون تر ډېره نه دی عملي شوی او نه هم دغه تړون د افغانستان پر امنیت او روانې تودې جگړې کومه اغېزه ښندلې.

په ۱۳۹۵ کال کې له افغان طالبانو سره د سولې په موخه د افغان حکومت تگلاره تر ډېره له یو بل سره په ټکر کې وه. له یوې خوا یې له افغان طالبانو سره د څلور اړخیزو خبرو اترو د ناکامۍ وروسته افغان چارواکو په تېره بیا د ملي امنیت سلاکار وزیر حنیف اتمر قطر ته له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه سفرونه وکړل. خو له بلې خوا افغان ولسمشر اشرف غني له ملگرو ملتونو وغوښتل، چې د طالبانو د مشر ملا هبة الله نوم د ملگرو ملتونو په تور لیست کې واچوي. دغه راز افغان حکومت د سولې په تړاو نهیلي کوونکي خبرې هم وکړې، چې دغه گامونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې باوري زیاته کړه او د سولې پروسه یې له بندو دروازو سره مخ کړه.

په دغه مهال د پگواش ادارې په کابل کې د افغانستان د سولې په موخه یو شمېر غونډې وکړې؛ خو تر ډېره بې پایله وې. خو له دې پرته په مسکو کې د افغانستان د قضیې په تړاو د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته وشوه، چې د افغانستان نه بللو کابل وپاروه. وروسته روسیې د افغانستان په تړاو په دغه کنفرانس کې هند، ایران او افغانستان هم شامل کړ او داسې ویل کېږي، چې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې به دغه کنفرانس ته د طالبانو په شمول څلور نور هېوادونه هم راوبلل شي.

اقتصادي وضعیت
په افغانستان کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننگونو سره، افغان حکومت وکولای شول، چې پرله پسې په دوو کلونو کې د حکومت عاید زیات کړي. په ۲۰۱۵ کال کې افغان حکومت ۱۲۲.۳۵ ملیارد افغانۍ عاید ترلاسه کړ او په ۲۰۱۶ کال کې بیا دا عاید ۱۴۴.۵۶ ملیارد افغانۍ ته لوړ شو.

په بل اړخ کې، د ترانزیټي او سوداگرۍ لارو د متنوع کولو په برخه کې هم یو شمېر گامونه واخیستل شول، چې یادونه یې وشوه، د ۲۰۱۵ کال په پرتله د اقتصادي ودې کچه هم زیاته شوه. د اسیا پرمختیايي بانک او نړیوال بانک د ارقامو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو وده ۰.۸ سلنه وه، چې دا بیا په ۲۰۱۶ کال کې ۱.۲ سلنه شوه. دغه راز افغانستان د نړیوالې سوداگرۍ سازمان کې هم بشپړ غړیتوب واخیست. دغه څه د افغان حکومت لاسته راوړنې بللی شو؛ خو بیا هم په ټوله کې په هېواد کې د پانگونې کموالی، زیاتېدونکې بې کاري، د افغانۍ ارزښت ټيټوالی، د پاکستان له لارې د ترانزیټي لارو بندېدل هغه څه و، چې د حکومت نیمگړتیا بلل کېږي.

په ټوله کې د هېواد اقتصادي وضعیت له سیاسي او امنیتي ثبات سره تړل شوی، چې له بده مرغه افغانستان د تېر کال پرمهال تر ټولو زیات په سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ کې ښکېل و او په دا ډول یې د بهرنیانو د مرستو ترڅنگ د هېواد پر اقتصاد ژورې اغېزې وکړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د