
افغانستان کې امریکايي مرستې بیرته د امریکایانو لخوا غلا کیږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): له افغانستان سره د امریکايي مرستو د څار ځانګړې اداره (سیګار) وايي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له هغو پیسو څخه غلاوې کړي چې امریکا افغانستان ته د مرستو لپاره په پام کې نیولې وې.
د یادې ادارې مشر (جان ساپکو) وړمه ورځ د شمالي کرولاینا ایالت په دیوک پوهنتون کې وینا کوله او ویې ویل چې له دغو پیسو څخه د غلا کولو لپاره امریکايي ځواکونو قوي او پیچلي پلانونه جوړ کړي او تطبیق کړي چې پر اساس یې ډیرې پیسې خپلو جیبونو ته اچولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې تنها د امریکا په یوه ایالت (شمالي کارولینا) کې له میشتو امریکايي عسکرو او قراردادیانو څخه د تحقیقاتو پر مهال د ۲۷.۷ میلیون ډالرو په ارزښت غلاګانې کشف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د (سټار اینډ سټریس) امریکايي ویب پاڼې د غلا یوې قضیې ته اشاره کړې چې څلورو امریکايي عسکرو په جعلي اسنادو له امریکايي پوځ څخه تیل ترلاسه کړي او بیا یې په تور بازار کې خرڅ کړي او له دې لارې يې تر ۱۰ میلیونه ډالرو زیاتې پیسې له ستوني تېرې کړي دي. نوموړې ویب پاڼې د غلا بله قضیه داسې بیانوي چې د سري ځانګړو ځواکونو دوه عسکرو له سختو کوښښونو وروسته له یوې تعمیراتي پروژې ۲۱۵۰۰۰ ډالره غلا کړي او بیا یې په امریکا کې خپلو میرمنو ته په بندو پاکټونو کې استولي دي.
د امریکايي سرچینو د څیړنو پر اساس، هغه پیسې چې افغانستان ته د مرستو لپاره راغلي او بیرته د امریکايي عسکرو جیبونو ته لویدلي، شاوخوا ۱۱۷ بیلیونه ډالرو ته رسیږي.
د سیګار امریکايي ادارې مشر (جان ساپکو) وايي چې «په یو کوچیني هیواد کې په ډیر لږ وخت کې زمونږ بې دریغه مالي کومکونو له افغانستان څخه د نړۍ مفسدترین هیواد جوړ کړ». نوموړی زیاتوي چې امریکا د افغان ځواکونو په روزلو ۷۰ بیلیونه ډالره ولګول خو په وینا یې، لا هم دغه ځواکونه د دې جوګه نه دي چې په خپلو پښو ودریږي.
جان ساپکو وايي: «تېر کال افغان ځواکونو د طالبانو په مقابل کې یوازې همدا کړي چې د (موږک ته ډب) په لوبې یې وخت تېر کړي. [دا هغه لوبه ده چې لوبغاړی د یو ګڼ سوري صندوق مخې ته څټک په لاس ولاړ وي او مصنوعي موږک ته انتظار باسي چې له کومې سوړې راوځي ترڅو ترې ډب پورته کړي]».
د سیګار مشر زیاتوي چې افغانستان ته یې شل سفرونه کړی او د نورو خلکو په شان دی هم دغې نتیجې ته رسیدلی چې فساد او کمزورې رهبري د دولتي ځواکونو د پڅ فعالیت جرړې تشکیلوي.
نوموړی د امریکايي ځواکونو پر غلاوو سربېره د افغان ځواکونو لیکي هم له فساده ډکې بولي او په وینا یې داسې شواهد یې موندلي چې افغان ځواکونه خپلې امریکايي وسلې او مهمات په طالبانو خرڅوي.
ساپکو د دولتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي عسکرو ستونزې ته په اشارې زیاته کړه چې لسګونه زره عسکر په عملي ډګر کې شتون نه لري خو معاشات یې غلا کیږي او د قومندانانو جیبونو ته ځي.