افغانستان

تازه خبر: طالبانو هلمند کې نظامي چورلکه را نسکوره کړې

نن ټکی آسیا: طالبان وايي د هلمند د موسی کلا او نوازدو ولسوالیو ترمنځ په غزېدلې لاره یې نن غرمه د یوې اوږدې جګړې وروسته د ایتلافي ځواکونو یوه نظامي چورلکه را نسکوره کړه.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي نن ټکی آسیا ویب پاڼې ته په را لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې يې د موسا کلا او نوازدو ترمنځ لویه لاره او د نوازدو په انګورک،انزرشالي او جازي سېمو کې د ګډو ځواکونو قرارګاوو ته تللې لارې تړلې وې او مقابل لوری یې له مسلسلو هڅو سره – سره په خلاصون کې پاته را وستلي وو.
نوموړی زیاتوي چې بالاخره نن د دوی او ګډو ځواکونو ترمنځ د سادات کاریز په سېمه کې یو ځل بیا خونړۍ جګړه ونښته چې تر ډېرو یې دوام وکړ .
ښاغلی احمدي زیاتوي، چې د همدې جګړې په ترڅ کې د غرمې دولس بجې د دوی په ډزو د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه ولګېده او پر ځمکه را نسکوره شوه، چې پکې سپاره ټول عسکر او بار اکمالات یې د اور په لمبو کې لولپه شول.
نوموړي د خپلو تلفاتو په باب څه نه دي ویلي.
همدارنګه د هلمند سیمه یېزو چارواکو او ایساف ځواکونو هم تر دې مهاله د خپلې چورلکې پر را نسکورېدا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x