نظــر

په افغانستان کې د فيلانو له مږيانو سره جګړه ده

امين وردګ

په افغانستان کې روانه جګړه د مږيانو او فيلانو جګړې ته ورته ده.

که څه هم چې ظاهراً د فيل زور د مږيانو له ټول لښکر څخه هم ډېر وي ؛ مګر مږيان بيا د فيل په پښو باندې لاره جوړوي او سيده د فيل د پاسه ورخيژي ، پدې ملا کې ورته ټپ جوړوي او بيا نو د همغه ټپ له لارې د فيل زړه او مغزو ته ننوزي.

که ووايم چې د نږدې ټولې غربي نړۍ (په شمول د شپږو پخوانيو جهادي تنظيمونو او غرب ته کږو افغانانو) يوازې له محدودو اسلامپالو افغانانو سره جګړه ده ؛ نو دا يو حقيقت دى ؟

د تاريخ په اوږدو کې به کله هم داسې (ناځوانه او نامرده) جګړه نه وي پېښه شوې ؛ چې د جګړې يو لورى په داسې وسلو سمبال وي ؛ چې که يو چا ته يې تعريف وشي او هغه دا حال نه وي ليدلى ؛ نو کېداى شي چې تش تبليغ يې وګڼي ؛ همدارنګه که د دغه بل لوري ظاهري ضعف ورته وښودل شي ؛ نو هم به يې تش تبليغ وبولي .

پخوانيو خلکو به چې کله له خپلو حريفيانو سره جګړې کولې ؛ نو هغه خپل حيثيت به يې هېڅکله هم له لاسه نه ورکولو .

د بېلګې په توګه :

1- کله به چې دوه حريفان سره مخ کېدل ؛ نو د دوى سن ، ځواک او وسله به سره برابر وو.

2- کله به يې چې له مقابل لوري اسيران ونيول ؛ نو له هغوى سره به يې زياتى نه کولو ؛ بلکې د هر اسير حيثيت ، موقف او نظامي ارزښت به په پام کې نيول کېدلو !

3- آس والا سړي به له پلي سره مقابله نه کوله او داسې مقابله به ننګ او عار بلل کېدله.

4- په ښځو او ماشومانو به تېرى نه کېدلو ؛ په سپين ږيري به تر هغه وخته چا ګذار نه کولو ؛ تر څو به چې سپين ږيري وسله نه وه پورته کړې ؛ که به چا داسې و هم کړل ؛ نو هغه کس به ((نامرد)) پېژندل کېدلو.

مګر اوسنۍ جګړه سراسر په ناځوانه او نامرده توګه وړاندې ځي.

دا داسې وحشي جګړه ده ؛ چې هېڅ ډول انساني ارزښت نه پکې رعايت کيږي ؛ هېڅ ډول ځوانمردي نشته پکې.

تاسو قضاوت وکړئ ! او دا قضاوت د خپل ايمان او وجدان له مخې غواړو ؟

يو لورى چې په سر کې يې ((آمريکا)) ده ؛ د نړۍ په سطحه پرمختللې وسلې او وسيلې لري.

بل لورى چې په سر کې يې ((اسلامي امارت)) دى ؛ يوازې پخوانۍ خفيفه وسلې لري ؛ ښورې ، بورې او يا هغه معمولي وسلې کاروي ؛ چې له دوى نه يې په وچ زور سره نيولې وي .

غربيان او ملګري يې پرته له هوايي ځواک څخه يو قدم هم مخته نه ځي ؛ مګر له مقابل لوري سره يې (پراشوټ) قدر هم نشته.
له غربيانو سره هر ډول دافع هوا موجود ده ، عصري رادار سستم ټول له دوى سره دى ؛ مګر اسلامي امارت يو داسې توغندى هم نه لري : چې د هغوى کومه الوتکه پرې راوغورځولاى شي ؛ پرته له راکټ اندار (RPG) او زيکويک څخه ؛ هغه هم دويم فير ته په مشکل سره رسيږي ؛ ځکه چې دوى يې د هوا له لارې GPS کوي او له مينځه يې وړي.

له غربيانو او افغان ملګرو سره يې ډالر په بوجيو بوجيو شتون لري ؛ مګر مقابل لورى يې د مخابرې پلتې او د موټرسيکل تېل هم له کليوالو دوکانو څخه په پور اخلي.

غربيان او ملګري يې په تکه توره تروږمۍ کې هم داسې منډې وهي : لکه د ماذديګر او ماښام تر مينځ حالت کې ؛ خو مقابل لورى يې دغه وخت کې د کاملاً ړانده په توګه وي.

غربيان چې کله کومې سيمې ته ننوزي ؛ نو هغه سيمه اول په ساعتونو ساعتونو د ډرون کيمرو له لارې ښه څاري او بيا حمله پرې کوي ؛ مګر مقابل لورى يې ډېر وخت په کمينونو ور برابريږي.

لنډه دا چې قسم په الله کوم ! دا داسې مقابله ده ؛ لکه د يوه ښه تندرست بينا سړي چې له يوه ښه کمزوري نابينا سره مقابله او مبارزه وي او يا د يوه ښه پهلوان سړي چې له يوه ښه کمزوري بوډا سره مقابله وي.

دغه غربيان او ملګري يې له طالب اسيرانو سره داسې چلند کوي ؛ چې قسم په الله که خو بلکل داسې کړنې د انسانيت په قانون کې ځاى ولري.

تاسو راشئ او له نږدې څخه څېړنه وکړئ.

له سياسي بنديانو وپوښتئ.

له هغو طالبانو سره کېنئ : چې په جګړو کې يې برخه اخيستې وي .

په تشو تبليغاتو پسې مه ځئ لکه د ړاندو او کڼو په ډول ؛ بلکې اول بايد له نږدې څارنه وکړئ او بيا (د ايمان له مخې) قضاوت .

قسم په الله کوم چې ما دا هر څه په سترګو ليدلي دي ؛ زه له ګڼو دولتي خلکو سره هم له نږدې پېژنم او له ډېرو طالبانو سره هم.
ما د آمريکايانو تکنالوژي هم له نږدې ليدلې ده او د طالبانو چونجنې وسلې او مرمۍ هم.

اوس زه له خپلو څېړنو وروسته په داسې عقيده کې قرار لرم ؛ چې د دغه وړوکي او کمزوري ټولي شاته ارومرو کوم داسې قدرت شته ؛ چې هغه تر انساني قدرت په څو څو واره اوچت دى او د دغه بل لوري شا نو بيا خالي راته ښکاري ؛ ځکه خو جګړه د دغه کمزوري په ګټه او د هغه ظاهراً زورور په تاوان بولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی ولی محمد

سلامونه! د پورته ژباړي د ليکوال نوم،سرچينه او نيټه د مضمون سره خپرول ضروري ده،بايد ورته پاملرنه وسي ،په درنښت

نا پيژاند

ماشاءالله تعالی ډیرښه مضمون مولیکلی دی که مونږقران شریف وګورونوداراته واضحه کوي چی حق همیشه دتوان په حیث دمیږتون څخه زیات نه وي خوپه مقابل کې فیل وی دمثال په ډول نوح علیه السلام اوپه مقابل کې دهغه قوم،موسی علیه السلام اوپه مقابل کې یې فرعون ابراهیم علیه السلام اوپه مقابل کې یې نمرودسیدالاولین اواخرین اوپه مقابل کې دټولی نړی کفار خوبریااوکامیابي همیشه دغه ضعیف مخلوق ته الله تعالی ورکړی ده ترڅوالله تعالی خپل مخلوق ته وښیی چې دابریادضعیف مخلوق په توان کې نه ده داخالص زمانصرت دی چې دومره زورورمخلوق ته شکست ورکوي ښایی چی مخلوق له دی څخه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x