غزل/ عبدالرحمن محمود

عبدالرحمن محمود

پام کوه أتله چي همت له لاسه ور نکړې
دا ګټلی فخر أو شوکت له لاسه ور نکړې

واخله تجربه دي د تاريخ له کتابونو نه
سوبې أو برياوې أو عزت له لاسه ور نکړې

زموږه أزلې دښمن ابليس چي دي خطاء نکړي
ژوند کي د څو ورځو خپل غيرت له لاسه ور نکړې

تا ده أزادۍ أو استقلال چيغه را پورته کړه
دغه لاره ساته شهامت له لاسه ور نکړې

تورو ترګميو له هر خوا درته أشر کړی
مات يې کړه په عزم چي قوت له لاسه ور نکړې

وينه د شهيد چي دي په غاړه کي سور هار نشي
ورځ د آخرت شته أمانت له لاسه ور نکړې

کونډې يتيمان أو بورو مېندو څخه غافل نشي
راز د کاميابۍ دی مرحمت له لاسه ور نکړې

کړمه افتخار د خپل نګار په أشنايې باندي
ګوره أی محموده محبت له لاسه ور نکړې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د