شعـــــرونه

غزل/ مسلميار

مسلميار
ستا غوراوی شه دبریاپیلامه
دصبا څرک شه دغه ستا پیلامه

دتیارو ملا درباندي ماته شي چې
شي هرطرف ته درڼا پیلامه

دا سوي لويي د بریو بهیر
دارا ژوندي کړه کړه یې بیاپیلامه

داسویلیو اوسلګیو لمن
پوري که وکړي دخنداپیلامه

چې کهکشان هم درته ټیټ وګوري
شي دي دبرم ددنیا پیلامه

آتشین یون دي نړۍ وسوځوي
درته تکیه نه شي دچاپیلامه

دمسلمیار افغان پر روح سایه شي
راشي یوځلي دپخوا پیلامه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x