د یوه زړه خوږي پلار لس ځانګړتیاوې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

پلار اوسېدل په دې مانا دي، چې مینه وکړئ، بښونکی کس واوسئ او په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې ماشوم مو له هر پلوه پوره او بشپړ دی، خو د یوه زړه خوږي پلار په توګه باید دا ټکی په پام کې ولرئ، تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ د خپلو اولادونو له پاره یې ترسره کړئ، د هغوی له پاره یوازې مالي مسایل او د غوره ښوونځي ټاکنه نه ده، بلکې له دې وو څخه غوره د داسې یوې فضا را منځته کول دي، چې ماشومان وکولای شي، په هغې کې سمه وده وکړي او د امکان تر بریده غوره واوسي .

تاسو د یوه زړه خوږي او مهربان پلار په توګه دنده لرئ، چې د خپلو ماشومانو له پاره داسې شرایط را منځته کړئ، چې هغوی ته د سالمې جسمي او اروایي ودې موکه په لاس ورشي .

۱ ـــ یو مهربان پلار، نه یوازې له خپلو اولادونو سره مینه لري، بلکې په خپله مېرمنه باندې هم مین دی، دا کلیدي ټکی د کورنۍ او اولادونو په وړاندې د پلرونو تر ټولو مهم رول دی، نو پرته له قید و شرطه، له خپلې مېرمنې سره مینه وکړئ، دا مثبت احساس کولای شي، د بل هر کار په پرتله ستاسو د اولادونو په ګټه وي او ژوند ته مو یو بل رنګ ور وبښي .

۲ ـــ له قید و شرط پرته، له خپلو اولادونو سره مینه وکړئ او په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې اولادونه مو پوهېږي، چې ورسره مینه لرئ، له هغوی سره د مینې کولو حس مه پېچلی کوئ . له شرط پرته مینه کول، هېڅکله ستاسو په اولادونو کې د ناسمو چلندونو سبب نه ګرځي . په حقیقت کې هغه ماشومان، چې د خپلو پلرونو تر سیوري لاندې د خوندیتوب احساس کوي، له ځانه ډېر کم هیجاني چلندونه ښکاره کوي .

۳ ـــ وده وکړئ، ښایي فکر وکړئ، چې وده کول یوازې د ماشومانو له پاره دي، خو تېروتنه کوئ، ځکه پلرونه هم باید وده وکړي، په حقیقت کې ماشومان هغه چا ته اړتیا لري، چې د هر څه په اړه فکر کوي، ستونزمن تصمیمونه نیسي او په ژوند کې مسؤولیت منونکی وي . په حقیقت کې هغوی هغه کس غواړي، چې وکولای شي، پرې حساب وکړي .

۴ ـــ د خپلو اولادونو ترڅنګ واوسئ او هغوی ته وخت ورکړئ، د ګټور وخت ځانګړي کول، د ماشومانو له پاره ډېر اړین او ګټور دی، خو د بې ګټې وخت ځانګړي کول به له ځان سره هېڅ مثبت ټکي ونه لري، نو ځان ته دا موکه ورکړئ، چې له خپلو ماشومانو سره وخت تېر کړئ او پوه شئ، چې ټول خلک په یوه اندازه یانې په شپه او ورځ کې ۲۴ ساعتونه وخت لري، خو تر ټولو مهم ټکی د دې وخت له پاره د مناسبو پروګرامونو طرحه کول او اولادونو ته ارزښت ورکول دي .

۵ ـــ خپل اولادونه پوره او بشپړ کړئ، د اولادونو تر ټولو مهمې اړتیاوې، چې باید پوره شي، له یوه باثباته چاپېریال سره د یوه آرامه کور را منځته کول، مینه کول، د مادي اړتیاوو پوره کول او د کورنۍ د غړو ترڅنګ اوسېدل دي .

۶ ـــ د ماشومانو په وړاندې انضباطي چلند وکړئ، ماشومانو تل د مسؤولانه، عادلانه او له مینې ډک نظم او مقرراتو په ارزښت پوهېږي . دا یوه منطقي اړیکه ده . د مشخصو حدودو او بریدونو له ټاکلو پرته د ماشومانو سم بلوغ به ډېر ستونزمن وي .

۷ ـــ زده کړو ته ارزښت ورکړئ، د ماشومانو له پاره یوازې کتاب مه لولئ، بلکې له هغوی سره کتاب ولولئ . هڅه مه کوئ، چې یوازې د هغوی له نمرو څخه خوښي څرګنده کړئ، بلکې کوښښ وکړئ، چې د هغوی درسي ستونزې هوارې کړئ . یوازې د زده کولو په اړه خبرې مه کوئ، بلکې په زده کړه کې له هغوی سره ملتیا وکړئ .

۸ ـــ اولادونه مو د ژوند د تشکیل له پاره چمتو کړئ . د یوه زړه خوږي پلاره یوه له مهمو دندو څخه داده، چې د خپلو اولادونو له پاره د واده کولو او د کورنۍ د تشکیل په موخه د کور پرېښودلو شرایط را منځته کړي .

۹ ـــ خپلو اولادونو ته مسؤولیت منل ور زده کړئ . هغه ماشومان، چې د مسؤولیت منلو د بار لاندې خپلې اوږې تشوي، هرو مرو ماتې خوري . یو مهربان پلار باید ډاډه شي، چې زوی یې پوهېږي، څنګه په خپلو تېروتنو باندې اعتراف وکړي، هغه سمې کړي او مخ پر وړاندې حرکت وکړي .

۱۰ ـــ هغوی ته دا ور زده کړئ، چې له ژوند سره مینه وکړي، تر ټولو غوره څیز، چې د ماشومانو خوښي او خوشالي تضمینوي، د هغوی د والدینو خوشالي ده . که چېرې زده کړو، چې له ژوند سره څنګه مینه وکړو، نو په پایله کې دا ستره ډالۍ به مو خپلو ماشومانو ته هم ور بښلې وي، په نتیجه کې هغوی به په بشپړه توګه له خپل ژوند څخه راضي او خوشاله وي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د