نظــر

امريکا د ماتې په درشل کې

هجرت کاروان

یوه نیمه لسیزه کیږي چې امریکا په افغانستان کې مالي او ځاني مصارف کوي خو نتیجه یې هیڅ ده، همدې بې نتیجې مصارفو ته د نوي امریکایي ولسمشر سودا هم ده، مګر ټرمپ د خپلو ټولو مشاورینو سره د مشورې وروسته هم د امریکا د تاریخ دې اوږدې جګړې ته حل لاره بیا نه موندله.

ټرمپ په لومړیو کې په زغرده وویل چې امریکا نور په افغانستان کې بې ځایه پیسې نشي لګولی، په کار ده چې د مالي مصارفو بوج ورسره تر ډیره د ناټو غړي هیوادونه پورته کړي، همدا راز ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د تلفاتو له راز نه هم پرده پورته کړه او په ډاګه یې هغو خبریالانو ته ښکنځلې وکړي، کوم چې امریکایي تلفات پټوي او نړۍ ترې ناخبره ساتي.

په دې وروستیو کې یو وار بیا ټرمپ ته د افغانستان قضیه ورمخکې شوې ده او په افغانستان کې امریکایي سر لښکر جنرال نیکولسن ترې د عسکرو د رالیګلو او زیاتولو غوښتنه کوي، خو معلومه نه ده چې ټرمپ به خپلو کړیو ژمنو او په امریکا کې د افغان جګړې مخالفت ته په کتلو د جنرال نیکولسن غوښتنې ته څه ځواب ووایي؟ مګر څه چې ښکاره دي هغه دا دي چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې ښه پوره ستړي شوي دي، د دوی بې دریغه مالي او ځاني تلفاتو د جګړې په مقابل لوري کوم منفي تاثیر نه دی کړی او بر عکس ورځ تر بلې په حیرانوونکي ډول طالبان د عروج په پوړیو خیژي، چې د طالبانو وروستیو پرمختګونو نه یواځې دا چې د طالبانو بریا یقینې کړې ده بلکه د ناټو او د ناټو سره د افغان متحدینو مورال یې هم له صفر سره ضرب کړی دی.

دا چې طالبان په چټکۍ سره پرمختګ کوي او په مقابل کې یې لکونه ګډ عسکر او بې شمیره ماډرن اسلحې بې وسه دي، فکر نه کیږي چې جنرال نیکولسن به په څو زره نورو عسکرو دا جګړه وګټي او یا به طالبان پرې وننګوي.

#امریکا ماته شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

واقعا هم همداسی ده خو دا باید له یاده ونه وباسو چی د امریکایانو په ماته کی تر ډیره اهم رول په افغانستان کی اوسنی یوازنی جهادی مقاومت د طالبانو اسلامی امارت ترسره کړی دی چی په اسلامی اصولواو اساساتو یی سودا ونه وکړه او په ټوله اسلامی نړی کښی یی جهاد ته یو نوی روح وبخښه الله دی وکړی چی په همدغه نقش قدم همداسی ثابت پاتی شی او دمزید عمل کولو توفیق یی نصیب شی چی زما ددی مدعا ثبوت په افغانستان کی د صلیبی ائتلاف داوسنی امریکایی مشر جنرال نیکولسن خبری دی چی له بریتانوی ورځپاڼی ټایمز… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x