تخار: یوه محلي پولیس د ځمکې پر سر ۳ تنه وژلي او شپږ یې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د محلي پولیسو یوه قومندان د ولایت په مرکز طالقان کې پر ملکي خلکو ډزي کړې چې له امله یې ۳ تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې د طالقان ښار په «پل قاق» نامي سیمه کې نوموړي وروسته تر هغه ډزي وکړې چې د ولایت مقام څخه را استول شوی یو هیئت دولتي ځمکې پر ولسي وګړو وېشلې.

دوی وايي کله چې د ځمکو وېش کیدی، او خلک سره را ټول شوي وه، نوموړی په خپل رینجر موټر کې د خپلو ساتونکو سره راغی او پر خلکو یې ډزي پیل کړې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

دغه محلي قومندان «سید مقتدر» نومیږي او په اړه یې ګمان کیږي چې له ډېره وخته له دولتي ځمکو څخه استفاده کوي.

تر اوسه د تخار امنیتي چارواکو د پيښي په اړه څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې په طالقان کې د نوموړي کور تر محاصرې لاندي دی.

باید وویل شي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د محلي پولیسو په نامه اربکیان د ولسي وګړو په وژنو، غلاوو او نورو غیر قانوني او غیر شرعي کړنو کې ښکېل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د