
د کال له پيله تر اوسه مسمومو شرابو ۲۰ تنه وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د نوي هجري شمسي د کال له پيله تر اوسه په کابل کې مسمومو شرابو ۲۰ تنه وژلي او ګڼ شمېر یې نور تر روغتونه رسولي دي.
د روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې په وروستیو پنځه ورځو کې د هغو کسانو له جوملې چې د کابل روغتونونو ته د خرابو شرابو د څیښلو له امله را وړل شوي وه، اته تنه یې مړه شوي دي او یو شمېر یې اوس هم بستر دي.
بلخوا یو شمېر خبري سرچینو د ۲۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د طلوع نیوز د خبر سره سم د کابل په یوه روغتون کې یوه ځوان شکایت وکړ چې ولي په پلازمینه کې غیر معیاري شراب پلورل کیږي، نوموړي د چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د غیر معیاري شرابو مخنیوي دي وکړي.
د راپورنو سره سم د شرابو د کاروبار د غیر قانوني کېدو سر بېره په پلازمینه کابل کې په زیاته کچه شراب پلورل کیږي.