هغه کوم صحابي و چې د تابعي په لاس مسلمان شو؟

عبدالرحمن محمود

دغه صحابي قِصه کوي چي کله موږ د ” خندق ” له واقعې څخه را وګرځيدلو د قريشو يو څو مخکښه مشران چي هغوی هم په ډيرو وختو کي زما سره توافق لاره، را جمعه مي کړه أو ورته ومي ويل په الله جل جلاله قسم کوم چي د محمد ” صلی الله عليه وسلم ” ملګرې ورځ په ورځ زیاتيږي، أو ورځ تر بلې ورځې يې غلبه أو دبدبة په ترقي کي ده، زه یوه رايه لرم تاسو څه پکښي واياست؟

هغوی راته وويل چي څه رايه لري؟ ما ورته وويل چي راځئ و نجاشي بادشاه ته پناه ور وړو، که چيري محمد ” صلی الله عليه وسلم ” غالبه شو موږ به هلته د نجاشي سره يو، که چيري مو خپل قوم غالبه شو نو دا خو بيا ډيره ښه ده، هغوی راته وویل چي درسره موافق يو زموږ هم دغه رايه خوښه ده، بيا مو د نجاشي لپاره د هديې په ډول رنګ شوي پوستونه جمعه کړل ځکه چي هغه دغه خوښوله، وبالآخرة د نجاشي بادشاه و دربار ته ورسيدلو أو د هغه د معززو ميلمنو په ميلمستون کي ناست وو أو انتظار مو کاوه چي د نجاشي د ملاقات و ځای ته ورسو چي عمروابن أمية الضمري مجلس ته را داخل شو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د جعفر أو د هغه د ملګرو په هکله و نجاشي ته را ليږلی وو، کله چي هغه ووت ما و خپلو ملګرو ته وویل که زه د نجاشي سره یو ځای شوم حتما به مطالبه ورڅخه کوم چي عمروابن امية الضمري زما په لاس راکړي أو زه به يې قتل کړم چي په دي سره به د مکې قريش خوشحاله سي چي د محمد ” صلی الله عليه وسلم ” قاصد أو سفير يې و واژه، کله چي د نجاشي و ملاقات ته ورغلم أول خو مي سجده ورته وکړه لکه مخکې چي مي ورته کوله، نجاشي هم ښه استقبال راته وکړ أو بيا يې راته وويل چي کومه هديه دي راته راوړې ده که يا؟ ما ورته هغه رنګ شوې پوستونه را واخيستل، دده هم ډير خوښ شوه أو ډيره خوشحالې يې و ښوده، ما ورته وويل أی بادشاه دغه شخص چي ستا له ملاقاته أوس را ووت دا زموږ د دښمن قاصد أو سفير دی دا زما په لاس راکه چي مړ یې کم، دا خبره چي نجاشي واوريدله ډير سخت په غصه شو أو په خپل لاس خپله پوزه په سخت ځور سره ووهله حتیٰ ما دا فکر وکړ چي پوزه يې ماته شوه، أو دا تمنیٰ مي وکړه چي کاش په مځکه ژوندی ننوتلی وای خو دا خبره مي نوای کړي، أو بيا مي ورته وويل چي أی بادشاه که زه پوهيدای چي ته دومره غصه کيږي ما دا خبره نه درته کوله، نجاشي راته وويل ته زما څخه دداسي شخص سفير د وژلو لپاره غواړې چي و هغه ته هغه ناموس ” جبرئيل ” راځې کوم چي و موسیٰ علیه السلام ته راتلی؟ ما ورته وويل أيا واقعا دغسي ده؟ ده راته وويل چي سپیره شي زما خبره ومنه ددغه سړي متابعت وکه، په والله بالله چي دغه سړی پر حق دی أو ژر ده چي پر خپلو ټولو دښمنانو به داسي غالبه شي لکه موسی چي پر فرعون غالبه شو، ما ورته وويل چي ته کولای شي د هغه لپاره زما څخه بيعت واخلې؟ ده راته وويل چي هو، بيا يې خپل لاس را و غځاوه أو ما پر اسلام بيعت ورسره وکړ، کله چي و خپلو ملګرو ته را ووتم حال مي تغير شوی وو خو خپل اسلام مي له هغوی څخه پټ وساته.

بيا هغه وو چي د مکې د فتحي د مخه زه أو خالدابن الوليد سره يو ځای شو أو مدينې منوري ته ولاړو أو هلته د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کي حاضر شو أو د هغه سره مو لاس په لاس بيعت وکړ.

پوهيږئ چي دا صحابي څوک وو؟ دا صحابي فاتح مصر عمروابن العاص رضي الله عنه وو. أو تابعي هغه نجاشي بادشاه وو، ځکه چي د هغه ملاقات د جناب أکرم صلی الله عليه وسلم سره نوو شوی.

المأخذ: سيرة ابن هشام

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د