
دیپلوماتیکه اکراه – عبد الرحیم (ثاقب)
تیره ورځ د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني په واشنګټن کې خبریالانوته وویل چې له افغانستان سره د امریکايي مرستو د دوام لپاره تر هرڅه له مخه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکول اړین دي .
نو موړي د سپینې ماڼۍ د ویاند په توګه له کرزي وغوښتل چې ژرترژره دي امنیتي تړون لاسلیک کړي ، د امنیتي تړون د نه لاسلیکولو په صورت کې سپینه ماڼۍ مجبوره ده چې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي .
جي کارني دا هم ویلي چې هغوئ نشي کولای د کال تر پایه او یاهم د انتخاباتو په ترڅ کې دراتلونکي افغان حکومت تر جوړیدو انتظار وکړي ؛ ځکه هغوئ له تیره یوه کال راهیسې د امنیتي تړون په اړه د حامد کرزي له حکومت سره مذاکرت کړي ،لويې جرګې هم دغه حکومت ته د ژرلاسلیکولو مشوره ورکړې، نو باید هغوئ هم بي له هیڅ ځنډه دا تړون لاسلیک کړي.
ښايي د بین الدولي معاهداتو او تړونونو په تاریخ کې دا لومړی تړون وي چې د یوه متعاهد ( تړون کوونکي هیواد) له خوادي په بل متعاهد هیواد باندې په جبرې او الزامي توګه د تړون لاسلیکول تحمیل شي.
معمولا بین الدولي تعاهدات د متعاهدینو یا طرفینو په خوښه تر سره کیږي ، هرطرف د تړون اومعاهدې لپاره خپل مصالح او شرائط په نظر کې نیسي او د طرفینو لخوا د هغو له رعایت او په پام کې نیولو وروسته د طرفینو په رضایت او خوښه تړون لاسلیک کیږي ، حتی په ځینو حالاتوکې خو د متعاهدینو ترمنځ د تړون لاسلیکولو په مهال بین المللي ناظرین هم وجود لري او دهغوئ د تضمین په صورت کې دلاسلیکولو مراسم ترسره کیږي .
خو په افغانستان کې امریکایان له یوې خوا د کابل حکومت یو خپلواک او مستقل حکومت بولي او له بلې خوا بیا د تړون په لاسلیکولوکې له هغوئ څخه د خود ارادیت او خپلواکي ټول حق سلبوي او له بیلابیلو لارو څخه په هغوئ باندې دفشار په واردولو سره هغه مجبوروي چې له دوئ سره تړون لاسلیک کړي .
کرزی د خپل مجبوریت له امله هیڅ کله نه غواړي اویانشي کولای له امریکایانو سره د دغه تحمیلي تړون له لاسلیکولوڅخه انکار وکړي ، یواځې له هغوئ څخه داغواړي چې اقلا د دغه دوه اړخیز تړون په لاسلیکولوکې دې د ده شرطونه هم ومني ، خو مغرور امریکایان پرته له دې چې دکرزي غوښنتې ته مثبت ځواب ووايي او یا د هغه شرائط ورسره ومني په جبري توګه له هغه څخه د امنیتي تړون د ژر ترژره لاسلیکولو غوښتنه کوي ، .
د امریکایانو د غه تحمیل او خپل سري د دې ښکاره دلیل دی چې هغوئ په هیڅ صورت دیته نه دي تیار چې په افغانستان کې له خپلو خپل سریو څخه لاس واخلي .
امریکایان د نړۍ د مغرور او متکبر قوم په حیث په ټولو قضایاوو کې یواځې په خپله خبره ټینګ وي ، خو افغانان بیا هغه څوک نه دي چې د مغرورو غرور دي وزغملی شي ، چا چې تراوسه هم غرورورباندې کړی هغه بیا په روغه نه دی تري تللی .
لیکوال: عبد الرحیم ثاقب، کالم: اسمانه ګړنګه وهه راپریوزه، نن ټکی آسیا