افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: «اسلام بدنامونکې» به د امریکا له عدالته خلاص نه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د قاري یاسین په نامه د القاعدې د ډلې د یوه کس د وژل کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه تایید کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د القاعده تروریستي ډلې یو مشهوره څېره قاري یاسین د بې پلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. او زیاته شوې چې برید د روانې میلادي میاشتي پر ۱۹مه په پکتیکا ولایت کې تر سره شو.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماټیس په نامه په خبرپاڼه کې ویل شوي، هر هغه «تروریست چې د اسلام د بدنامۍ» سبب ګرځي او بې وزله خلک په نښه کوي، هغوی به د عدالت څخه خوندي نه وي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې قاري یاسین هغه څوک دی چې د پاکستان په اسلام اباد کې د میرټ هوټل باندي برید پلان کړی وو ، دوه امریکایان یې وژلي وه او همداسي يې په لاهور ښار کې د سریلانکا د ملي لوبغاړو پر بس باندي د وسلوال برید پلان ترتیب کړی وو.

ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارو هم د نوموړي د وژل کېدو خبرونه تایید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

د امریکا د دفاع وزیر چه په لیونی سپی شهرت لری د مسلمانانو د پاره د زیری او خوشالیو حیرانوونکی شعار وړاندی کوی وایی هماغه داعشیان چه دوی د اسلام او اسلامی نظام د بدنامولو د پاره پری سرمایه ګذاری کړی اوس وایی : [ د اسلام بدناموونکی د امریکا له عدالت نه شی بچی کیدلی !!!!!!!!!!!!!!!!!!! ] څومره ښه مونږ له لیونی سپی ډاریدلو چه مونږ به داړی او نه یواځی داړل بلکه له هغه وروسته به یی د لیونتوب وایروس زمونږ په وینه کی سرایت کوی او مونږ به هم د ده په شان لیونی کیږو ، مګر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x