افغانستان

په نیمروز کې سیلابونو کلي وړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د نیمروز په چخانصور ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله یو شمېر کلی او زراعتي ځمکې له منځه تللي دي.

د نیمروز چارواکي وايي چې تېره شپه د اورښت او سیلابونو له امله د افغانها په نامه کلی په بشپړه توګه له منځه تللی او پنځوس نور کلي زیانمن شوي دي.

د سیمي څخه محلي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د زیانمن شویو کلیو څخه خلک د پناه اخیستلو په موخه وتلي او د ولایتي مرکز تر منځ غځېدلي ټولې لارې یې پر مخ تړل شوي دي.

د پژواک خبري اژانس د خبر سره سم د محمد جمعه په نامه یوه اوسیدونکې ویلي: «زه یوازي په دې وتوانېدلم چې له کوره خپل ماشومان راوباسم، نور مي هر څه سیلابونو یو وړل او کور می ونړېد».

د سیمي خلک وايي چې تر اوسه ددوی سره هیڅ مرسته نه ده شوې خو د ولایتي چارواکو په وینا هلته یو پلاوی لېږل شوی تر څو د رسیدلي زیان کچه مالومه کړي او د زیانمنو خلکو ته د مرستو پر رسولو غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x