افغانستان

د کابل اوسیدونکې: پورته شوي نرخونه به کله کښته کیږي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): که څه هم د پاکستان سره د تورخم او سپین بولدک لاره تجارتي لاره خلاصه شوې او یو ځل بیا هیواد ته د پاکستان له لاري خوراکي توکې او د ورځنیو ضروري شیانو تجارت پيل شوی خو د کابل اوسیدونکې اوس هم د لوړو نرخونو څخه سر ټکوي او پر حکومت غږ کوي چې نرخونه دي کنټرول کړي.

باید وویل شي چې د تورخم او سپین بولدک له لاره د پاکستان له لوري د یوې میاشتي لپاره تړل شوې وه چې له امله یې د هغو خوراکي توکو قیمتونه اسمان ته وختل چې د پاکستان څخه هیواد ته واردېدل، خو اوس چې لارې خلاص شوي او هیواد ته د پاکستاني مالونو موټر داخل شوي، بیا هم نرخونه پر زاړه حال ولاړ دي.

د کابل اوسیدونکې شکایت کوي چې په یوه او بله بهانه د خوراکي او اړوندو شیانو نرخونه په چټکۍ سره لوړ خیژې خو د حالاتو د سمېدو سره بیرته هغه نرخونه یا پر خپل ځای ولاړ وي او یا ډېر په کراره کښته کیږي.

د افغانستان د اتاق تجارت چارواکو ویلي چې تر اوسه کابل ته د پاکستان محصولات نه دي رسیدلي ځکه نرخونه پورته دي، کله چې د خوراکي توکو څخه ډک موټر کابل ته ورسیږي، نرخونه به را کښته شي.

بل خوا د تجارت وزارت ادعا کړې چې د خوراکي توکو قیمتونه کښته شوي او هیڅ ستونزه نشته.

او زیاتوي چې دوی د بازارونه نرخونه کنټرولوي او پورته شوي نرخونه یې بیرته را کښته کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x