دیني، سیرت او تاریخ

دینی مرغلری – دری قسمه اخلاق

په اسمانی قانون کی دری قسمه اخلاق شریعه ذکر شوي دي

۱ خلق الحسن

۲ خلق الکریم

۳ خلق العظیم

۱ خلق الحسن: دا هغه اخلاق دي چه الله پاک د موسی علیه السلام د قوم په برخه کړي وو. چه عدالت پکی چلند درلود، په دی اخلاقو کی معافی معافی نه وه،

بلکه معافی هم ګناه ګڼل کیده او مجرم ته باید سزا ورکړل شوی وای، خو په عدل او انصاف سره، العین للعین، که چا یوه څپیړه وهلی وی نو باید صرف یوه څپیړه یی ووهه. او که چا نیکی درسره وکړه ضرور نیکی ورسره وکړه.

۲ خلق الکریم: دا هغه اخلاق دی چه الله پاک د عیسی علیه السلام د قوم په برخه کړي وو. په دی اخلاقو کی بدل اخیستل هیڅ اجازت ورته نه وو. هر جرم معاف کیدل وو او الله ته سپارل وو. هر څه کوه بس معاف می کړی او بس الله دی سزا درکړي.

۳ خلق العظیم: دا هغه اخلاق دي چه الله پاک د محمد صلی الله علیه وسلم د امت په برخه کړي دي. الله پاک په خپل کتاب کی پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته څو کرته ویلی چه بیشکه ته د خلق العظیم خاوند یی. په دی اخلاقو کی معاف کول هم شته اوسزا بدله اخیستل هم شته او د معاف کولو نه وروسته احسان ښیګڼه کول هم شته چه ورسره وکړی.

مونږ څومره خوشبخته یو چه د محمد صلی الله علیه وسلم امتیان یو چه الله پاک عظیم اخلاق ورته ورپه برخه کړي دي او مونږ د محمد صلی الله علیه وسلم د اخلاقو پیروان یو.

انجنیر سید احمد شاه سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x