نړۍ

د امریکا په نڅا کلب کې ډزو ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د امریکا د اوهایو په ایالت کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی، ۱۴ نور ټپيان دي.

پېښه د اوهایو په غټ ښار سینسیناتي (Cincinnati) کې را منځته شوې او د دغه ښار پولیس وايي د شپې پر یوه بجه په نڅا کلب کې د ډزو له امله یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

پولیسو د پيښې په اړه د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د ځايي رسنیو په قول په ټپيانو کې د یو شمېر کسانو ژوند هم په خطر کې دی.

باید وویل شي چې په امریکا کې د ډزو او مافیا له لوري هره میاشت په لسګونو کسان وژل کیږي خو یوازي هغه خبرونه یې رسنیو ته لاره مومي چې په کومه پېښه کې مسلمان تورن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x