ایران پر پنځلسو امریکايي شرکتونو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د ایران رسمي خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه هیواد د امریکا پر ۱۵ شرکتونو بندیز لګولی.

د اژانس په قول د ایران وزیر خارجه ویلي چې دغه شرکتونه د حقوق بشر پر ضد خلاف ورزیو او د اسرائیل سره د اړیکو په تور د ایران له لوري د اقتصادي بندیزونو سره مخ شوي دي.

په هغو شرکتونو کې چې د ایران له لوري بندیز باندې لګېدلی، ځیني د وسلو جوړونکې شرکتونه هم دي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې د ایران په بندیز به دغه شرکتونه څه تاوان وویني، ځکه چې لا مالومه نه ده چې دغه شرکتونه د ایراني اتباعو او هیواد سره څه معاملې لري او کنه.

د خبري اژانس د خبر سره سم د یادو شرکتونو ټول املاک به د دولت له لوري ضبطیږي او هغه ایراني اتباع به د قانوني چلند سره مخ کیږي چې د یادو شرکتونو سره تعامل کوي.

دا په داسي حال کې چې دوه ورځي تر مخه امریکا پر ۳۰ شرکتونو او افرادو تازه بندیزونو ولګول پر کومو چې تور وو، ایران، شمالي کوریا او سوریه هیواد ته د میزایل جوړولو ټیکنالوژي او حساس مواد انتقالوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ایران ( شیعه وو د مشرانو ) په دوه مخیو ځانونه می خطابسی ، او مه دامریکا په هغه او دغه بندیزونو ، لاپو او مصنوعی دشمنیو تیروځی . لکه اسراییل چه امریکانو زیږولی ، کاروی یی هر آړخیز ملاتړ یی کوی ایران ( شیعیان ) یهودانو زیږولی ، او د اسلامی امت په مقابل کی یی کاروی چه ټول اسلام ، مسلمانان او په مجموع کی اسلامی نظام پری بدنام او له منځه یوسی . ښه مثالونه یی : کله چه خمینی په عراق کی وو هغه وخت صدام هم دامریکایانو او هم د روسانو نانځکه وه ،… نور لوستل »