
د ولایتي شورا غړي: د سرپل ولایت د سقوط اندېښنه ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): د سرپل ولایت د شورا غړي وايي چې د دغه ولایت تر شپیته فیصده زیاته ځمکه د طالبانو په ولکه کې ده، که چیري چټک تدابیر ونه نیول شوي، ولایت به د طالبانو پر لاس سقوط وکړي.
بل خوا د ولایت امنیتي چارواکو د شورا د غړو اندېښنې بې ځایه بللي دي او ویلي چې طالبان نه شي کولای، ولایت ته سقوط ورکړي.
خو زیاتوي چې طالبان اوس مهال د ولایت په څلورو مهمو سیمو کې واکمن دي، چې په هغو کې د ولایت په مرکز لغمان کلي کې، د صیاد ولسوالۍ، کوهستانات ولسوالي او کته قلعه ولسوالۍ کې واکمن دي او هلته خپل تمریناتي پوځي مرکزونه لري.
د اریانا نیوز د خبر سره سم د سرپل ولایت ولایتي چارواکو ورته ویلي چې د ولایت د سقوط وېره ده ځکه چې طالبان د مرکز څخه په څلور کیلومترۍ کې ازادانه تګ او راتګ کوي.