نظــر

د G8 ګروپ لنډه پیژندنه

پیلیزه:
        د آتو هېوادونو ډله (G8) The group of eight countries یعنې د پیاوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه په نوموړي ګروپ کې فرانسه، جرمني، ایټالیا، برتانیه، جاپان، د امریکا متحده ایالتونه، کاناډا او روسیه هېوادونه شامل دي.

کله چې نوموړی ګروپ ۱۹۷۵ زیږدیز کال کې را منځ ته شو د G6 ګروپ په نامه یادیده، او فرانسې، غربي جرمني، برتانیې، امریکا، جاپان او ایټالیا چې ټول یې غیر کمونستي هېوادونه دي؛ پکې غړیتوب درلود، بیا وروسته کاناډا په ۱۹۷۶ او روسیه په ۱۹۹۸ کې په نوموړي ګروپ کې د عضویت کارت تر لاسه کړ، اروپايي اتحادیه ېې هم غړیتوب لري خو تر اوسه پورې نمبر ندی ورکړل شوي. د نوموړي ګروپ د رامنځ ته کېدو لامل د اقتصادي تورم او د ۱۹۷۰ زیږدیز کال د تیلو بحران ؤ.

نوموړی ګروپ یا سازمان هر کال په  اقتصادي پیاوړتیا، اقتصادي بحران، انرژي او نړیوال امنیت باندې ناسته کوي، په یاده ناسته کې د نوموړو هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران، د مالیې او بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي. کله هم، چې د نوموړو هېوادونو د مالېې وزیران او د مرکزي بانک رئیسان د نړیوال اقتصاد په اړه ناسته کوي نو دلته بیا G7 ګروپ یعنې د روسېې څخه پرته نور ټول اوه هیوادونه پکې ګډون کوي. د عضویت لپاره همدومره بسنه کوي، چې هېواد دېموکرات او په لوړه کچه اقتصادي پیاوړتیا ولري. د نوموړو هېوادونو GDP یا کلني ملي عاید د ټولې نړۍ ۵۰ سلیزه برخه جوړوي.

روس او G8:

روس رسماً په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې په یاد ګروپ کې غړیتوب تر لاسه کړ.که څه هم، روس یو کمونستي هېواد دي او د دغه ګروپ پالیسي همدا وه، چې باید هېوادونه غیر کمونستي وي خو د روس د دېموکراسۍ په طرف ګام او د روس د هیواد د پالیسو څارنه د G7 هېوادونو لخوا، روس ته زمینه برابره کړه، څو په یاد ګروپ کې ځان شامل کړي. که څه هم روس آزاد اقتصاد او د غرب په شان دېموکراسي نلري، ولې بیا هم د دغه ګروپ هېوادونه هیله مند دي، چې روس به په دغه غړیتوب سره د دېموکراسۍ په لور چټک ګامونه پورته او آزاد بازار ته اوږه ورکړي.
 روس په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د دغه ګروپ د ناستې کوربه ؤ، سربېره پر دې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې هم د نوموړي ګروپ د کوربه توب لپاره ټټر وواهه او زیاته یې کړه چې دغه کنفرانس به د سوچې په منطقه کې تر سره کیږي چې د جزیرې شکل لري او د ۲۰۱۴ کال المپیک لوبې به هم دهلته تر سره کیږي.

د G8 هېوادونو ارزښت:

نن سبا په نړیواله دېپلوماسي کې دا یو اصل دي چې هغه مهال چې هېوادونه یو سازمان جوړوي نو سازمان باید د ځانګړي اهمیت درلودونکی او د مشخصو موخو لپاره رامنځ ته کوي نو له همدې امله د G8 ګروپ سازمان هم په نړۍ کې د ځانګړي اهمیت لرونکی دي.
دغه سازمان د غرب لپاره د  لارښود Steering group for the west.  بڼه غوره کړې او د هېوادونو تر منځ د اختلاف ټکي هواروي.
همدارنګه په اړوندو هېوادونو کې د د مالي بحران مخنیوي بېلګه ېې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې لیدل کیږي.

په G8 نیوکې:

لومړۍ نیوکه خو ېې په روسېې هېواد ده، څرنګه چې یادونه وشوه چې د ګروپ ټول هېوادونه به غیرکمونستي وي، هماغه ؤ چې نوموړی ګروپ د خلکو د پراخو لاریونونو سره مخ شو.

دوهمه نیوکه: یادو هیوادونو باندې دا هم نیوکه ده، چې دوۍ د دریمې نړۍ هیوادونو یعنې  Third world Debtد مسایلو په حل کولو، د نړۍ د چاپیریال په ګرموالي یعنې Global warming او په نورو  نړیوالو صحي مسایلو کې پاتې را غلی.

بله نیوکه په دې ګروپ دا ده، چې عړیتوب ېې ډیر محدود دی. یعنې د نړۍ دوه مخکښ هیوادونه چین او هند په یاد ګروپ کې شتون نلري نو له دې امله هم ډیره ګوته ورته نیول کیږي.

د G8 پراخوالی:

په یاد ګروپ کې د دوه لویو مارکیټ غوړیدونکو هېوادونو( چین او هند) نه شتون G8 گروپ ته یو څه ستونزې او خلاء رامنځ ته کړې ده.

په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د برتانیې لومړي وزیر ټوني بلیر پنځو پر مختللو اقتصادي هېوادونو یعنې هند، مکسیکو، برازیل، چین او جنوبي افریقا ته بلنه ورکړه څو په نوموړی ګروپ کې شامل شي، البته یو څه وخت ورسره همغږي وه یعنې G8+5 هېوادونو ګروپ وه خو دومره زیات وخت ېې دوام ونکړ. که G8 وغواړي څو په نړیوال اقتصاد باندې یو انحصاري څادر هوار کړي نو پاسنیو پنځو هېوادونو ته مبرمه اړتیا لري.

څېړندوی: محمد عالم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hewad Shagiwall

nice page

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x