ورزش

کرکیټ: پاکستان ویسټ انډیز ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۶ل): نن د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د څلورو شل اوریزو لوبو څخه لومړۍ لوبه تر سره شوه چې د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.

لوبه د ویسټ انډیز په برابادوس ښار کې د کنګسن اوال په میدان کې نن د یکشنبې په ورځ تر سره شوه.

د لوبې پچه د پاکستان کپتان سرفراز وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ویسټ انډیز لومړی لوبغاړی په دریم اور کې د احمد شهزاد له لوري په رن اوټ وسوځېد. دوهم لوبغاړی سامویل وو چې د عماد وسیم په بال ال بي ډبلیو وسوځېد او بیا د شاداب خان په نامه نوي لوبغاړي دوه وکټه په یوه اور کې واخیسته او په دې توګه د ویسټ انډیز لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

د لوبې د شل اورونو د پوره کېدو سره سم شاداب خان ۳، عماد وسیم، حسن علي، سهیل تنویر او وهاب ریاض یو یو لوبغاړي سوځولي وو او ویسټ انډیز ۱۱۱ منډې جوړي کړې وې.

تر ټولو ډیرې منډې د ویسټ انډیز کپتان کارلوس برات وېټ جوړي کړې چاچي په ۲۷ بالونو د دوه څلوریزو او دوه شپږیږو په وهلو سره ۳۴ منډې پوره کړې.

د پاکستان لوبډلې د اسان هدف په تر لاسه کولو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکړه او د اتلسم اور پر اول بال یې هدف تر لاسه کړ.

تر ټولو ډیرې منډې شعیب ملک وکړې، نوموړي ناسوځېدلي ۳۸ منډې جوړي کړې، بیا بابر اعظم ۲۹، کامران اکمل ۲۲، احمد شهزاد ۱۳ او محمد حفیظ په ۵ منډو باندې وسوځېدل.

کپتان سرفراز ۴ منډې ناسوځېدلی پاته شو.

د ویسټ انډیز له لوري جیسون هولډر دوه، کپتان برات وېټ او بدري یو یو لوبغاړی وسوځوی.

د لوبې په پای کې شاداب خان غوره لوبغاړی ونومول شو، چاچي په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې ۳ وکټې واخیستې او یوازي ۷ منډې یې په څلورو اورونو کې جوړي شوې چې په نړیوال کرکیټ کې ریکارډ هم وبلل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x