
سرنوشت: پر ډیورنډ کرښه د اغزن تارونو لګول د پټې معاملې یوه برخه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): د کابل څخه خپرېدونکې ورځپاڼي سرنوشت په خپل تازه ګڼه کې ویلي چې په برتانیه کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز تر منځ په غونډه کې د ډیورنډ پر کرښې معامله شوې او د ولس څخه پټه ساتل شوې ده.
باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه په رسمي ډول د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو پروژه افتتاح کړه او وې ویل چې په لندن کې د افغانستان د حکومت سره په دې اړه سلا شوې او د هغوی په خوښه دا چاره تر سره کیږي.
د راپورونو سره سم دغه اغزن تار به په لومړي پړاو کې په باجوړ او مومند ایجنسي کې غځول کیږي او بیا به نورو سیمو ته غځیږي.
د ورځپاڼي په وینا دا لومړی ځل نه دی چې د ګډحکومت سره په سلا مشوره پاکستان پر ډیورنډ کرښه ښکاره مداخلې کوي بلکې ددې تر مخه یې «د کرښې په اوږدو کې تازه تاسیسات جوړ کړل او د وروستیو راپورونو له مخې ښايي لسګونه نور تاسیسات هم جوړ کړي.
د دې ترڅنګ یې په لومړي ځل د کرښې دواړه پرتو ولسونو د تګ راتګ لپاره ویزه جبري کړه او په تازه اقدام کې یې قبایلي سیمې هم له خیبر پښتونخواه سره وتړلې».
او زیاتوي: «خو د ملي یووالي حکومت تر اوسه په دې اړه چوپه خوله دی.
کتونکي وايي چې له پاکستان سره د ملي یووالي حکومت پټه ډیپلوماسي د دې لامل شوې چې زیاتره مسایل له خلکو پټ وساتل شي.
د کتونکو په باور د اغزن تار غځول ښايي د همدغو پټو معاملو برخه وي چې پرېکړه یې د لندن په وروستۍ غونډه کې شوې ده.»
د ورځپاڼي په وینا په ۲۰۰۵ کې حامد کرزي د پاکستان د ورته اقدام مخالفت کړی وو او د ډیورنډ پر کرښه یې د کندو ایستلو او اغزن تار غځولو سره مخالفت ښودلی وو، په داسي حال کې چې هغه وخت هم د برتانیا هیواد ددې پروژې مصارف منلي وه.
د کتونکو په باور د پاکستان او افغانستان حکومت تر منځ وروستی لفظي شخړي او رسنیزي اعلامیې یوازي نمایشي دي خو د پردې تر شا دواړه حکومتونه د امریکا او برتانیا په ګډه او سلا مشورې ټوله اجراءات کوي او تر منځ سیاسي، استخباراتي او پوځي اړیکي او تړونونه پټ ساتي.
هغه وخت چه په لندن کی دافغانستان اوپاکستان دروابتوپرښه کولو برتانیاددواړوملکو نماینده ګان غوښتی وو مالیکلی ووچه دپاکستان ټول پلانونه په لندن کی جوړیږی اوبیاپه پاکستان کی عملی کیږی اولیکلی مو وودادۍ تاسوته به معلومه سی دغسی وسول کنه اودامولیکلی وو چه دااوس هم دانګریزانو ملک دۍ دهندستان اوافغانستان له دوو ټوټو جوړسوۍ ملک دی انګریزان یی ساتی اورنګارنګ پلانونه ور ته جوړوی خودوی باید پدی پوه سی چه دافغانستان موجوده حکومت دافغانانونماینده ندۍ اونه یی امضاءوی داعتباروړدۍ انشاءالله داتارونه اوکندی به دافغانستان ترجوړیدووروسته ټولی دمنځه ولاړی سی اویوغښتلۍ اولوی افغانستان به جوړسی داحمدشاه باباروح به په قبرکی خوشحاله سی… نور لوستل »