fbpx

ولې طالبان دومره غښتلي شول؟

محمد امین بسمل

که څه هم زما د سرلیک ځواب ساده او تاسې درانه لوستونکي هم ښه پرې پوهېږئ خو په یو څو کرښو کې به یې لږ څه وضاحت وکړم:

ـ طالبان افغانان دي او پخپل افغانیت ویاړي.

ـ زموږ اتل افغان نیکونه یو داسې ویاړلی او ګټلی تاریخ لري، چې افغان طالبانو یې دا لړۍ نوره هم پسې داسې تاریخي او ځلانده کړه، چې که زموږ نیکونو په یو وخت د یو دوو یا دریو غلیمانو په وړاندې تورې پړکولې خو طالبان په یو وخت کې د نږدې پنځوسو غلیمانو په وړاندې سخت وجنګېدل او لاجنګیږي.

ـ د طالبانو اسلامي امارت چې په اسلامي نړۍ او حتی د نړۍ په تاریخ کې بې مثاله و د امریکا لخوا په خورا وحشیانه او ظالمانه ډول وپرځول شو.

ـ د قدرت په ګدۍ ناست طالبان د مسعود، قسیم فهیم، رشید دوستم، عطامحمد نور، غبرګ عبدالله، نورو پنجشېریانو اوشمال ټلوالې په ډول دعیش او نوش په فکر کې نه وو او نه د بلډنګونو شوقیان وو.

ـ د امریکايي ظالمانه یرغل له وجې دهیواد په شمال کې له طالب اسیرانو سره سختې ناخوالې وشوې، په کانتینرونو کې مرمي باران او د مزار شریف په زندان کې هم بمبارد او هم اوبه پسې خوشې شوې دا هغه څه دي، چې انساني ضمیر ورته ګوته په غاښ پاته دی.

ـ طالبان په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ور پاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ور روان او تر شایې د خپلو شهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.

ـ پروېز مشرف پنجابي نه یوازې په افغانستان کې امریکایي یرغل ته زمینه سازي وکړه، بلکې اکثره په هیواد مین طالبان یې یا پخپله زنداني یا خو یې د امریکا په لاس ورکړل ځکه خو اوس په افغان سپېڅلې خاوره د پاکستاني راکټونو په اورولو، دپښتنو په سپکولو، د اغزن سیم په غځولو او نورو بې شرمیو امریکا نه یوازې پټه خوله ده، بلکې شین څراغ یې هم ورکړی او که داسې نه وي نو بیا هغه د ګوډ پرچمي اتمر ستراتیژیک تړون د څه لپاره و؟

ـ څه چې طالب مظلوم لرل هغه یې خپل ایمان پاک وجدان او هغه شډل پډل کردار و، چې زموږ له اصیل اولس سره یې اړخ لګاوه له همدې کبله یې نننۍ بریاوې په برخه شوې.

ـ طالبانو ته مادیات او دا فاني نړۍ بې ارزښته وه او ده.

اوس نو د پورتنیو کرښو له مخې وېلی شو، چې طالبان د سختو جګړو لپاره وطني او عقیدوي انګېزه لري ځکه خو په خورا تنګ لاسي کې دهیواد له نیمايي څخه لا په زیاته برخه حاکم شول بیا هم تکراروم دا هغه طالبان کوم، چې په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ورپاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ور روان اوترشا یې د خپلو شهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.

دمګړۍ چې زه فکر کوم زماله نظره خو دا امریکايي جنرالان مطلق لیونیان دي، دوی په داسې حال کې د پنځو شپږو زرو تازه دمو سرتېرو غوښتنه کوي، چې هغه له سلو زرو څخه زیاتو سرتېرو یې د طالب د برېت یو وېښته هم ورڅخه ونه ایست نو دا پنځه زره به یې کومه توره وکړي؟

نتېجه:

ننني طالبان هغه پروني خالي لاسي طالبان نه دي، ننني طالبان د خپلې قوي انګېزې تر څنګ نه یوازې قوي وسلې په لاس کې لري، بلکې نړیوال برم او رسمیت یې هم په برخه شوی چې دا له معنوي لحاظه د طالبانو د بریالیتوب زېری له ځان سره لري.

طالبان نن ورځ په دومره لوړ موقف کې دي، چې د تېر وخت له ابرقدرت (روسې)څخه ځان کم نه بولي ځکه خو د سولې خبرې یوازې له امریکا سره په مخامخ ډول غواړي نه د امریکا له مزدورانو سره.

دلیل یې دا دی چې د جګړې اصلي اړخ امریکا ده نه د امریکا لاسپوڅي که څوک یې نه مني نو امریکا دې یوه اونۍ بمبارد نه کوي بیا یې وګورئ چې غني په کومه سوړه او غبرګ عبدالله یې په کومه سوړه کې رېږدي.

زما هیله:

ما په تېره لیکنه کې له ارګ والو څخه هیله کړې وه، چې بهتره به وي د یوو افغاني نوښت له مخې ټول پوځي او ملکي تاسیسات طالبانو ته ور پرېږدي تر څو دا پردۍ جګړه ختمه او د جګړې راوړونکي ځای په ځای شل او شوټ شي البته دا څه ستونځمن کار هم نه دی که یاد مو وي د نظار شورا او کارملیانو د کودتا په ترځ کې ډاکتر نجیب الله په داسې ډول وپرځول شو، چې پرچمیانو خپلې ساحې نظاریانو ته تسلیم او خلقیانو خپلې ساحې لکه د کورنیو چارو وزارت حکمتیار ته تسلیم کړل.

اوس خو ستاسو ارګوالو په وړاندې تنظیمي ډلې ټپلې هم نشته یوازې طالب مقاومت دی، چې ورسره سازش په کار دی نو ځکه خو نن یو ځل بیا خپله هیله تکراروم او باور لرم، چې طالبان د قدرت شوقیان نه دي هغوی به په عادلانه ډول تاسو له ځان سره شریک او په ګډه به دا وران افغانستان ته نجات ورکړئ او که نه نو په والله که نه تاسې ارام خوب وکړئ او نه به دا مظلوم اولس ارامه شپه ولري بس د خدای په لحاظ ټولو خواوو ته لمن غوړوم، چې پخپلو کې په پټ ډول سره جوړ راشئ تر څو زموږ ټول غلیمان ځای په ځای زره ترکي شي.

ومن الله توفیق

دلاندني لینک په ټک وهلو سره زما مخکینۍ لیکنه لوستلی شئ:

https://www.nunn.asia/93899/

د ملي یووالي او ګران افغانستان د خپلواکي په هیله

avatar
7 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

کامیابی اوناکامی دالله له جانبه ده دالله ناراضی په هیڅ صورت کامیابی نسی کیدای زماپیاددی ملامحمدعمر مجاهد منافقینوته په حکومت کی ددوی دتوبی په کښلوموقع ورکړی وه عبدالغفور ملحد دمکتبودکومک پرنامه په جرمنی کی دحکومت څخه پیسی ټولولی حالداچه که موږقرآن وه وایومسلمان چه کافرسی اوبیاپه کفرکی زیات سی لکه خلکیان اوپرچمیان چه قتلونه یی وکړل دهغوتوبه نه قبلیږی اودهغوسره لکه ګلبدین صلح کول ناروادی الله ناراضه کیږی ،بایدخمینی غوندی له ملحدینوسره صلح ونه سی اووضفل سی ګورۍ دایران حکومت څنګه ترانقلاب وروسته آرام اوثابت قدمه دۍ – دافغانستان اسلامی انقلاب په لوی لاس مه ناکاموۍ – دقرآنه ناخبره یاست… نور لوستل »

تسنیم
میلمه
تسنیم

اځګزی صاب، اسلام علیکم، هیله ده چه جوړ به یاست! زما په کمزوری برداشت د بسمل صاب په لیکنه که کوم داسی تنازل نشته چه سړی ده ووایی چه دا نو شه نقطه نده، د قدرت شریکول چه هلته محوری برخه د دانقلابیونو سره وی کومه د ضعف خبره نده، او دا یو مصلحت هم دی، ځکه چه د یوه حدیث مفهوم داسی دی ( چه د تدبیر برابر هیځ عقلمندی نشته ) که چیری سړی په اسلامی مبارزه که بی تدبیره وی نو دا بیا جهل مرکب دی . ستاسی چه وایاست (چه دقران نه ناخبره یاست او د… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

څوآیاتونه نه مکمل قرآن موزده دۍ دبیسوادوملایانونه یم،مرسی دمصردمنافقینووبیریدۍ انجام یی څنګه سو،تیردطالبانو حکومت دقرآنه ناخبره وو انجام یی څنګه سو،الله په قرآن کی فرمایی:فلاتخشوااللناس وخشون ولاتشتروابایتی ثمناً قلیلا ط ومن لم یحکم بمآانزل الله فاولءک هم الکفرون.۵(الماایده-۴۴)معنی:پس مه بیریږۍ تاسودخلکوڅخه اووبیریږۍ له ماڅخه اومه اخلۍ په بدله دآیاتوکی زما قیمت لږاوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پس دغه خلک کافران دی. نوتانه پوهیږم دادمشریکینو جوړکړی حدیثونه زده کړی دی اوکه څنګه دالله دکلام مخالف امرونه کوۍ ، بیاهم درته وایم که دالله داحکامومطابق حکومت جوړنه سی دغسی به عرب له عربستانه راځی اوامریکابه… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

محترم اڅګزی صاحب او تسنیم صاحب سلامونه زه فکر کوم تسنیم صاحب د اڅکزی صاحب خبره سمه ده او جګړه نده پکار او ددی مقالی لیکوال محترم دی هم خیر اوسی چی د جهادی مقاومت په دفاع کښی لیکنی کوی او کله کله یی هم په ښایسته مشورو نازوی اما اڅګزی صاحب چی ددی سړی په لیکنه کومه تبصره کړی هغه سمه ده زما په نظر ترڅو چی په پاکستان او افغانستان دواړو کښی په عین شکل اسلامی نظام نه وی راغلی نو دا جګړه نه ختمیږی او هماغه د اڅګزی صاحب خبره به وی چی فلانی او فلانی به… نور لوستل »

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

ټولو درنولوستونکو په تېره بیا د نن ټکي اسیا قدرمنوچلوونکواوپه ځانګړي ډول اڅکزي صاحب اوتسنیم صاحب ته د زړه په مینه خپل سلامونه او درناوی وړاندې کوم. ما د محترم اڅکزي صاحب د تبصرې په وړاندې د زغم او صبر لار ونیوه، ځکه چې صابرانسان ته د الله ج لخوا اجر ورکول کیږي. زه د محترم اڅکزي صاحب په تبصره خوابدی شوی نه یم هرڅوک حق لري خپل نظر وړاندې کړي خو نه خنجر. د اسلام مقدس دین ددعوت اوعفوې بنسټونه ایښي ځکه خو له یوې خوا په داسې حال کې د مسلمانانو شمېر زیاتیږي، چې اسلام دښمنو په اسلامي… نور لوستل »

حکمتیار
میلمه
حکمتیار

بسمل صاحب او د اسلامی نظام پلویانو السلام علیکم ! په نړی ، سیمه او هیواد کی د نظامونو جنګ دی ، هغه د دموکراسی او اسلام نظامونه دی . کومو خلکو چه کوم نظام منلی په ویلو او کړنو کی له هماغه نظام څخه نمایندګی او ملاتړ کوی هغه کسان چه یوه کوچنی جمله ووایی یا کوچنی کړنه تر سره کړی هغوی چه لږه اسلامی پوهه هم ولری پری پوهیږی چه دا کس یا دا ګروپ د کوم نظام نمایندګی او کوم خدای ته سجده کوی. ډیر اسلامی نومونه لری کافر دی ښه مثالونه یی ترکی ، امین ،… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

زه نه پوهیږم چه ته ګلبدین حکومت یاریی یاکم بل دحکمتیار پرنامه لیکونکۍ یی داهرڅه چه تالیکلی دی هنداره دی وځان ته ایښی ده حکومت یارخویوڅوکاله ضیاءالحق شهید دشپیشتی ودرخته ته خیژولۍ ووچه ضیاءالحق شهید سو دده اصلی څیره ښکاره سوه په مسلمانانو کی اول غلجی اودورانۍ شروع کۍ،دګل باچاالفت زوی عبدالرحمن الفت یی شهید کۍ دتڼی ملحدسره یی دحکومت دګټلو په خاطر اتحادوکۍ پرکابل یی بیدریغه راکټان وه اورول دغنی ملحد سره یی صلح وکړه ته درکرزی،غنی اودوستم لوی جنایت کاره یی – الله په قرآن کی فرمایی ظالم دی پدی نه خوشحاله کیږی چه مااوږدژوند ورکۍ زه ده… نور لوستل »

حکمتیار
میلمه
حکمتیار

اڅکزی صاحب سلامونه می ومنه ! ستا نوم اڅکزی د دی معنی نه لری چه ټول اڅکزی به د ډالرو د ترلاسه کولو د پاره هر ډول کړنو ته اماده ګی ولری ډیر تر تاسو ښه او تر ډیرو به تاسی شه یاست ، ډیر خلک د ترکی په نامه نومونه لری ښه مجاهدین دی . دا چه تاسی زما نوم حکمتیار ولید ، تاسی زما د نوم له امله زه د حکمتیار د ګروب سره اړوند کړم ، د تبصری اصلی موضع دی هیره کړه ، چیری او چیری تللی یی ، دا ځکه چه زما د تبصرو ځوابونه… نور لوستل »

سالارزي
میلمه
سالارزي

سلام عليكم احكزي صاحب دا كس جه دحكمتيار به نامه تبصره ليكيداهمغه بيانزي ده جه كله دافغان خوشحال خالد بتنك اومختلفو نومونو كدي ودي ليكي اودا خلويشت كاله كيزيجه امريكا كى ارام زوند كوي اودتابو دكه كحوره حان سره كرزوي