ولې طالبان دومره غښتلي شول؟

محمد امین بسمل

که څه هم زما د سرلیک ځواب ساده او تاسې درانه لوستونکي هم ښه پرې پوهېږئ خو په یو څو کرښو کې به یې لږ څه وضاحت وکړم:

ـ طالبان افغانان دي او پخپل افغانیت ویاړي.

ـ زموږ اتل افغان نیکونه یو داسې ویاړلی او ګټلی تاریخ لري، چې افغان طالبانو یې دا لړۍ نوره هم پسې داسې تاریخي او ځلانده کړه، چې که زموږ نیکونو په یو وخت د یو دوو یا دریو غلیمانو په وړاندې تورې پړکولې خو طالبان په یو وخت کې د نږدې پنځوسو غلیمانو په وړاندې سخت وجنګېدل او لاجنګیږي.

ـ د طالبانو اسلامي امارت چې په اسلامي نړۍ او حتی د نړۍ په تاریخ کې بې مثاله و د امریکا لخوا په خورا وحشیانه او ظالمانه ډول وپرځول شو.

ـ د قدرت په ګدۍ ناست طالبان د مسعود، قسیم فهیم، رشید دوستم، عطامحمد نور، غبرګ عبدالله، نورو پنجشېریانو اوشمال ټلوالې په ډول دعیش او نوش په فکر کې نه وو او نه د بلډنګونو شوقیان وو.

ـ د امریکايي ظالمانه یرغل له وجې دهیواد په شمال کې له طالب اسیرانو سره سختې ناخوالې وشوې، په کانتینرونو کې مرمي باران او د مزار شریف په زندان کې هم بمبارد او هم اوبه پسې خوشې شوې دا هغه څه دي، چې انساني ضمیر ورته ګوته په غاښ پاته دی.

ـ طالبان په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ور پاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ور روان او تر شایې د خپلو شهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.

ـ پروېز مشرف پنجابي نه یوازې په افغانستان کې امریکایي یرغل ته زمینه سازي وکړه، بلکې اکثره په هیواد مین طالبان یې یا پخپله زنداني یا خو یې د امریکا په لاس ورکړل ځکه خو اوس په افغان سپېڅلې خاوره د پاکستاني راکټونو په اورولو، دپښتنو په سپکولو، د اغزن سیم په غځولو او نورو بې شرمیو امریکا نه یوازې پټه خوله ده، بلکې شین څراغ یې هم ورکړی او که داسې نه وي نو بیا هغه د ګوډ پرچمي اتمر ستراتیژیک تړون د څه لپاره و؟

ـ څه چې طالب مظلوم لرل هغه یې خپل ایمان پاک وجدان او هغه شډل پډل کردار و، چې زموږ له اصیل اولس سره یې اړخ لګاوه له همدې کبله یې نننۍ بریاوې په برخه شوې.

ـ طالبانو ته مادیات او دا فاني نړۍ بې ارزښته وه او ده.

اوس نو د پورتنیو کرښو له مخې وېلی شو، چې طالبان د سختو جګړو لپاره وطني او عقیدوي انګېزه لري ځکه خو په خورا تنګ لاسي کې دهیواد له نیمايي څخه لا په زیاته برخه حاکم شول بیا هم تکراروم دا هغه طالبان کوم، چې په داسې حال کې له خپلې مورنۍ غېږې څخه وتلو ته مجبور شول، چې نه خو یوه مرمۍ ورپاته وه، نه په جیب کې یوه روپۍ او نه خو یې د نړۍ په کوم بانک کې څه لرل بس له خپلې ساحې څخه د تورمخي پنجابي غلیم سایې ته ور روان اوترشا یې د خپلو شهیدو وروڼو اوخویندو د سپېڅلو وینو وږمې پسې روانې وې.

دمګړۍ چې زه فکر کوم زماله نظره خو دا امریکايي جنرالان مطلق لیونیان دي، دوی په داسې حال کې د پنځو شپږو زرو تازه دمو سرتېرو غوښتنه کوي، چې هغه له سلو زرو څخه زیاتو سرتېرو یې د طالب د برېت یو وېښته هم ورڅخه ونه ایست نو دا پنځه زره به یې کومه توره وکړي؟

نتېجه:

ننني طالبان هغه پروني خالي لاسي طالبان نه دي، ننني طالبان د خپلې قوي انګېزې تر څنګ نه یوازې قوي وسلې په لاس کې لري، بلکې نړیوال برم او رسمیت یې هم په برخه شوی چې دا له معنوي لحاظه د طالبانو د بریالیتوب زېری له ځان سره لري.

طالبان نن ورځ په دومره لوړ موقف کې دي، چې د تېر وخت له ابرقدرت (روسې)څخه ځان کم نه بولي ځکه خو د سولې خبرې یوازې له امریکا سره په مخامخ ډول غواړي نه د امریکا له مزدورانو سره.

دلیل یې دا دی چې د جګړې اصلي اړخ امریکا ده نه د امریکا لاسپوڅي که څوک یې نه مني نو امریکا دې یوه اونۍ بمبارد نه کوي بیا یې وګورئ چې غني په کومه سوړه او غبرګ عبدالله یې په کومه سوړه کې رېږدي.

زما هیله:

ما په تېره لیکنه کې له ارګ والو څخه هیله کړې وه، چې بهتره به وي د یوو افغاني نوښت له مخې ټول پوځي او ملکي تاسیسات طالبانو ته ور پرېږدي تر څو دا پردۍ جګړه ختمه او د جګړې راوړونکي ځای په ځای شل او شوټ شي البته دا څه ستونځمن کار هم نه دی که یاد مو وي د نظار شورا او کارملیانو د کودتا په ترځ کې ډاکتر نجیب الله په داسې ډول وپرځول شو، چې پرچمیانو خپلې ساحې نظاریانو ته تسلیم او خلقیانو خپلې ساحې لکه د کورنیو چارو وزارت حکمتیار ته تسلیم کړل.

اوس خو ستاسو ارګوالو په وړاندې تنظیمي ډلې ټپلې هم نشته یوازې طالب مقاومت دی، چې ورسره سازش په کار دی نو ځکه خو نن یو ځل بیا خپله هیله تکراروم او باور لرم، چې طالبان د قدرت شوقیان نه دي هغوی به په عادلانه ډول تاسو له ځان سره شریک او په ګډه به دا وران افغانستان ته نجات ورکړئ او که نه نو په والله که نه تاسې ارام خوب وکړئ او نه به دا مظلوم اولس ارامه شپه ولري بس د خدای په لحاظ ټولو خواوو ته لمن غوړوم، چې پخپلو کې په پټ ډول سره جوړ راشئ تر څو زموږ ټول غلیمان ځای په ځای زره ترکي شي.

ومن الله توفیق

دلاندني لینک په ټک وهلو سره زما مخکینۍ لیکنه لوستلی شئ:

https://www.nunn.asia/93899/

د ملي یووالي او ګران افغانستان د خپلواکي په هیله

تبصرې (9)

  • کامیابی اوناکامی دالله له جانبه ده دالله ناراضی په هیڅ صورت کامیابی نسی کیدای زماپیاددی ملامحمدعمر مجاهد منافقینوته په حکومت کی ددوی دتوبی په کښلوموقع ورکړی وه عبدالغفور ملحد دمکتبودکومک پرنامه په جرمنی کی دحکومت څخه پیسی ټولولی حالداچه که موږقرآن وه وایومسلمان چه کافرسی اوبیاپه کفرکی زیات سی لکه خلکیان اوپرچمیان چه قتلونه یی وکړل دهغوتوبه نه قبلیږی اودهغوسره لکه ګلبدین صلح کول ناروادی الله ناراضه کیږی ،بایدخمینی غوندی له ملحدینوسره صلح ونه سی اووضفل سی ګورۍ دایران حکومت څنګه ترانقلاب وروسته آرام اوثابت قدمه دۍ - دافغانستان اسلامی انقلاب په لوی لاس مه ناکاموۍ - دقرآنه ناخبره یاست ددوست په جامه کی دښمنی مه کوۍ - منافقین وایی هوموږمسلمانان یوپه حقیقت کی بدترین کفاردی دقرآن د۲(البقری له ۸څخه تر۱۶)په ترجمه ووایه چه وی پیژنی - الله فرمایی :چه اسلام به زمادپاره خالص وی الله پرهرڅه قادردۍ.په احترام عبدالواح اڅګزۍ

  • اځګزی صاب، اسلام علیکم، هیله ده چه جوړ به یاست!

    زما په کمزوری برداشت د بسمل صاب په لیکنه که کوم داسی تنازل نشته چه سړی ده ووایی چه دا نو شه نقطه نده، د قدرت شریکول چه هلته محوری برخه د دانقلابیونو سره وی کومه د ضعف خبره نده، او دا یو مصلحت هم دی، ځکه چه د یوه حدیث مفهوم داسی دی ( چه د تدبیر برابر هیځ عقلمندی نشته ) که چیری سړی په اسلامی مبارزه که بی تدبیره وی نو دا بیا جهل مرکب دی . ستاسی چه وایاست (چه دقران نه ناخبره یاست او د دوست په جامه که د دښمنی کوی) دا د زړه بد والی خبره ده، ممکن ستاسی هم د يو څو ایاتو ترجمه زده وی نو ځانته په غره یاست، خلک مه نا امیده کوی. مننه

    • څوآیاتونه نه مکمل قرآن موزده دۍ دبیسوادوملایانونه یم،مرسی دمصردمنافقینووبیریدۍ انجام یی څنګه سو،تیردطالبانو حکومت دقرآنه ناخبره وو انجام یی څنګه سو،الله په قرآن کی فرمایی:فلاتخشوااللناس وخشون ولاتشتروابایتی ثمناً قلیلا ط ومن لم یحکم بمآانزل الله فاولءک هم الکفرون.۵(الماایده-۴۴)معنی:پس مه بیریږۍ تاسودخلکوڅخه اووبیریږۍ له ماڅخه اومه اخلۍ په بدله دآیاتوکی زما قیمت لږاوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پس دغه خلک کافران دی. نوتانه پوهیږم دادمشریکینو جوړکړی حدیثونه زده کړی دی اوکه څنګه دالله دکلام مخالف امرونه کوۍ ، بیاهم درته وایم که دالله داحکامومطابق حکومت جوړنه سی دغسی به عرب له عربستانه راځی اوامریکابه له امریکارا ځی داحکومت اوملک به تباه کوی-دخدایه وبیریږۍ په جاهلو اوبیریدون مغزوددی مظلومانوجهاد مه زایع کوۍ - مکمل توکل(بروسه)پرالله پکارده

  • محترم اڅګزی صاحب او تسنیم صاحب سلامونه زه فکر کوم تسنیم صاحب د اڅکزی صاحب خبره سمه ده او جګړه نده پکار او ددی مقالی لیکوال محترم دی هم خیر اوسی چی د جهادی مقاومت په دفاع کښی لیکنی کوی او کله کله یی هم په ښایسته مشورو نازوی اما اڅګزی صاحب چی ددی سړی په لیکنه کومه تبصره کړی هغه سمه ده زما په نظر ترڅو چی په پاکستان او افغانستان دواړو کښی په عین شکل اسلامی نظام نه وی راغلی نو دا جګړه نه ختمیږی او هماغه د اڅګزی صاحب خبره به وی چی فلانی او فلانی به راځی او دلته به جګړی ته دوام ورکوی او بل که داسی ونه شی نو هغه د پاکستانی طالبانو مبارزه هم تر پوښتنی لاندی راځی او نور ډیر مشکلات مینځ ته راځی چی جګړه به دوام کوی دا اوس چی د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرومپټ ویلی دی چی مونږ خپل عسکر ددی لپاره په افغانستان کښی ساتو چی د پاکستان اټوم بم په خطر کښی ده او هغه د تروریستانو لاسته ونه لویږی نو دهغه دا خبره سمه ده ځکه هغوی دداسی یو حالت پیشګویی مخکی له مخکی کړی ده هغوی داسی نه دی لکه مونږ او تاسی چی ټوله ورځ د فیل په غوږ کښی ویده یو هغوی هر وخت د سیاسی حالت لپاره پیشګویانی کوی او بیا د خپل سیاست د کامیابولو لپاره قسما قسما دسایس په کار اچوی چی که دا کار وشو نو داسی به کوو او که دا وشو نو داسی اوس چی امریکایی جنرالان وایی چی امریکا په افغانستان کښی پداسی حالت کښی ده چی نه مخته تللای شی او نه شاته هغه زما په نظر همدغه خبره ده. ګر چی د اسلام او کفر جګړه به تر قیامته ادامه لری او له دی خلاصی نشته او دالله حکم هم همداسی ده چی اسلام باید د الله په ټوله ځمکه تطبیق شی ترڅو واقعی امن او صلح راشی ولی مسلمانان باید د اسلام او د مسلمانانو د مصلحت له مخی کله کله له کفارو سره د موقتی صلح یاهدنه عهد وکړی چی ترڅو مسلمانان د ضعف له حالت نه راووځی قوی شی او په کفارو په ټوله نړی کښی د اسلام او اسلامی نظام د نشر لپاره جوګه شی همدا د اسلام روح ده او مونږ نشو کولای دیته تغیر ورکړو ولی دا چی مسلمانان اوس د ضعف په حالت کښی دی نو دا بیله خبره ده خو هو دا کار باید دداسی یو چا له خوا ترسره شی چی واقعا د اسلام له اساساتو، اصولو او روح نه خبر وی نه د هر خوارجی او اسلام او مسلمانانو د بدنامونکی له خوا کوم چی دا اوس راپورته شوی او لګیا دی د کفر پله درنوی او په عراق او سوریه کښی یی هم په خپل لاس او هم د کفارو او د هغوی د لاسپوڅو په لاس په هیڅ د مسلمانانو نسل کشی وکړه او تر اوسه یی ادامه ورکړی چی که یی مخه ونه نیول شی نو خدای مکړه مونږ به په سوریه او عراق کښی د اهل سنت مسلمانانو ددسته جمعی کشتار شاهدان واوسو او ددی ددو ممالکو راتلونکی به ډیره زیات فاجعه باره او ناوړه وی
    وسلام
    اخوکم فی الله محمد حذیفه

  • ټولو درنولوستونکو په تېره بیا د نن ټکي اسیا قدرمنوچلوونکواوپه ځانګړي ډول اڅکزي صاحب اوتسنیم صاحب ته د زړه په مینه خپل سلامونه او درناوی وړاندې کوم.
    ما د محترم اڅکزي صاحب د تبصرې په وړاندې د زغم او صبر لار ونیوه، ځکه چې صابرانسان ته د الله ج لخوا اجر ورکول کیږي.
    زه د محترم اڅکزي صاحب په تبصره خوابدی شوی نه یم هرڅوک حق لري خپل نظر وړاندې کړي خو نه خنجر.
    د اسلام مقدس دین ددعوت اوعفوې بنسټونه ایښي ځکه خو له یوې خوا په داسې حال کې د مسلمانانو شمېر زیاتیږي، چې اسلام دښمنو په اسلامي جامو کې د اسلام د سپکولو لپاره شرمېدلې چارې ترسره کړې او له بلې خوا عملأ په مسلمانانو بمورۍ جاري دي خو بیا هم له نېکه مرغه په مسلمانانو کې کمی رانه غی او لا پسې زیات شول.
    نن ورځ په دا ټوله نړۍ کې سلیم عقل دا نه مني، چې د اسلام په مقدس دین کې داسې ناوړه چارې جواز و لري دا کومې، چې د اسلام دښمنانو د مسلمانانو په جامو کې پیل کړې دي.
    ځکه چې دا ډول چارې یا کړنې خوبیا د دعوت اوعفوې په وړاندې خنډ واقع کیږي نو دهمدې دعوت اوعفوې له برکته د مسلمانانو شمېر په زیاتېدو دی.
    خو که خبره سیاست ته ورکش کړو نو بیا د بریالیو کسانو یا خواوو لپاره سیاسي بصیرت ډېر اړین دی کوم، چې نن ورځ طالبانو خپل کړی او د نړۍ په کچه ښه وځلېدل.
    که له یوې خوا په هیواد کې د طالبانو مقاومت په سرو لمبو وردانګي او حماسې ګټي له بلې خوا یې مشران په تېره بیا د قطر دفتر مسؤلین په سیاسي عرصه کې ښه سرلوړي په مخ روان دي.
    لنډه داچې هر څه په زور نه کيږي عاقلانه رفتار ژر سړی سرمنزل ته رسولی شي.
    اوس به محترم تسنیم صاحب ته راشم او مننه به ورڅخه وکړم، چې زما په ملاتړ یې تبصره لیکلې کور یې ودان خو دا کومې تبصرې، چې محترم اڅکزي صاحب لیکلې یا یې لیکي په حقیقت کې زموږ ټولو د دردونو انځورګري کوي همداسې تسنیم صاحب ستاسو تبصرې عینأهغه دردونه لوڅوي کوم، چې زماپه لیکنو او یا د محترم اڅکزي صاحب په تبصرو کې ځای په ځای شوي دي.
    نو خوا به نه سره بدوو موږ ټول په خپل دین او خپل وطن مین خلګ یو راځئ، چې په ګډه د بریا لارې ولټوو .
    ستاسو ورور محمدامین بسمل

  • بسمل صاحب او د اسلامی نظام پلویانو السلام علیکم !
    په نړی ، سیمه او هیواد کی د نظامونو جنګ دی ، هغه د دموکراسی او اسلام نظامونه دی .
    کومو خلکو چه کوم نظام منلی په ویلو او کړنو کی له هماغه نظام څخه نمایندګی او ملاتړ کوی هغه کسان چه یوه کوچنی جمله ووایی یا کوچنی کړنه تر سره کړی هغوی چه لږه اسلامی پوهه هم ولری پری پوهیږی چه دا کس یا دا ګروپ د کوم نظام نمایندګی او کوم خدای ته سجده کوی.
    ډیر اسلامی نومونه لری کافر دی ښه مثالونه یی ترکی ، امین ، ببرک ، نجیب ، کرزی او غنی دی د لمړی څلورو کسان تیوریکی کافر او اخری دوه کسان عملی کافر دی هماغه د ترکی ، امین ، ببرک او امین د خط ملګری ورسره دی ښه مثالونه اتمر ، معصوم ستانکزی ، دوستم ، علومی او نور دی د غنی او قیوم کوچی پوښتنه کولی شی چه د کمونستانو دوره کی څوک او څه دنده یی لرلی ، رولا غنی د لبنان د کمونست ګوند د مشر خور ده ،
    دا چه ځينی پلویان یی نن ټکی اسیا ته کرایه کړی چه د دی پاڼی او د لیکونو او تبصرو کونکی رنګ او خوند کمرنګه او بی خونده کړی په همدی تبصرو دوی کمیشن تر لاسه کوی ، په اړه یی د نن ټکی اسیا چلوونکو ته باید وویل شی چه دی ډول وایروسونه له خپلی سپیڅلی پاڼی وشړی یا یی ناسمی تبصری نشر نه کړی .
    دوی کله د مسلمانانو د تیرویستلو د پاره له ځانو علما چوړ کړی وخت ناوخت د حق څه ناڅه پلوی هم کوی او د مطلب وخت خپل زهریات او ناولتیا هم خبروی په کوم چه کمیشن تر لاسه کوی.
    زما په یاد دی یو وخت یی د ملحد او د پلار قاتل امان الله صفت کولو حتی لیکل یی چه امان الله د اسلامی نظام د رامنځته کولو په جرام له پاچاهی لیری شو ، لیکلی یی و چه زما پلار د امان الله عسکر وو او هغه ویل چه امان الله ډیر نمازګذاره سړی وو ..... دوی ته دروغ ، سوګند خوړل او داسی نور ارزښت ځکه نه لری چه باور او عقیده پری نه لری ، داسی خلک پاید خلکو ته وپيژندل شی د همدی کسانو په مت پرون روسانو او نن امریکایان په مونږ حکومت کوی د یو څو ډالرو د پاره ډير په اسانه د خاوری ، خلکو او خپلواکی ( ناموس ) سودا له کفارو سره کوی بیا وایی چه د هماغه غلامو ادارو سره جوړه وکړی پخوا مسلمانانو د کفارو سره جوړی کړی مګر هغه هغه کفار وو چه خاوره یی ورله نه وه نیولی ، خپلواکی تری نه وه اخستی او د پرونو کمونستانو او نننو سکولر یستانو به شان یی پری نه وو چارواکی کړی چه کورنی یی د هغو به هیوادو او دوی د هغو مامورین دی او مسلمانان ورته وسله په زمکه کیږدی او سوله وکړی ؟ ځکه چه د دوی د ډالرو بهیر ونه دریږی ؟

    • زه نه پوهیږم چه ته ګلبدین حکومت یاریی یاکم بل دحکمتیار پرنامه لیکونکۍ یی داهرڅه چه تالیکلی دی هنداره دی وځان ته ایښی ده حکومت یارخویوڅوکاله ضیاءالحق شهید دشپیشتی ودرخته ته خیژولۍ ووچه ضیاءالحق شهید سو دده اصلی څیره ښکاره سوه په مسلمانانو کی اول غلجی اودورانۍ شروع کۍ،دګل باچاالفت زوی عبدالرحمن الفت یی شهید کۍ دتڼی ملحدسره یی دحکومت دګټلو په خاطر اتحادوکۍ پرکابل یی بیدریغه راکټان وه اورول دغنی ملحد سره یی صلح وکړه ته درکرزی،غنی اودوستم لوی جنایت کاره یی - الله په قرآن کی فرمایی ظالم دی پدی نه خوشحاله کیږی چه مااوږدژوند ورکۍ زه ده ته اوږدژوندورکوم چه دۍ نورظلمونه وکی،الله له هره چااوخپله مخلوقه خبر دۍ الله به دی نور هم رسواکی - ماپخپل ژوند کی یوډالرهم دچاندۍ اخستي زه دالله پرورکړه پوره یقین لرم -زه چه څه په نن ټکۍ کی لیکم نه ماته څه راکوی اونه تمه ځنی لرم زه تنها دقرآن دهدایاتو مطابق لیک وراستوم که یی ولیکۍ خپله ګټه یی ده الله عوض ور کوی که یی ونه لیکۍ الله بازخواست ځنی کوی پرون مادقرآن ډیرښه هدایت دوی ندۍ لیکلۍ الله به پوښتنه ځنی وکی چه ولی .په قرآن کی چه څه دی زماپر یقین دۍ داسی نه یم لکه تاچه دالم ترک څخه انکارکړۍ وو - آخر انجمام لکه چه قرآن وایی دمتقینودۍ ته هم انتظار کوه زه هم له انتظارکوونکوڅخه یم.عبدلواحد اڅګزۍ

  • اڅکزی صاحب سلامونه می ومنه !
    ستا نوم اڅکزی د دی معنی نه لری چه ټول اڅکزی به د ډالرو د ترلاسه کولو د پاره هر ډول کړنو ته اماده ګی ولری ډیر تر تاسو ښه او تر ډیرو به تاسی شه یاست ، ډیر خلک د ترکی په نامه نومونه لری ښه مجاهدین دی .
    دا چه تاسی زما نوم حکمتیار ولید ، تاسی زما د نوم له امله زه د حکمتیار د ګروب سره اړوند کړم ، د تبصری اصلی موضع دی هیره کړه ، چیری او چیری تللی یی ، دا ځکه چه زما د تبصرو ځوابونه نه لری شاته هم نه شی تللی تبصری دی خبری شوی ، یو ځل یی بیا وګوره ، وایی دروغجن حافظه نه لری ، که حافظه مو کمزوری شوی خبلی تبصری مو څو ځلی بیا ولوله چاچه نیوکی کړی وی کټ مټ هغه نیوکو ته ځواب ووایاست.
    ستاسی د تبصرو له ادبیاتو معلومیږی چه لا ډیری اسلامی پوهی ته اړه لری، ګډی وډی د دوه املو له مخی لیکل کیږی یو عامل یی همدغه د پوهی کموالی یا نشتوالی او بل عامل یی چه د یو څو ډالرو د پاره سره د بوهی ګدی وډی لیکی . لمړی ډله او دوهمه ډله کسان چه اسلامی او قرانی لارښودنه تر لاسه کړی لمړی ډله چه د ناپوهی له مخی یی ګډی ودی لیکلی اصلاح کیږی الله ج څخه د تیرو ګډوډو بخښنه غواړی ، مګر دوهمه ډله چه د ډالرو له امله دجال ته سجدی کوی هغوی لا په جهالت او ضلالت کی ډوبیری الله ج ورته د توبی ویستلو له امله وخت ورکوی او یا یی د عذابونو دوسیه پړسوی . خدای دی وکړی چه تاسی په اوله ډله کی یاست د پوهیدلو هڅه وکړی مننه

  • سلام عليكم احكزي صاحب دا كس جه دحكمتيار به نامه تبصره ليكيداهمغه بيانزي ده جه كله دافغان خوشحال خالد بتنك اومختلفو نومونو كدي ودي ليكي اودا خلويشت كاله كيزيجه امريكا كى ارام زوند كوي اودتابو دكه كحوره حان سره كرزوي