ټولنیزه برخه

موم څنګه فولاد ماتوی؟ / لیکوال : نثار احمد صمد

کله چي په ۱۹۹۱ کي شوروي اتحاد ونړید او مړ سو، نو اتباعو ئې د نړۍ هري خوا ته لاره وموندله. یو سوداګر څو ښځي وهڅولې چي د هغه سره متحد عربي اماراتو ته ولاړي سي تر څو هلته برقي سامان آلات رانیسي او هغه د ځانو سره راوړي او ګمرک ته ووایي چي دا سامان ګواکي موږ د خپلو کورو لپاره رااخیستی دئ، نو محصول نه اخلي او په دې ډول به ډیره ګټه وکړي او ښځو ته به هم حق الزحمه ورکړي او هم به خارج وویني.

کله چي دغه سوداګر څو ښځي تشویق کړې او ټوله دوبی ته سره ولاړل، نو هلته د دغه خبیث انسان اصلی هدف معلوم سو. هغه دا چي ښځو ته ئې وویل چي اوس د برقی سامان آلاتو په وړلو کي ګټه نسته او زه هم تاسي ته حق الزحمه نه سم درکولای، نو ښه به دا وي چي یوه بله دنده شروع کړو او هغه دا چي یو دوکان به کرایه کړو او په هغه کي به تاسي فحشأ کوی او له دې درکه به خورا ډېر عاید تر لاسه سي چي نیمایي به زما او نیمایي به هم ستاسي حق وي. ښځو چي فکر وکړ نو ځینو ورسره ومنل او ځینو شک او شبهه لرله او ډول ډول پوښتني ئې پیل کړې. خو یوه ځوانه نجلۍ چي تر ټولو ښایسته او هم پېغله وه، دې خبیث کار ته حاضره نه سوه او سخت حساسیت ئې وښود. سوداګر ورته وویل چي بیا هم ښه چُرت پکښي وواهه، تر بل هر ډول کار همدا دنده ډېره ګټوره او عایداتي ده، بیا به پښېمانه سې. خو نجلۍ نوره هم وخښمېده او ورته وئې ویل چي زه همدا اوس درڅخه ځم.

سوداګر ورته وویل چي زه صرف ستا پاسپورټ او یوه جوړه کالي درکوم، ځکه ته بل هیڅ شی هم نه لرې، حتی د هوټل خرڅ او وطن ته د بیرته تګ مصرف هم نه لرې. نجلۍ په قهر سره وویل چي اراده او خدای لرم! سوداګر ورته وویل چي که هر وخت بیرته پښېمانه سوې نو موږ ستا خدمت ته چمتو یو او دغه هوټل ته بیرته راتلای سې.

نجلۍ هیڅ اعتنا ونه کړه او یوه جوړه کالي ئې واغوسته او خپل پاسپورټ ئې راواخیست او د هوټل څخه ووتله. پر لاري حیرانه وه چي چیري ولاړه سي او څه وکړي او روسیې ته د بیرته تګ لپاره مصرف له کومه کړي. بس په دغو سوچونو او فکرونو کي روانه وه چي یو موټر راغی ودرېد او یو ځوان او درې پېغلي نجوني او یوه زړه ښځه ورڅخه راکښته سوې تر څو په کوم دوکان کي سودا واخلي. دغه نجلۍ ورغله او په خبرو ئې پیل ورته وکړ. ځوان ورته وویل چي موږ ستا په ژبه نه پوهېږو او که دي انګریزی ژبه زده وي نو کولای سې چي راسره وږغېږې. د نجلۍ هم یو څه ماته ګوډه انګرېزي زده وه او سمدلاسه ئې سوال ځواب سره شروع کړ. هغې د ژړا په حال کي ورته وویل چی زه یوه روسۍ یم او یو سوداګر په غولوونکې بهانه او ناروا هدف دلته راوستم. ما انکار وکړ، نو اوس ئې ځواب کړم او یو پُل هم نه لرم چي تر خپل هېواد پوري بیرته ځان ورسوم، دا مي پاسپورټ دئ او حتی بله جوړه کالي هم نه لرم. نو که تاسي زما سره دا کومک وکړﺉ چي ټکټ راته وکړﺉ یا په کور کي د څو ورځو لپاره ځای راکړی تر څو خپل کور ته تلیفون وکړم او هغوی پیسې راواستوي، نو دا به مو زما سره یو احسان وي.

هغوی خپل تر منځو مشوره سره وکړه چي آیا دا نجلۍ به درواغ وایی که رښتیا؟ آیا کور ته ئې راسره بوزو که یا؟ آخر ئې فیصله وکړه چي کور ته به ئې راسره بوزو او په عین حال کي به ئې د تلیفون کولو څخه معلومه کړو چي کیسه ئې حقیقت ده که منافقت. نو هغه وو چي هغوی دا روسۍ نجلۍ د ځانو سره کور ته بوتله او هلته ئې تلیفون ورکړ چي په روسیه کي د خپل کور سره په تماس کي سي. نجلۍ تلیفون وکړ خو لاین سم نه وو، بیا ئې کوښښ وکړ خو بیا هم لاین سم نه وو. څو څو واره ئې دا کار وکړ خو هغه سم نه رُخېدی. د خالد خویندو د دې نجلۍ ډېر عزت کاوه او هغه ئې دې ته هڅوله چي مسلمانه سي خو هغې د اسلام سره ځکه حساسیت درلود چي یوه ارتودکس (افراطی) عیسوۍ وه او د اسلام څخه ئې په تمامه معنا کرکه لرله.

خالد به هم کله کله د خپلو خویندو سره په ګډه هغه تشویقوله خو فایده ئې نه کوله. خالد بله ورځ یو کتاب پلورنځي ته ولاړ او د هغه څخه ئې د اسلام په باره کي په انګریزی یا روسي ژبه د ځینو کتابو غوښتنه وکړه.

دوکاندار هغه کتابونه ورکړل او ورته وئې ویل چی دوې ورځي وروسته به نور ښه کتابونه هم درته تهیه کړم او زه په دې باره کي د یو بل چا د مسلمانېدو تجربه هم لرم.

بله ورځ خالد د څلورو ښځو سره دوکان ته ورغی چي درې سره ښه په حجاب کي وې خو یوه لڅ مخ او بې حجابه وه او خارجي ښکارېده. ښځو د دوکان په الماریو کي کتابونه کتل خو خالد دوکاندار ته وایي چي اوس لږ لږ دغه نجلۍ تشویق سوې ده او هغه دا چي اسلام ته بد نه وایي. نو داسي کتابونه یا سي ډي ګاني راکړه چي دا نوره هم تشویق سي او که مسلمانه سي، نو زه غواړم چي واده ورسره وکړم. دوکاندار هم نور ښه او ګټور مواد ورکړل.

دوې درې هفتې وروسته خالد بیا راغی او پر دوکاندار ئې زېری وکړ چي هغه خو مسلمانه سوه. دوکاندار هم الله اکبر ووایه او ورته وئې ویل چي د دې ځای د قانون مطابق هغه باید امتحان ورکړي. که په ازموینه کي کامیابه سي نو یوه بله ورځ به د کلمې د ویلو لپاره ټاکل کېږي تر څو د ټولو په مخ کي کلمۀ شهادت ووایي او خپل اسلام راوړل رسماً اعلان کړي. نو هغه وو چي نجلۍ ښه مطالعه وکړه او بله ورځ راغله او دوکاندار ته ئې امتحان ورکړ او پکښي بریمنه سوه. دوکاندار هم خالد ته څو نوري متدیني ښځی ورمعرفی کړې تر څو دا نجلۍ ورسي او هغوی نور کار ورسره وکړي او په اسلام ئې ښه پوهه کړي. هغوی همداسي هم وکړه او څو ورځي وروسته نجلۍ رسماً خپل اسلام قبول او اعلان کړ.

یوه ورځ د خالد سره همدا نجلۍ همدې دوکان ته ورغله خو په بل ډول لباس کي. هغه دا چي یو بشپړ اسلامي لباس او حجاب ئې درلود چي دوکاندار ورته حیران سو.

د خالد او نجلۍ تر منځ ډېر خوږ ژوند او حقیقی مینه جاری وه څو چي نجلۍ یوه ورځ متوجه سوه چي پاسپورټ ئې ختم کېدونکی دئ او د هغوی د قوانینو مطابق هغه باید د روسیې په هماغه ښار کي تمدید سي چي دا نجلۍ د هغه مربوط ده. نو هغه وو چي دواړو د روسي ایرلاینز ټکټونه وکړل او روان سول. ښځي یو بشپړ اسلامي لباس او حجاب کړی او په طیاره کي هر څوک رډ رډ ورته ګوري، ځکه دا یوه روسۍ وه مګر لباس ئې کاملاً اسلامي وو. خالد ورته وویل چي ستا دغه اسلامي لباس مشکل جوړ نه کړي، نو که هغه تبدیل کړې ښه به وي. ښځي ځواب ورکړ چي اې خالده! آیا ته غواړې چي د دغو کافرانو خیال وساتم چي د خپلو کړنو له امله به د دوږخ د اور لرګي وي، خو د خدای خیال و نه ساتم چي زما او ستا او د هر چا د نجات یوازينۍ مرجع ده؟

خالد هم د هغې اسلامی غیرت پټه خوله کړ او هیڅ ئې هم و نه ویل. په الوتکه کي چي ټولو شراب وڅښل هر چا په روسي ژبه ټوکي او ملنډي کولې او د دوی خوا ته به ئې کتل او خندل به ئې. خالد هیڅ نه پوهېدی چي هغوی څه وایي او ولي خاندي خو دومره پوهېدی چي ریشخند کوي. د خپلي میرمنی څخه به ئې وپوښتل چي هغوی یو د بل سره څه وایي؟

هغې به ورته وویل چي ټول کفار دي خبری او کړني ئې نامطلوبه دي. خالد دا هر څه  نه سو زغملای خو مېرمني ئې په سړه سینه سره زغمل او دا د هغې په زړه کي د اسلام واقعي ننوتوب وو. خالد به ورته ویل چي زه عکس العمل ښکاره کوم خو مېرمني به ئې ورته ویل چي آیا ته د رسول الله (ص) او د هغه د اصحابو څخه علاوه او بهتر یې چي هغوی به د دې ډول سختو ازموینو څخه په صبر سره مؤفق راوتل؟

خالد به د هغې اسلامی ولولو له احساساتو واچاوه او د خدای شکر به ئې پر ځای کړ.

د طیارې څخه تر کښته کېدو وروسته خالد خپلي مېرمني ته وایي چي ستاسي کور ته به ځو، خو مېرمني ئې ورته وویل چي یا، هلته باید ولاړ نه سو ځکه هغوی د اسلام سره تعصب لري داسي نه چي کوم خطر پېښ کړي.

نو ښه به دا وي چي په یو هوټل کي پاته سو. نو همداسي ئې وکړه او سبا د هغه ښار د پاسپورټ ریاست ته ورغلل. لومړی یوې شعبې ته بیا بلي ته او وروسته د ټولو مشر ته راهنمایي سول. هر یوه به  د مېرمني عکسونه غوښتل خو هغې به تور او سپین عکسونه ورکول او په هغه کي به ئې حجاب اغوستی وو. خو هغوی به ورته ویل چي دا عکسونه د قبول وړ نه دي باید رنګه وي او مخ او څیره دي باید ټوله ښکاره وي. هغې به ورته ویل چي هیڅ امکان نه لري چي بل ډول عکس واخلم. خو هغوی به هم ورته ویل چي دا عکسونه موږ نه منو او ځکه نو پاسپورټ هم نه سو درکولای. کله چي دوی ډېر استدلال ورسره کاوه نو هغوی هم د ټولو عمومی رئيس ته ولېږل. خو هغه بیا تر ټولو احمق وو او ورته وئې ویل چي تاسي باید ماسکو ته ولاړ سئ او خپل مشکل هلته حل کړﺉ. کله چي د هغه له دفتره راووتل، نو خالد خپلي مېرمني ته وویل چي خیر دئ بې حجابه عکسونه واخله تر څو دا مشکل همدلته حل سي او تر ماسکو پوري ولاړ نه سو او بل دا چي ستا پاسپورټ خو صرف مؤظف مامورین په هوایي ډګر کي ګوري او وروسته ئې په کور کي ساتې.

خو مېرمني ئې ورته وویل چي یا، قطعاً امکان نه لري، اوس چي مي الهی دین وپېژندی نوره نه غواړم چي بې حجابه اوسم. خدای قادر او مقتدر دئ او که ته نه غواړې چي ماسکو ته راسره ولاړ سې نو زه یوازي هم تللای سم. خالد هم قانع سو او هیڅ دلیل ئې نه درلود او ورسره ولاړ او په ماسکو کي ئې په یو هوټل کي اطاق کرایه کړ.

کله چي سهار سو دواړو لمونځونه وکړل او د پاسپورټ ریاست ته ورغلل او هلته ئې د رئیس سره وکتل. هغه چي یو ډېر خبیث انسان وو، ورڅخه وپوښتل چي زه څه ثبوت لرم چي دا عکسونه ستا دي؟ بس عکسونه او زوړ پاسپورټ ئې واخيستل او په المارۍ کي ئې قلف کړل او ښځي ته ئې وویل چي تا هیڅ پاسپورټ او عکسونه نه لرل خو که سم عکسونه راوړې نو نوی پاسپورټ به درکړو. نو ځکه تر هغه مهاله بیا رانه سې او مزاحمت ونه کړې. خالد ډېر کوښښ وکړ چي رئیس قانع کړي خو هیڅ ګټه ئې نه کوله او هغه په بې ادبۍ سره ورته وویل چي تر هغو ستا مېرمني سم عکسونه نه وي راوړي دلته رانه سې.

خالد وروسته خپلي مېرمني ته زارۍ شروع کړې چي خدای د هر چا څخه د هغه د توان په اندازه عمل غواړي خو هغې داسي ځواب ورکړ: آیا نه پوهېږې چي الله څنګه ډاډ راکوی؟ یعني: «او هغه څوک چي د الله څخه وبېرېږی نو هغه به د وتلو یوه لاره هم ورته برابروي. او رزق روزي به ورکړي ده ته له هغه (ځایه) چي ګومان به ئې هم نه کوي» (الطلاق: ۲ – ۳).

کله چي ماخستن سو نو دواړو په جماعت لمونځ ادا کړ. خالد وغوښته چي بیده سي خو مېرمني ئې داسی ږغ پر وکړ: خالده، غواړې چي بیده سې؟ آیا نه غواړې چي خدای ته دعاوي او زارۍ وکړې چي دا مشکل مو را حل کړي؟ ولاړ سه او خدای ته پناه یوسه او د دې ستونزي حل ورڅخه طلب کړه. نو هغه وو چي دواړو ډېري دعاوي وکړې او خالد بالاخره بیده سو خو مېرمن ئې تر سهاره ویښه وه او خالد چي به هر ګړی راویښ سو او هغې ته به ئې وکتل نو هغه به د رکوع، یا سجدې او یا هم ژړاوو په حال کي وه. کله چي سهار سو نو خالد ئې راویښ کړ او دواړو اودس تازه کړ او لمونځ ئې په جماعت سره ادا کړ څو چي یو یا دوه ساعته خوب ئې وکړ او بیرته روایښه سوه او د چای تر خوړلو وروسته ئې خالد ته وویل چي ولاړ سه چي د پاسپورټ ریاست ته ځو.

خالد ورته وویل چي نه عکسونه لرې، نه پاسپورټ لرې او نه هم نور عکسونه اخلې نو ولي بې فایدې هلته ورځو؟ مېرمني ئې ځواب ورکړ چي د خدای له دره مه نهیلی کېږه او ولاړ سه چي ځو. خالد چي ورته وکتل نو مېرمني ئې توره چادري واغوسته او حجاب ئې وتړی او ځان ئې ښه مستور کړ او دواړه روان سول.

کله چي په مجردي دفتر ته ورننوتل نو یو مامور ږغ پر وکړ چي راسه او پاسپورټ دي تیار سو خو اول باید د هغه فیس تحویل کړې. هغې هم ډېر ژر دا کار وکړ او پاسپورټ ئې راواخیست او پر لاري ئې خالد ته داسي وویل: آیا ما نه وو درته ویلي چي: (و من یتق الله یجعل له مخرجا. و یرزقه من حیث لا یحتسب)؟ خالد په دې فولادي تکل او الهي ډاډ سره حیران سو او تر سترګو ئې اوښکي جاري سوې او هغې ته ئې وویل چي په رښتیا هم تا قرآن او اسلام په عمل کي پلی کړی او زړه دي په قرآن باندي عملاً منور دئ.

وروسته چي کله بېغمه سول نو سامان او پاسپورټ ئې په هوټل کي پرېښودل او دواړه د مېرمني د پلار کور ته روان سول. ورغلل او دروازه ئې وټکوله او مشر ورور ئې راووت. کله چي هغه خپله خور ولیده نو خوشحاله او په عین حال کي حیران سو. ځکه څېره ئې د خور وه مګر لباس ئې پردی وو. یعني داسی تور لباس چي ټوله بدن ئې پوښلی وو صرف مخ ئې معلومېدی. مېرمن ئې کور ته ننوتل او ډېره خوشحاله او خوله ئې له خندا ډکه وه. خالد په خونه کي کښېناست او مېرمن ئې د کورنۍ د غړو سره خبري کولې خو خالد نه پوهېدی چي څه سره وایي. څه ګړی وروسته د هغوی ږغونه توند او لهجې ئې تغیر وخوړ او داسي معلومېده لکه حالت چي جنګ او جنجال ته درومي. په دې ترڅ کي درې ځوانان او یو پوخ سنه سړی کوټې ته راننوتل او خالد ګومان وکړ چي هغوی د ده هرکلي او روغبړ ته راغلل نو په خوښۍ او مینه سره ورته ولاړ سو.

خو هغوی بې له ځنډه پر خالد ګوزار وکړ او هغه ئې دومره وډباوه چي سر ئې څو ځایه مات، خوله ئې ویني او مخ ئې تک شین سو او ټول بدن ئې وپړسېد څو چي بې هوښه سو. کله چی پر هوښ راغی نو وئې لیده چي د څو وحشیانو په منځ کي محاصره دئ. فکر ئې وکړ چي بې له فراره بله چاره نسته که نه دا ځناور به ئې وروسته ووژني. همدا د خلاصون یوازینۍ چاره وه. بس یو دم ئې ټوپ کړ او په ځغستا سو او هغوی لکه سپي تر شا پسي ایله سوي ول. خالد په دې منډو کي ځان یو ځای ته ورساوه او په داسي حال کي چي جامې ئې څیری څیري سوي وې په ډېر بد حالت کي هوټل ته ورسېد. هلته یې فکر وکړ چي زه خو ځني خلاص سوم، د مېرمني به مي څه حال وي. ښایي د وهلو له امله مړه سي یا زما څخه ئې جدا کړي او یا دا چي شاید بیرته د اسلام څخه واوړي. بس دغه ګرومونه او فکرونه ول چي خالد سهار د نوو جامو تر اغوستلو وروسته ورغی او د هغوی د کور څخه یو څه لیري ئې کور تر نظر لاندي ونیوی. دروازه تړلې وه خو خالد بیا هم همدلته ځان مصروف کړی وو او نه لیري کېدی. یو دم دروازه خلاصه سوه او هماغه درې کسان چي خالد ئې وهلی وو، راووتل او خالد ډاډه سو چي هغوی ضرور کار ته ولاړل. خالد منتظر وو چي مېرمن به ئې راووزي خو هیڅ هم ونه سول. سبا، بل سبا او درېیم سبا بیا راغی او وبه ئې لیده چي هماغه درې کسان کار ته ولاړ سي خو د مېرمني ئې هیڅ درک نه وي. بس په دغو چرتونو کي یو دم دروازه خلاصه سوه او مېرمن ئې راووته او شاوخوا ئې وکتل. خالد داسي فکر وکړ چي خپله مېرمن ئې څلور کاله نه ده لیدلې خو کله چي ئې په ځیر ځیر ورته وکتل نو د هغې سپین او نورانی مخ پړسېدلی او د ډیرو وهلو څخه تک سور سوی وو. خالد بې له ځنډه ورمنډه کړه چي ویې کتل نو څېره او بدن ئې ټوله تغمې تغمې، په وینو لړلی او پړسېدلی دئ او تر ټولو بده لا دا چي د حیوان غوندي ئې په درو ځنځیرونو تړلې وه. خالد بې اختیاره کریږي کړې خو مېرمني ئې ورته وویل چي مه ژاړه آیا نه پوهېږې چي د رسول الله (ص)  اصحابو تر دې ډېري بدي ورځي او عذابونه ګاللي دي؟

خالد په دې خبره سره ډاډه سو چي مېرمن ئې هماغه سوچه مسلمانه او د الله رښتینې مؤمنه ده او زړه ئې د الهی صبر څخه ډک دئ.خو د دې سره سره د ده اوښکي هیڅ نه درېدې او مسلسل ئې الله اکبر وایه. دا مهال مېرمني هغه په غېږ کي ونیوی او داسي اطمینان او هدایت ئې ورکړ: اول دا چي زه پر اسلام هماغسي ټینګه یم او حتی تر پخوا هم ډېره. دوهم دا چي زما او زما د کورنۍ تر منځ هیڅ ډول وساطت مه کوه بلکي هر څه به خدای په خپله سم کړي. او درېیم دا چي نور دلته مه راځه او په هوټل کي اوسه، تر څو چي زه انشاء الله درځم مسلسل دعاوي راته کوه او ډېر لمونځونه کوه، ځکه لمونځ تر خدای وروسته د انسانانو غټ پناه ځای دئ.

خالد هم د هغې مشوره پر سر او سترګو ومنله او برابر هوټل ته ولاړی او مسلسل ئې دعاوي او عبادت کاوه. یوه ورځ تېره سوه، بله ورځ تېره سوه درېیمه ورځ پسي تېره سوه خو د مېرمني ئې هیڅ درک نسته حال دا چي د خالد په زړه یو الله ښه خبر دئ. څلورمه ورځ په نیمه شپه کي د اتاق دروازه وټکېده او خالد جست له ځایه راوغورځېد مګر سخت وبیرېدی چي مبادا هماغه ځناوران بیا نه وي راغلي. خو په همدې شېبو کي ئې د خپلي مېرمني ږغ واورېد او د خوښۍ څخه هیڅ به ځان پوه نه سو. کله چي ئې دروازه ورخلاصه کړه نو سترګي ئې له اوښکو څخه ډکي سوې او هغه ئې په غېږ کي ونیوله خو هغې ورته وویل چي درځه او همدا اوس باید د دې ځای څخه ولاړ سو.

خالد ورته وویل چي خیریت دئ؟ هغې ورته وویل چي حالت سم نه دئ او ژر درځه. خالد هم بکس او هر څه سره وتړل او مېرمني ئې خپله هغه توره چادری چي ورسره راوړې وه راواخیسته او په منډه ئې د اتاق کرایه تحویل کړه او په ټکسي کی سپاره سول او هغې ټکسی وان ته وویل چي فلاني ښار ته ځو. خالد ورته وویل چي موږ باید هوایی ډګر ته ولاړ سو تر څو له دې ځایه په طیاره کي ولاړ سو. خو مېرمني ئې ورته وویل چي هغوی موږ تعقیبوي او د هوایي ډګر لاره یې ضرور راته نیولې ده. نو ښه به دا وي چي فلاني ښار ته ولاړ سو او د هغه ځایه فلاني ښار ته او بیا فلاني غټ ښار ته ولاړ سو چي له هغه ځایه خارجي پروازونه کېدای سي.

همداسی هم وسوه او اړونده ښار ته ورسېدل او ټکټونه ئې هوکې کړل. څنګه چي تر پرواز پوري ډېر وخت پاته وو، نو یو اتاق ئې کرایه کړ او هلته ئې ولیده چي د مېرمنی ټول بدن ئې تک شین او په وینو لړلی او پړسېدلی دئ او هیڅ ځای هم روغ پاته نه دئ. خالد پرله پسې ژړل خو مېرمني ئې لکه ماشوم ته چي ډاډ ورکوي دغسي آراماوه.

خالد ورڅخه وپوښتل چي څه در پیښه سوه؟ هغې کیسه داسي ورته شروع کړه: کله چي کور ته ورغلم نو هغوی راڅخه وپوښتل چي دا څه ډول لباس دي اغوستی دئ؟ ما ورته وویل چي دا اسلامي لباس دئ. وروسته ئې راڅخه وپوښتل چي هغه سړی څوک دئ؟ ما ورته وویل چي هغه مي مېړه دئ او زه مسلمانه سوې یم او د هغه سره مي واده کړی دئ. خو هغوی راته وویل چي دا هیڅ امکان نه لري او داسي نه سي کېدای. ما ورته وویل چي یو وار خو زما داستان واورﺉ چي اصلي قصه څه شي ده. نو هغه وو چي ما د هماغه سوداګر کیسه ورته وکړه چي زما څخه ئې غوښته چي فحشا پیل کړم او له دې درکه پیسې لاس ته راوړم. خو هغوی داسي راته وویل: هماغه فاحشه توب درته ښه وو نسبت دې ته چي مسلمانه سوې! نو اوس له دې کور څخه نوره نه سې وتلای مګر یا به ارتودکس کېږې او یا به هم وژل کېږي. زه چي کله پوه سوم چي هغوی حتماً ما وژني، نو ورته ومي ویل چي یو څه مهلت راکړﺉ. په دې شپو ورځو کي می خور مسلسل راڅخه پوښتل چي ولي دي د خپلي مور، د خپل پلار او خپل نیکه دین پرېښود او پردی دین دي خپل کړ؟ نو ما هم د اسلام حقیقت ورته تشریح کړ او هغه مي د عیسویت سره ورته مقایسه کاوه. څو چي وروسته کرار کرار زما خبرو پر هغې تأثیر وکړ او خپله باطله لاره ورته ډاګیزه کېده.

په پای کي ئې راته وویل چي دا دین په رښتیا هم حق دئ او زه چمتو یم چي مسلمانه سم. نو زما ګراني خور، زه به په هره بیه او هر څونه قربانۍ چي وي ستا سره کومک وکړم او د دې مصیبت څخه به دې خلاصه کړم. خو زه هغوی په درو ځنحیرونو تړلې وم او صرف د درېیم ځنځیر کیلي د هغې سره وه، حال دا چي د دوو نورو کیلۍ زما د مشر ورور سره وې چي هغه ځنځیرونه د کور په غټو پایو پوری تړلی ول تر څو زه و نه تښتم. زما خور همدلته مسلمانه سوه او راته وئې ویل چي غواړم قرباني ورکړم داسي چي ستا تر قربانۍ هم غټه وي. نو هغه وو چي یو ډول غلیظ شراب ئې تهیه کړل او زما مشر ورور ته ئې په چل ول سره څو ګیلاسه ورکړل او کله چي هغه ښه نشه او بې حاله سو نو د هغه له جېبه ئې دواړي کیلۍ راوکښلې او ځنځیرونه ئې خلاص کړل او دا دئ زه هم تا ته راغلم.

خالد په مأیوسۍ سره ورڅخه وپوښتل چي د خور حال به دي څنګه کېږی؟

هغې ورته وویل چي ما خپلی خور ته هدایت وکړ چي اسلام دي تر هغه وخته مه اظهاروه څو چي شرایط درته سم سوي نه وي او ما تماس نه وي درسره نیولی.

تر دغه غمجن داستان وروسته هغوی هوایي ډګر ته ولاړل او په طیاره کي بیرته متحده عربي اماراتو ته راغلل او هلته ئې خپله مېرمن په روغتون کي بستر کړه تر څو چي ټوله زخمونه او پړسېدلي ځایونه ئې پوره جوړ سول او بیرته ئې د خوښیو څخه ډک ژوند پیل کړ. الله دي ئې جهاد او قربانۍ قبولي او مقبولي وګرځوی.

منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ، لومړی جلد ـ ۲۰۱۰ ) ؛ ۲۴۳ ـ ۲۵۳ مخونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x