ټولنیزه برخه

د ماشومانو د بې خوبۍ د له منځه وړلو لپاره دوولس لارې چارې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

که چېرې کوم ماشوم د بې خوبۍ له ستونزې سره مخامخ شي، د لویانو بې خوبۍ ته ورته او یا هم ښایي له هغې څخه شدیدې نښې نښانې څرګندې کړي، ځکه ماشوم د لویانو په پرتله ډېر خوب ته اړتیا لري .

د ماشومانو بې خوبي :

د ماشومانو خوب کول، د ورځنۍ ستړیاوو د لرې کولو سر بېره، د ماشوم د ودې له پاره مناسب شرایط برابروي . د ماشومانو ورځنی فعالیت د لویانو په پرتله ډېر زیات دی او د کافي استراحت د نه شتون په صورت کې ډېر زیان ویني، په دې اساس که چېرې کوم ماشوم لرئ، چې د بې خوبۍ له ستونزې سره مخامخ دی، نو هرومرو له لاندې تګلارو څخه ګټه واخلئ .

۱ ـــ والدینو ته سپارښتنه کېږي، چې د خپل ماشوم له پاره د خوب مناسب ځای په پام کې ونیسي او خپل ماشوم ته په ټینګار سره ووایي، چې په خپل ځای کې ویده شي . معمولاً د خوب ځای بدلون حتی د لویانو له پاره هم نا خوښه دی او ښایي د هغوی په ځنډ ویده کېدلو سبب وګرځي . احتمالاً د مسافرۍ په اوږدو کې مو دا تجربه له ځان سره لرلې ده .

۲ ـــ دې ډلې ماشومانو ته اصلاً د دې اجازه مه ورکوئ، چې د ټلویزیون د ننداره کولو او یا هم د کورنۍ دندې د ترسره کولو په بانه ویښ پاتې شي . د هغوی د خوب له پاره مشخص وخت په پام کې ونیسئ او هغوی په هماغه وخت کې ویده کېدلو ته اړ کړئ .

کله وخت لیدل کېږي، چې ځینې ماشومان د وېرونکو فلمونو د کتلو له امله، له بې خوبۍ سره لاس و ګرېوان کېږي، نو غوره ده، چې والدین خپل ماشومان دې ته پرېنږدي، چې وېرونکي فلمونه وګوري .

۳ ـــ د خپلو ماشومانو له پاره د خوب منظم ساعتونه په پام کې ونیسئ .

د ماشوم د خوب ساعتونه باید ثابت وي، یو ځانګړی ساعت په پام کې ونیسئ . د لومړي ځل له پاره خپل ماشوم وهڅوئ، تر څو په هماغه ځانګړي شوي ساعت کې ویده شي او نورې شپې هم، حتی د اوونۍ په رخصتیو کې هم هماغه ځانګړی ساعت د ماشوم د ویده کېدلو له پاره معیار وګرځوئ، له خوب څخه د را ویښېدلو له پاره هم له همدې تګلارې څخه ګټه واخلئ . پام مو وي، هرڅومره چې ماشوم ژر له خوبه را ویښ شي، نو غوره ده، ځکه تر شپې پورې په بشپړه توګه ستړی کېږي او په هماغه ټاکل شوي وخت باندې ویده کېږي .

۴ ـــ والدین باید د خپل ماشوم عاداتو او تغذیې ته پام وکړي او هڅه دې وکړي، چې کافئین لرونکي خوړنیز توکي له خپل خوړنیز پروګرام څخه لرې او یا هم کم کړي . که چېرې ماشوم د دې خوړنیزو توکو له مصرف سره مینه درلوده، نو هڅه باید وشي، چې له خوب څخه څلور ساعته مخکې مصرف شي، ځکه چې د کافئین لرونکو خوړنیزو توکو په وړاندې د ماشومانو غبرګون د لویان په څېر دی، یانې لکه څنګه چې د دې موادو مصرف د لویانو د بې خوبۍ سبب ګرځي، په ماشومانو باندې هم اغېز لري .

۵ ـــ تغذیه پوهان معمولاً له خوب څخه مخکې د تړمو شیدو د مصرف، چې کلسیم لري، سپارښتنه کوي .

۶ ـــ لږ تر لږه له خوب څخه دوه ساعته مخکې د ماشوم ماښامنۍ چمتو کړئ، چې وې خوري . دا کار د خوړو د نسبي هضم سبب ګرځي او ماشوم به په ډکه معده ویده نه شي . ځکه چې ډکه معده د بې خوبۍ سبب ګرځي .

۷ ـــ سپارښتنه کېږي، چې په ماښامنۍ کې د کالوري لرونکو خوړو له مصرف څخه ډډه وکړئ، د ماشوم په ماښامنۍ کې باید د ډېرو قندي موادو لرونکو خوړو له مصرف څخه هم باید ډډه وشي، ځکه چې له خوب څخه مخکې د ډېرو قندي لرونکو مواد مصرف د انرژۍ د ډېرښت سبب او په ماشوم کې تحرک را منځته کوي . په دې اساس ډېر تحرک او خوځښت ته لېوالتیا د ویده کېدلو ښه پړاو مختلوي .

۸ ـــ د دې له پاره، چې ماشوم ژر ستړی شي او ویده شي، نو سپارښتنه کېږي، چې هغه د ورځې په اوږدو کې بدني فعالیت ته وهڅوئ . هغه ماشومان چې د ورځې په اوږدو کې کافي فعالیت نه ترسره کوي او خپله انرژي نه مصرفوي، نو په خوبۍ اخته کېږي .

۹ ـــ د ماشوم د خوب له کوټې څخه د هغه د خوښې وړ د لوبو هر ډول وسایل لرې کړئ . ځکه کله وخت لیدل کېږي، چې دا ډله ماشومان په دې وسایلو باندې په لوبو کولو بوختېږي او نه ویده کېږي .

۱۰ ـــ د هغو ماشومانو والدینو ته، چې معمولاً د خپلو ماشومانو له بې خوبۍ څخه ځورېږي سپارښتنه کېږي، چې د خپل ماشوم د کوټې تودوخه بررسي کړي، داسې نه چې د کوټې تودوخه لوړه وي . د ماشوم د کوټې تودوه هوا د هغه د بې خوبۍ سبب ګرځي، نو د ماشوم کوټې ته په مناسبې هوا ورکونې سره، د هغه د خوب له پاره مناسب شرایط را منځته کړئ.

۱۱ ـــ د دې ډلې ماشومانو والدینو ته سپارښتنه کېږي، تر څو د ماشوم د ښه ویده کېدلو له پاره د کور چاپېریال خاموشه وساتي او له هر ډول شور ماشور او د ټلویزیون له لوړ غږ څخه ډډه وکړي .

۱۲ ـــ د دې ډلې ماشومانو والدین باید په پام کې ولري، چې هېڅکله د ماشوم د بې خوبۍ له امله خپله غوسه څرګنده نه کړي، ځکه چې ماشوم د هر ډول غوسې په لیدو سره، په اروایي فشار او تشنج اخته کېږي، چې دا اروایي فشار په خپله د لا ډېرې بې خوبۍ سبب ګرځي او معیوب دوران را منځته کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x