افغانستان

ګلوبل فایننس: افغانستان د نړۍ درویشتم فقیر هیواد دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): زموږ زیاتره هیوادوالو ته ځانونه دنړۍ تر ټولو فقیر او غریب خلک معلومیږي خو واقعیت دادی چې په نړۍ کې تر موږ لا فقیر خلک ژوند لري.

ګلوبل فایننس مجلې د پیسو د نړیوال صندوق د احصائیو په بنسټ راپور خپور کړی چې په کې د نړۍ دیرش تر ټولو غریب هیوادونه مشخص شوي دي. دا هیوادونه چې زیاتره یې افریقایي هیوادونه دي خو د افغانستان، یمن او نیپال په شان ځیني اسیایي هیوادونه هم په کې شته د فقر او غربت علت په کې مستبد حکومتونه او پراخ دولتي فساد ښودل شوی دی.

د راپور له مخې ددغو هیوادونو له جملې ځینې یې پراخ طبعي ذخائر او د اقتصادي ښیرازۍ لپاره مناسب فرصتونه لري. خو فاسد او اختلاسګر حکومتونه یې له دغو فرصتونو د استفادې په مخکې خنډ دي.

راپور د هر هیواد د وګړو د کلني ناخالص داخلي تولید او د ژوند د شرایطو او معیارونو په بنسټ فقیر هیوادونه درجه بندي کړي چې له مخې یې د مرکزي افریقا دموکراتیک جمهوریت دنړۍ لومړنۍ فقیر هیواد او د کانګو دمواکراتیک جمهوریت د نړۍ دوهم تر ټولو غریب هیواد بلل شوی دی.

د فقیرو هیوادونو په دې درجه بندۍ کې زمبابوې (۲۲) او افغانستان ( ۲۳) ځای خپل کړی. همداراز نیپیال (۲۸) یمن (۲۹) او سینیګال (۳۰) غریب هیواد بلل شوي دي.

په راپور کې یوه د توجه وړ نقطه دا هم ده چې تر ټولو غریب هیوادونه یې هغه دي چې په نوم کې یې دموکراتیک قید راغلی چې له دې ښکاري چې د دموکراسۍ یا جمهوریت په اساساتو ولاړ نظام لزوما اقتصادي ښیرازي له ځان سره نلري.

افغانستان په داسې حال کې د نړۍ د دیرشو فقیر ترینو هیوادونو په لست کې راځي چې څو ورځې وړاندې د امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې (سیګار) ویلي و چې امریکا په تیرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان له بیارغونې سره ۱۱۵ ملیارد ډالره کومک کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x