شعـــــرونه

غزل/ عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

شونډې ګنډم زړه او نظر څخه توبه اوباسم
هم یې له مینی هم دلبر څخه توبه اوباسم

د زړه زخمونه مې تازه کړي غم مې لا زیاته وي
زمونږ دکلي مازدیګر څخه توبه اوباسم

چي پرې د حق دفاع ونه سي نور مو نه دی په کار
داسي ضمیر او داسي ســر څخه توبـه اوباسم

دغه دکومې مینې راز دی یو چا داسې ویل
ځمه تیارو ته او له لمر څخه توبه اوباسم

چې پاک اسلام، وطن او قوم ته درناوی نلري
داسې مسیر داسې رهبر څخه توبه وباسم

خلک شکمن دي هسې نه چې ترې غمونه جوړ شي
ریحانه نور دبر ګودر څخه توبه اوباسم

عبدالله ریحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x