افغانستان

په بګرام کې امریکایي بې پيلوټه الوتکه ویشتل شوې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوي ايميل څرګنده کړې چې نن مازديګر ۴ بجې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ نیازو کلا سیمه کې يوه امریکايي کشفي بې پیلوټه الوتکه د دوی مجاهدينو په رسا برید کې رانسکوره کړې ده. مجاهد زیاتوي چې دغه بې پيلوټه هغه مهال و ويشتل شوه چې په سیمه کې په کشفي ګزمه بوخته وه. د یادونې وړ ده چې نن غرمه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په سادات کاريز سیمه کې هم طالبانو يوه امریکايي جنګي چورلکه ویشتې وه چې له عملې سره ځای پر ځای وسوځيده. باید و ويل شي چې د روان ۲۰۱۴ م کال د لومړۍ روانې میاشتې په ترڅ کې څلور الوتکې د طالبانو لخوا رانسکورې شوي دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x