د اسلام لوی دښمن ابو رافع عبدالله بن ابي الحُقيق يهودی څنګه ووژل شو؟

عرفان الله عرفاني

ابو رافع يهودي خيبر سره نږدې د حجاز په اطرافو کې يوه کلا درلوده چې دی هلته پکې اوسېده.

له (حضرت برآء بن عازب رضی الله عنه) څخه روايت دی چې رسوالله (صلی الله علیه وسلم) يوه ډله صحابه د عبدالله بن عتيک (رضي الله عنه) په مشرۍ د ابو رافع د قتلولو لپاره ورولېږل، ابو رافع حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ډېر تکليفونه رسولي ول او د رسوالله (صلی الله علیه وسلم) په مقابل کې يې د غطفان قبېلې او د عربو له نورو مشرکانو سره ډېرې مالي مرستې کړې وې.

عبدالله بن عتيک (رضي الله عنه) فرمايي:

کله چې کلا ته ور نږدې شوو لمر لوېدلی و او خلکو خپل څاروي کلاته ننوېستل. ما خپلو ملګرو ته و ويل تاسې دلته کينئ زه ورځم تر څو کلا ته د ور دننه کېدلو او له دروازه بان څخه د تېرېدلو لپارڅه طريقه برابره کړم. دی وايي چې زه دروازې ته نږدې ورغلم ، هلته مې په ځان څادر را خپور کړ، او داسې کېناستم لکه قضاء حاجت ته چې ناست يم، او دا د دې لپاره چې ومې نه پېژني. خلک ټول کلا ته ننوتل، په دې کې هغه د دروازې پيردار را غږ کړ که غواړې چې کلا ته داخل شې نو راشه ننوځه، کنه زه دروازه بندوم. په دې کې زه کلا ته ننوتم او ځان مې د څارويو په يوه کوټه کې پټ کړ.

کله چې ټول خلک را داخل شول نو دروازه يې بنده کړه او د قلف کلي ګانې يې د کلا په دېوال کې په يوه مېخ کې را وځړولې. زه ورغلم کيلي ګانې مې را واخيستې او دروازه مې خلاصه کړه. له ابورافع سره خلکو د هغه په کور کې مجلس او کيسې کولې.
د ده په کوټه کې کله چې د دوئ کيسې خلاصې شوې او خلک ترې لاړل، زه بالاخانې ته وروختم او د دروازو په خلاصولو مې پيل وکړ، کله به مې چې دروازه خلاصه کړه بېرته به مې د شا لخوا په ځان پسې رابندوله ځکه چې که چېرته قوم را خبر شي چې دی له ما خلاص نکړای شي.

زه په تياره کې ده ته ورنږدې شوم، چې ګورم دی په يوه توره کوټه کې د خپلو بچيانو په منځ کې و، زه نه پوهېدم چې دی د کوټې په کوم ځای کې دی؛ ما غږ پرې وکړ چې ابورافعه! هغه وويل څوک يې؟ ما د آواز ځای په نښه کړ او دی مې په توره وواهه.

ابو رافع د تورې په دې ګوزار مړ نشو او ځان يې غلی کړ. زه بيرته را و وتم، لږ وخت وروسته بيا کوټې ته ورننوتم، غږ مې لږ بدل کړ او پوښتنه مې ترې وکړه: ابورافعه دا د څه غږ وو؟

هغه وويل مور دې بوره شه! چا په کوټه کې په توره ووهلم. عبد الله بن عتيک رضي الله عنه وايي چې بيا مې ګزار پرې وکړ، قتل نشو خو زخمي مې کړ. بيا مې د تورې څوکه د ده په خېټه کې ورکېښوده او پکې تاو مې کړه او چې دده د هډوکو خرپاری مې واورېد نو پوه شوم چې اوس قتل شو.

ما بېرته دروازې يوه يوه خلاصوله تر دې چې اخيرې زينې ته راورسېدم، ما خپل قدم کېښود چې ځمکې ته به رسېدلی يم، په دې کې زه راولوېدم او پښه مې ماته شوه. پښه مې په پګړۍ وتړله، او له دروازې سره کېناستم.

له ځان سره مې وويل تر هغې به د شپې و نه وځم تر څو پوه شم چې ابو رافع قتل شوی دی او که نه. کله چې چرګانو بانګونه وکړل نو د مرګ اعلان کوونکی د دېوال پر سر ودرېد او اعلان يې وکړ چې د حجاز تر ټولو لوی تاجر ابو رافع وژل شوی دی! زه هم بېرته خپلو ملګرو ته راغلم ورته ومې ويل چې تلوار کوئ! الله تعالی ابو رافع قتل کړ.

موږ رسوالله (صلی الله علیه وسلم) ته راغلو، هغه ته مو ټوله کيسه وکړه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وويل پښه دې وغځوه! هغه مسحه کړه، داسې جوړه شوه لکه بالکل چې ماته شوې نه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د