شعـــــرونه

پرېږدۍ يو شپونکی چې غږوي شپېلۍ

استاد شپونکی

ګوره چې مې ماتې تلوسې نه کړې
هېرې رانه لويې حماسې نه کړې

تا چې دومره تنګه غېږ نيولې ده
ښکاري چې به ډېر خلک درپسې نه کړې

هغه چې خورېږې پټې پټې نن
دلته رښتيا هغه ګونګوسې نه کړې

دومره لوی کاروان چې پدې تنګه لار
ځای ته رسوې نو به غوسې نه کړې

ځو په سپينو زړونو د هدف پر لور
زړو ته مو داخلې وسوسې نه کړې

توره دې منو خو قلم هم غواړو
شاړ مو مکتبونه مدرسې نه کړې

لوی کور جوړول دقيق حساب غواړې
جوړ يې په اټکل بې هندسې نه کړې

دا اوږده مزلونه د عزمونو دي
ګوره چې ياري مې د پيسې نه کړې

پرېږۍ يو شپونکی چې غږوي شپېلۍ
مه يې چوپ کوئ چې ښې کيسې نه کړې

دا (شپونکی) اوس هم خپله رمه ساتي
بېل يې د تربره په دسيسې نه کړې
۲۷/۰۳/۲۰۱۷م

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x