نړۍ

د فرانسې ولسمشر هم خپله مېرمن پرېښوده

نن ټکی آسیا: د فرانسې ولسمشر فرانسو اولاند وايي، خپله کورودانه او د فرانسې لومړۍ مېرمن ولیري ټرائرولر یې پریښې او نور په خپل منځ کې سره جلا شوي دي.
نوموړي پرون اسوشيټيد پريس خبري اژانس ته په تلیفوني اړیکې کې ومنله، چې نور به د خپل هېواد د مشر په توګه له مېرمن ټرایرولر سره ژوند تېر نکړي او نور له هغې تېر شوی دی.

نوموړي په داسې حال کې د خپلې میرمنې د طلاقولو پریکړه کوي، چې څو ورځې وړاندې فرانسوي رسنیو د ده او یوې۴۱ کلنې فرانسوۍ فلمي لوبغاړې جولي ګيټ ترمنځ پټې اړیکې رسوا کړې.
ویل کېږي، چې د نوموړې مېرمن به نن د هندوستان ممبیی ښار ته د یوې خیریه مؤسسې د چارو په لړ کې سفر وکړي ؛نو ځکه ښایې ژر پر خپل جلاوالي تبصره ونشي کړای.
د فرانسې اوس مهالی ۵۹ کلن ولسمشر فرانسو اولاند په ۲۰۰۷ کې هغه مهال خپله یوه بله مېرمن طلاقه کړه چې د ولسمشرۍ په ټاکنیزو سیالیو کې ترې د فرانسې مخکنی ولسمشر سرکوزی وړاندې لاړ او ټاکنې یې وګټلې.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې دا دویم لوړ-پوړی غربي چارواکی دی، چې د خپلې ښځې طلاقولو ته لاس اچوې، له ده وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د خپلې میرمنې میشل اوباما د پرېښودلو پرېکړه وکړه او وروستي راپورونه وايي، چې دا پریکړه یې عملې کړې هم ده.
د دوی په تړاو ویل کېږي، چې د اوباما او میرمنې ترمنځ یې وروسته له هغې اړیکې خړې-پړې شوې، چې کله د نیلس مانډيلا په جنازه کې د ډنمارک د صدراعظمې او اوباما په منځ کې د خندا او خواږه بانډار شاهده پاتې شوه. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x