ټولنیزه برخه

د ایثار او همدردۍ یوه عجیبه واقعه

لیکوال :ابن الحسن عباسي
ژباړه :عبدالمالک مدني

ایثار او همدردي،یعني نورو خلکوته پر خپل ځان ترجیح ورکول او دهغوی په غم او پرېشاني کې ځان شریکول د اسلام په ټولنیزو تعلیماتو کې داخل دي .
داسلامي ټولنې په تاریخ کې د ایثار او همدردي ستر او عجیب واقعات پیداکیږي،په دغوکې یوه واقعه خطیب بغدادي په خپل کتاب ( تاریخ بغداد) کې د امام واقدي پر حال لیکلې ده :

د واقدي بیان دی،چې یوځل زه دمالي پرېشاني سره مخامخ شوم،خبره تر فقر پوري ورسیدله،له کور څخه خبر راغی چې اختر را روان دی او په کورکې هیڅ هم نشته،مشران خوبه صبر وکړي،مګر ماشومان د بیوزلي اختر څنګه تیرکړي؟کله چې ما داخبر واورېد،نو خپل یوتاجر ملګري ته د پور غوښتلو لپاره ورغلم،هغه چې زه ولیدلم پوه شو،د دولس سوه دیناره کڅوړه یې زماپه لاس راکړه،زه کور ته رغلم،کله چې کېناستم، زمایو هاشمي ملګری راغی،هغه هم ډیرغریب ؤ، زماڅخه یې قرض وغوښت،ماخپلې میرمنې ته ټوله قصه وکړه،هغې راته وویل :ددڅومر پیسو ورکولوته دي اراده ده؟

ماورته وویل :دکڅوړې قیمت به نیم ورکړو،په دې ډول به د دواړو کار وشي. هغې راته وویل : عجیبه خبره ده،ته یو عام سړی ورغلې،هغه تاته دولس سوه دینار درکړل او ته یوعام سړي ته د هغې نیمايي ورکوې،ته هم ټوله کڅوړه ورکړه،ماهغه کڅوړه خلاصه نه کړه او ورمي کړه،هغه چې کور ته لاړ،نوزماتاجر ملګری ورغی او ورته ویې ویل :اختر را روان دی،په کورکې مي هیڅ هم نشته،یوڅه قرض مي پکاردی .هاشمي ملګري هغه کڅوړه ورکړه،کله چې ده خپله کڅوړه ولیدله نو ډیر حیران شو،کڅوړه یې هاشمي ملګري ته ور پرېښودله،ماته راغی، ما ټوله قصه ورته وکړه .په حقیقت کې د تاجرملګري سره له دې کڅوړې څخه پرته هیڅ هم نه وو،هغه یې ټول ماته راکړل او په خپله د پور د غوښتلو لپاره هاشمي ملګري ته ورغی .

د ایثار او همدردي په دې پېښې چې وزیر یحیی بن خالدخبرشو،نولس زره دینار یې را واخستل او ویې ویل :په دې کې دوه زره ستا، دوه زره دهاشمي ملګري،دوه زره دتاجر ملګري او څلور زره ستادمیرمنې لپاره دي،ځکه چې هغه ترټولو دقدر وړ او داعزاز حقداره ده .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x