شعـــــرونه

ستاياد/ فضل الرحيم بلال

فضل الرحيم بلال
بیاد درد سلګۍ راته راغلې دي
ستادیادسختۍ راته راغلې دي

زه مي دواړه لپوکي اوبه څښم
بیاتندي ګرمۍ راته راغلې دي

بند دتصورکوټه کي ناست یمه
خیال ته هتکړۍ راته راغلې دي

داچي نه یمه په خودکي ستادلاس
نښي پخوانۍ راته راغلې دي

نه پاڅېږم سترګومي تیاره راځي
توري ترږمۍ راته راغــلې دي

هغه مازیګرکي ستادخولې کلام
بیاهغه لنډۍ راته راغلې دي

ناست دفکرټال کي یم بلاله زه
سختي شبګيرۍ راته راغلې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x