افغانستان

بېړنی خبر : کابل کې د ملي اردو پر موټریز کاروان سرتېری برید شوی

نن ټکی آسیا : همدا شېبه مو له کابل څخه خبر تر لاسه کړ، چې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په کارته نو سېمه کې د ملي اردو ځواکونو د هوایي قطعې د موټرو پر کتار زوروره چاودنه، چې ښایې سرتېری برید به وي؛ترسره شوی.
ناتایید شوې شمېرې ښيي، چې په برید کې تر دې دمه د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د کابل امنیتي چارواکو د پېښي پخلی کړی ؛خو د مرګ-ژوبلې د کره شمېرې په باب یې څه نه دي ویلي.
عیني شاهدان وايي، چاودنه خورا زوروره وه ، چې له پېښي سمدستې وروسته یې په سېمه کې د ملي اردو ګڼ مړي او ټپیان ولیدل، چې په امبولانسونو کې روغتون ته انتقال کېدل.
طالبانو تر دم ګړیه د برید په باب څه نه دي ویلي.

د نورو جزیاتو لپاره له موږ سره اوسئ…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x