افغانستان

امریکايي ژورنالیست: راځئ څرګنده یې ومنو چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): تر پورتني سرلیک لاندې یو امریکايي لیکوال او ژورنالیست د افغانستان جګړه «نه ګټونکې او یوه بایللې» جګړه وبلله.

ډوګلاس ای ویسنګ (DOUGLAS A. WISSING) په خپلې تازه لیکنه کې ویلي چې که څه هم په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په افغانستان کې تر سل بیلیونه زیات ډالر مصرف کړل، خو بیا هم دغه هیواد په هره برخه کې وروسته پاته هیواد دی.

نوموړی زیاتوي د دې سربېره چې امریکایان د مقاومت په ځپلو کې ناکامه شول، ډېری افغانان له سره هغه افکار نه قبلوي چې بهرنیان یې پرې تپي.

هغه د یو امریکايي پوځي چارواکي چې د بیا رغونې په برخه کې د خپلې ډلې له کاره راضي نه و، له قوله لیکي: «مونږ چې څه خرڅوو، افغانان یې نه رانیسي».

یاد ژورنالیست د راتلونکي لپاره د ښې تګلارې شتون نه ویني او په وینا ګڼ افغانان او امریکایان د خپلو مادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي چې دا «بې معنی» جګړه وغځوي. نوموړی لیکوال د امریکايي استخباراتو له یوه افسر څخه په نقل قول وايي چې «هر څوک د جیب ډکولو په غم کې دی».

امریکايي لیکوال او ژورنالیست زیاتوي چې که مونږ همدې جګړې ته همداسې ادامه ورکړو، د بدلې پایلي تمه باید ونه کړو.

هغه لیکي چې د سوریې جګړې له پیل وروسته د افغانستان جګړه هېره شوې او ډېر کله امریکایان حیران شي چې اوس هم افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر بل هر ځای زیات امریکايي پوځیان په کې میشت دي او په ۸۴۰۰ پوځیانو سربېره، نامعلوم شمېر ځانګړي ځواکونه او لسګونو زره قراردادي عسکر په کې پراته دي چې معاشونه یې دفاع وزارت او نور ارګانونه ورکوي.

لیکوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن لخوا د اضافه پوځیانو غوښتنې او د پنټاګون په نوې ستراتیژۍ کې د څو زره نورو عسکرو د لیږلو موضوع ته په اشارې زیاتوي چې امریکايي جنرالان افغانستان ته د اضافه عسکرو د لیږلو غوښتنه کوي خو «دا یې کله هم څرګنده نه کړای شوه چې دوه زره نور پوځیان به د جګړې رخ څرنګه بدل کړي په داسي حال کې چې سل زره پوځیان پرې ونه توانېدل؟».

امریکايي لیکوال او ژورنالست (ډوګلاس ای ویسنګ) کاږي چې د افغانستان د جګړې لپاره دفاع وزارت (پنټاګون) له کانګریس څخه د ۴۴ بیلیونه ډالرو غوښتنه کړې چې وروسته یې په دغه شمېر باندې ۱۱ بیلیونه ډالر نور زیات کړه، په دې معنی چې د پنټاګون د جګړییزې بودیجې څخه ۷۰٪ په افغانستان او پاتې برخه په نورو ځایونو کې مصرفیږي، په داسي حال کې چې په سوریه او عراق کې د داعش د ځپلو لپاره یوازې د ۵ بلیونه ډالرو غوښتنه شوې.

نوموړی د اضافي عسکرو د لیږلو لپاره بودیجه اړینه بولي او د اقتصادپوهانو هغه راپور ته اشاره کوي چې د ۲۰۱۷کال تر پایه یې په نړۍ کې د امریکا د جګړو ټول مصرف شوي او مصرفیدونکي ډالر ۵ ټریلیونه اټکل کړي، چې په وینا یې له دې جملې څخه یوازې د افغانستان په جګړه کې د امریکا لګښتونه تر ۱ ټریلیون ډالرو زیات تخمین شوي دي.

لیکوال په اقتصادي لګښتونو سربېره د ځاني تلفاتو یادونه هم کوي او لیکي چې امریکايي پوځیان له دې اوږدې جګړې څخه ستړي شوي دي. د هغه په وینا، دې جګړې تر ۱۶۰۰ زیات امریکایان بې لاسو او پښو کړي، ۳۲۷۰۰۰ کسان یې دماغي ټپیان کړي، ۷۰۰۰۰۰ پوځیان داسې معیوب دي چې بدن یې تر ۳۰٪ زیات معیوب دی او له جګړې وروسته په روحي تکلیف باندې اکثره پوځیان اخته دي.

نوموړی زیاتوي چې همدا ټپي، معیوب او په روحي تکلیف باندې مبتلا پوځیان د خپلو کورنیو په اوږو بار ګرځي او هغوی هم نه پوهیږي چې څرنګه چلند ورسره وکړي.

خو یاد امریکايي لیکوال او ژورنالیست وايي دغه قربانیو کومې خاصې لاسته راوړني نه دي لرلي او زیاتوي:
«امریکایان په افغانستان کې ۱۶ کاله پاته شول، خو اوس هم د افغانستان حکومت د نړۍ تر ټولو زیات اداري فاسد حکومت دی، د اقتصادي غربت له لحاظه په نړۍ کې نهم بې وزله حکومت دی، یوازې په ۲۰۱۶ کال کې لسګونه زره افغان عسکر او تر ۱۲۰۰۰ زیات ولسي خلک د جګړې قربانیان وو او تر شپږ سوه زره زیات افغانان د جګړو له کبله له کورونو بېځایه شوي دي. د میلیاردونو ډالرو امریکايي کومکونو باوجود افغانستان له ناورین سره مخ دی او دا هیواد د خیالي مرستو قرباني دی».

لیکوال باور څرګندوي چې د ۲۰۰۵ کال څخه هر کال طالبان دوه چنده تقویه کیږي او دا مهال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپل حکومتي تشکیلات لري او د هیواد تر پنځوس سلنې پورې ځمکې باندې واکمن دي.

نوموړی زیاتوي چې طالبان د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ولایتونو مرکزونه تهدیدوي، پر حکومتي اهدافو په دایروي شکل بریدونه کوي او بیا د حکومت مرکزونو ته ځان رسوي، چې په کابل کې یې وروستي بریدونه ښه مثال بلل کیدای شي.

یاد ژورنالیست د امریکايي جنرال نیکلسون د څرګندونو، چې جګړه یې د ګټلو او بایللو ترمینځ ولاړه بللې وه، برعکس د افغانستان روانه جګړه بایللې ګڼي او زیاتوي:

«امریکايي چارواکي د افغانستان جګړه په بند او ولاړ حالت کې بولي، خو د ځانګړو ځواکونو په مینځ کې د پیژندل شوي اصل پر بنسټ، کله چې په مقاومت کې کمښت نه راځي نو مقاومت کوونکی ګټونکی وي. نو بناء دا جګړه بنده او ولاړه نه ده، بلکې یوه ناکامه یا بایللې جګړه ده».

نوموړي وايي چې امریکايي جنرالان، دیپلوماټان او سیاسي چارواکي ټینګار کوي چې امریکا له افغانستان څخه خپل پوځونه ځکه نه شي ایستلای چې په دغه هیواد کې یې پانګونه کړې ده او ځاني او مالي قرباني یې ورکړې، خو په وینا یې حکمت دا دی چې کله د یو چا پیسې په خراب هدف کې غرقې شي، خپلې پاته پیسې نه پسې ورغورځوي.

یاد لیکوال او ژورنالیست د خپلې لیکنې په پای کې لیکي چې ولسمشر ټرمپ یو واقع بینه سوداګر دی او پوهیږي چې کله د د وینو توییدلو لړۍ ودروي. لیکوال یقین څرګندوي ټرمپ به په زړورتیا دا فیصله وکړي چې یوه بایللې قضیه وتړي او پر ناسمې پانګونې نور مصرف ونه کړي او نور به د افغانستان د جګړې توکمه بنده کړي.

ډوګلاس ای ویسنګ (DOUGLAS A. WISSING) یو امریکایي ژورنالیست او څیړونکی لیکوال دی او لیکني یې په واشنګټن پوسټ، فارین پالیسي، لاس انجلس ټایمز، نیویارک ټایمز او نورو مشهورو چاپي او بریښنايي رسنیو کې خپرې شوي دي. نوموړي د افغانستان جګړې په اړه دوه کتابونه هم لیکلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x