fbpx

دفلکي علومو لارښود (25) داساسي نقطو، جهتو او شمالي قطب پېژندنه

مفتي احسان اللّه

څلور اساسي نقطې:

کله چې دایره راسې، دایره افق پر دوو نقطو داسي قطع کړي، چې په نتیجه کې زاویه قایمه جوړه شي، هغه یوې ته نقطة المشرق او بلي ته، نقطة المغرب ویل کیږي.

 

دغو مخفف حروف د (News) په کلیمه کې هم موجود دي، معنا يې همدا ده، چې دڅلورو لورو خبرونه.

او دایره زوال چې بیا دایره افق پر دوو نقطو داسي قطع کړي، چې په نتیجه کې د 90 درجو زاویه جوړه شي، یوې ته يې شمالي او بلي ته يې جنوبي نقطه وايې.

څلور اساسي جهتونه:

دیادو ټولو نقطو ښي او چپ لور ته پر 90 درجو مشتملي خوا ته جهت ویلکیږي، له شرقي نقطې نه یو او بل لور ته 45 درجې شرقي جهت، او له غربي نقطې نه یو او بل خوا ته 45 درجې مغربي جهت، له شمالي نقطې نه هم 45- 45 درجې شمالي جهت او له جنوبي نقطې نه 45 – 45 درجې جنوبي جهت بلل کیږي.

فرعي جهتونه:

له شمالي نقطې نه دشرق لور ته تر 45 درجو پوري، شمال شرقي، او دغرب لورته تر 45 درجو پوري شمال غرب، همدا شان دجنوبي نقطې نه دشرق خوا ته تر 45 درجو پوري جنوب شرق، او دغرب طرف ته تر 45 درجو پوري جنوب غرب، او هم دا شان دشرقي او غربي نقطو هم داسي جهتونه جوړيږي.

فایده:

په نقطة المشرق، نقطة المغرب او جهة المشرق، جهة المغرب کې فرق واضح دی، چې له نقطې نه متعینه نقطه مراد ده، چې عین دتقاطع ځای دی، او له جهة نه بیا پوره 90 درجې (یعني 45 ښي او 45 چپي لور ته) مراد وي.

نقطة الشمال والجنوب، یا جغرافیايې قطب (Geographical Pole):

قطب شمالي دزمکي پر کره تر ټوله لوړه نقطه ده، او شمالي متجمده علاقه کې واقع دی، دزمکي پر سر دوهمه یخه علاقه شمیرله کیږي، پوره کال هلته واره پرته وي، دې منطقې ته نیږدې مقناطیسي قطب هم واقع دی، مقناطیسي قطب.

فایده:

شمال جغرافیايي ته شمال حقیقي (True North)، او جنوب جغرافیايي ته حقیقي جنوب (True Suth) هم وايې، او دجغرافیايي یا حقیقي ددې لپاره ورسره زیاته وو، چې دمقناطیسي قطب نه امتیاز راشي.

فایده:

جغرافیايي شمال دقطبي ستوري په ذریعه معلومولای شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د