fbpx

رولا غني ته د لومړي مرستیال دوستم له لوري جواب: ستا حیثیت څه دی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): د برتانیې څخه خپرېدونکې ټایمز ورځپاڼي ته د ولسمشر لومړۍ مېرمني رولا غني په مرکه کې ویلي چې د جنرال دوستم په حق کې قانون تطبیق شوی او هغه اوس په خپل کور کې د نظر بندۍ شپې سبا کوي او د سیاسي ژوند څخه لیري دی.

د رولا غني په جواب کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د دفتر مشر عنایت بابر فرهمند سخت عکس العمل ښودلی او د رولا غني سیاسي او قانوني حیثیت یې تر پوښتنې لاندي را وستلی دی.

نوموړي ویلي چې د رولا غني څرګندوني هیڅ قانوني توجیه نه لري، د رولا غني قانوني صلاحیت او حیثیت باید لومړی د افغان ولس سره شریک شي.

نوموړي ویلي چې ارګ د جنرال دوستم په اړه د اصلیت په لټه کې نه دی او نه هم غواړي چې قانون ته غاړه کښيږدي.

او زیاته کړې د رولا غني څرګندونو یو ځل بیا ښکاره کړه چې ارګ د قانون عملي کېدل نه غواړي او نه هم حقیقت څرګندول یې مقصد دی، یوازي غواړي چې یو لوی قوم د سیاسي توطیې ښکار کړي او د سیاست له صحنې څخه یې وباسي.

باید وویل شي له هغه وروسته چې جنرال دوستم د احمد ایشچي له لوري په غیر قانوني بند او جنسي زوروني تورن شوی، پر نوموړي فشار واردیږي چې باید له خپلې دندې استعفا ورکړي او ترکیې ته تبعید شي خو نوموړی په کابل کې په خپل هستوګنځي کې پناه اخیستې او د ګډحکومت سره توندي څرګندوني وخت نا وخته تبادله کوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Jamaluddin Miakhail
میلمه
Jamaluddin Miakhail

سر مو کې ځي هم د سنګر ملګرو خیال وساتۍ دعا یي واخلئ دا ولس او کلیوال وساتۍ لاره اغزنه ده، او ډیره به اغزنه شي که!!! مشرانو تاسو سیاست په همدي حال وساتۍ چې وس مو کیږي د غریبو لاس نیوي پکار دی د شهید پاتي یتیمان اهل و عیال وساتۍ ملګرو ګورۍ قربانۍ ته مو زیان ونه رسي ځان له فتنو وساتۍ ځان ورته سمبال وساتۍ سوله یی نوم دی د اشغال د بقا راز پکي دی سوله ونکړئ ډګر ګرم سر وکال وساتئ د هر یو غشي هری توری حساب غواړی خالق! پام په مصرف وساتۍ پام… نور لوستل »

مومن
میلمه
مومن

الله دي خیرکا.له ایسچي نه هم اول همدا پوښتنه کړې وه

سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه
سلطان صالحی له قزوینه سخه

ستائ په دکارو کشی سه دی ته ئ نه پیژ نی چه داسه کوی اوسه ئ نه دی کری او سوکدی ده د بوکراسی خود.داغه دغه زای ورک سی چه هر سوک په داسی خطر ناکو زایو کارلری..

اقبال
میلمه
اقبال

د غنی ، رولا غنی ، عبدالله دوستم او د ارګ نور کالی څټو په قانون ماتونه خو کتابونه ډکیږی ، د هم دوی په دیموکراتیک قانون یو هم د دغه دندو وړتیا او جواز نه لری ، که یی په اړه دلایل لیکم له تبصری زیات دی سر بیره په قانون ماتولو یو بل ته غوښه او چاړه دی هر یوه په دی هڅو کی دی چه کله به یی وینی چښم . دا څه حال دی. غیسوی رولا غنی سربیره پردی چه لبتانی بیعت لری ، د افغانستان تذکره یی نه ده تر لاسه کړی عیسوی هم ده… نور لوستل »