نادري ناولده

د یوه پر ځای درې لمرونه- د روسيې پر اسمان

نن ټکی آسیا: د روسیې د پلازمېني مسکو ښاریانو په اسمان کې د نورې نړۍ په څېر د یوه نه ، بلکې دریو لمرونو د لیدلو شاهدان وو.
د العربیه تلویزیوني چینل له خبر سره سم، د مسکو یو اوسېدونکی چې په اور ګاډي کې یې سفر کاوه، یو ناڅاپه په اسمان کې د یوه پر ځای درې لمرونه لېدلي او دا لیدنه یې د خپلې کامرې پر مټ ټولې نړۍ ته رسولې.

خو دا چاره د نورو عادي وګړو په څېر د ساینسپوهانو لپاره هېڅ هېښوونکې نه وه، ځکه هغوی  د دې پدیدې باب پر دې ګروهه دي، چې دا د (کاذب لمر/Pahelion) په نامه یوه عادي پېښه ده چې پکې  وړانګې یو ځل نه بلکې څو واره ځلوي.
ویل کېږي، اکثراً دا پېښه هغه مهال رامنځته کېږي،چې ساړه له حده زیات ډېر وي او د لمر رڼا  د واورې پر بلورونو له لوېدا سره جوخت انعکاس مومي.
په انګلیسي کې دې پېښي ته د (Parhelion)  اصطلاح کاروي چې د یوناني کلمې –تراهلیوس- څخه اخستل شوې چې معنا یې  –د لمر څنګلوری- ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x